خوب او ستړیا

د غوره یاداښت لپاره مناسب خوب مرسته کوي

ساینسپوهانو هغه سیسټم موندلی، چې له لارې یې د شپې مهاله خوب د انسان یاداښت زیاتولو کې مرسته کوي. چین او امریکا کې ساینسپوهان د لوړ معیار مایکروسکوپي( یو ډول معاینات )کارولې، چې پکې یې د انساني دماغ د ژوڼکو تر منځ اړیکي موندلي، چې وايي د خوب په حال کې جوړیږي.
د دواړو ډلو موندنې په ساینس ژورنال کې خپرې شوې دي، چې پکې ویل شوي، د خوب کموالي له کبله سخته روزنه هم ضایع کېږي. ماهرین وايي، دا خورا مهمه څېړنه ده، چې له مخې یې د حافظې سیسټم پټ رازونه افشا شوي دي.

دا معلومات عام دي، چې ګواکې خوب د یاداښت په چټکولو کې مرسته کوي، خو دا چې په دماغ کې څه کېږي، په دې اړه تاوده بحثونه شوي دي.

 

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: