د غوره چلند شپږ بنسټونه

۱- موسکی اوسه:

 په امريکا يې مجله “برياليتوب” کې يوه مقاله خپره شوه، په هغې کې د ماشومانو د خندا په اړه څېړنه شوې وه، په هغې کې راغلي و چې کمکيان په ورځ کې ۴۰۰ ځله موسکا او خندا کوي. که موږ د لويانو په اړه څېړنه وکړو او له کمکيانو سره يې پرتله کړو؛ نو څرګنديږي چې لويان په ورځ کې يوازې ۱۴ ځله خاندي. . . نو ته فکر وکړه دا دومره زيات توپېر ولي؟…  لکه خلک چې د عمر په زياتېدلو بېخې خندا هېروي!!

او دا موږ ته يو ټکی راپه ګوته کوي هغه دا چې د هر انسان په مخ  کې۸۰ عضلې دي؛ نو کله چې موږ خاندو يوازې ۱۴ عضلي کاروو او دا پرڅېره هيڅ ډول اغيز نه کوي او کوم خلک چې ورين تندی لري او تل موسکاکوي هغوی شاوخوا ټولې عضلې کاروي چې دا د يوه خوښ ژوند لامل ګرځي. .

او الله تعالی خوښوي چې بنده يې تل خوښ، موسکی او منندوی وي.

آيا ته په اسانه موسکا کولای شي؟ . . .

او آیا ته ډېره موسکا کولای شي؟

موسکی انسان د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، دی کولای شي د ډېرو خلکو مينه ځان ته راجلب کړی، په خپل کور او کلي کې مينه وال پېدا کړی او د نېکمرغه اوسوکاله ژوند څښتن شي.

ځيني خلک بيا ډېر جدې وي او د غوسې نښې نښانې يې پرمخ له ورايه څرګندې وي، د هوښيارانو هغه متل پرې ډېر ښه برابريږي چې وايي: ” له دوی څخه ځان لري کول ډېر ښه فرصت دی” يو وتلی امريکايې ليکوال “مارک ټوبن” وايي: “ځينی خلک په راتلو سره ځای او مجلس ښايسته کوی او ځيني نور بيا په تلو سره”

راځه چې ستا نه وپوښتم. . . که چېري تاته اختيار درکړل شي چې له داسې سړي سره ژوند کوي چې هغه سخت دريځه او جدې وي او که  له داسې چا سره چې هغه تل موسکی وي، ژوندی زړه ولري او ټوکې کوي… نو ته به کوم يو غوره کوي…؟

موسکا يوه داسې ماده ده چې په ډېر اساني سره بل ته نقل کيږی، پرته له دې چې کومه تګلاره ورته وکارول شی اوګټې يې ډېري زياتي دي.

 د امريکا په يو ايالت “کليفورنيا” کې د يوه روغتون ډاکټران د ځينو ناروغانو د درملنې له پاره د موسکا او خندا څخه کار اخلي، دوی له ناروغانو سره په موسکا خبري کوي، ټوکې او خندا ورسره کوي چې په پايله کې تر ډېره حده د ناروغ د درملنې سبب وګرځي.

دغه راز ډاکټران ناروغانو ته لارښوونه کوی چې له داسې خلکو سره دې ناسته پاسته کوي چې موسکايې عادت وي.

“امرسون” وايي: “کله چې يو نيک او ورين تنديه تن يوې خونې ته ننوځي؛ نو داسې شي لکه يوه بله ډېوه چې بله شي، نو که ته چېرته پرخپل مخ  د موسکا او خندا انځور جوړ کړي نتيجه به يې يوازې دا نه وې چې د خلکو عکس العمل به هم همداسې وی بلکې ته به هم د خوښۍ احساس کوي”

موږ ته الله تعالی پنځه حواس راکړي دي:

ليدل، اورېدل، حس کول، څکل او  بويول  او دا د الله تعالي دېره ستره لورينه ده موږ کولای شو همدا حواس د خپل ځان په ګټه وکاروو او له نورو خلکو سره غوره چلند وکړو.

 هوښياران وايي: يوبل ته موسکي اوسی. . . خپلې مېرمني ته موسکی اوسه. . . خپل خاوند ته موسکې اوسه. . . خپلو بچيانو ته موسکي اوسی. . . دا مهمه نه ده چې ته چاته موسکا کوي هر څوک چې ويني موسکا ورته کوه، موسکا ستاسو ترمنځ مينه زياتوي.

موسکا خپګان لري کوي، موسکا د زړه او اروا په خوښي کې پوره ونډه لري، ابودرداء رضی الله عنه وايي: “زه د زړه د خوښي له پاره موسکا کوم، پيغمبر عليه السلام به هم کله نا کله خندل ،تردې چې د خندا غاښونه به يې هم ښکاره شول”.

الله جل جلاله خپل خوږ پيغمبر محمد صلی الله عليه وسلم ته فرمايي: ولوکنت فظا غليظ القلب  لانفضو من حولک.

ژباړه: او که ته توند خويه او سخت زړی وای؛ نو دوی (مؤمنان) ټول به دې له چاپېره خواره شوي وو.

پيغمبر عليه السلام فرمايي: تبسمک فی وجه اخيک صدقة.

ژباړه: “ستا پر مخ موسکا ستا ورورته داهم صدقه ده”.

۲- خلک په غوره نومونو يادوه:

زموږ خپل نومونه تر ټولو غوره شی دی چې موږ يې اورو، ځکه موږ چې کله د يوچا نوم اخلو؛ نو يوازې د هغه پام نه را اوړې بلکې هغه پرې خوشحاليږي هم . . .  چې کله له چاسره مخ شوې؛ نو لومړی بايد د هغه نوم راياد کړی اوکه دې هېر شوی وي پوښتنه ترې وکړه او څوځله يې له ځان سره تکرار کړه ترڅو ستا په حافظه کې ځای و نيسي.

ځيني خلک تر يوه زيات نومونه لري؛ نو څوک چې په کوم نوم خوشحاليږي په هغه يې رابوله او تل کوښښ کوه چې مخور او نيک خلک په غوره نو مونو ياد کړې.

هوښياران وايي: درې خويونه چې په چا کې وي هغه به په ټولنه کې ډېر مينه وال  ولري، لومړی: په سلام کې لومړيتوب کول، دويم : په مجلس کې بل ته ځای ورکول او درېم چې څوک په کوم نوم خوشحاليږي په هغه نوم يادول.

۳- چوپ اوسه او نورو ته د خبرو موکه ورکوه:

يوه هوښيار سړي ويلي دي:” الله تعالی موږ ته د دې له پاره دوه غوږونه او يوه خوله راکړې ده چې ډېري خبري واورو او لږ ووايو” . . . چې کله څوک درته خبري کوي؛ نو ته بايد وېښ اوسی او پوره غوږ ورته کېږدي، دا يوازې د دې له پاره نه چې ته د هغه په خبرو ځان پوه کړی بلکې دا به ستا او دهغه ترمنځ غوره ځوابونو ته لار اواره کړي.

کله چې څوک په يوه دنده وګومارل شي يا مشرتوب تر لاسه کړی؛ نو بايد خلکو ته ډېر غوږ کېږدي او خپله لږ خبري وکړي.

يوه ليکوال ليکلي دي: “کله چې زه خبري کوم؛ نو له وړاندې نه په هغو معلوماتو خبر يم چې کوم زما سره دي او کله چې زه غوږ  ږدم؛ نو هغه معلومات ترلاسه کوم، کوم چې ستا سره دي، او د دې له پاره چې ته ډېري خبري وکړي دا زده کړه چې څه ډول به چوپ کيږم.

 کله چې څوک درته خبرې کوي؛ نو دا دقيقه تګلاره کاروه: “د نورو خلکو خبرو ته غوږ ږده او د چا خبره په نيمه کې مه  پرېکوه، په ډېر اهتمام غوږ ږده او له ځان سره ځيني پوښتنې کوه”.

۴- د خپلو نيمګړتياو بشپړ مسؤليت په خپلو اوږو اخله:

 که موږ د “مسؤليت” توری وڅېړو؛ نو معنا يې داده چې ځواک او ځواب ويل، يعني د پرمختګ له پاره د ځواب ويلو ځواک ، ځکه چې ته کله خپل مسؤليت پر وږو اخلې؛ نو خپلې ټولې وړتياوي او امکانات به په کار اچوي او هر ډول چې وي برياليتوب ته به ځان رسوي، لنډه دا چې د کاميابو خلکو ترمنځ يوه نښه د مسؤليت پورته کولو ځواک هم دی.

د خپل مسؤليت په غاړه اخيستلو يوه په زړه پورې لنډه کيسه دلته راوړم: يو پاچا د درې تورنو کسانو څخه چې په غلا تورن ول تحقيق وکړ، د لومړي تورن څخه يې وپوښتل چې کوم لامل دی مجبوره کړ چې دې کار ته لاس واچوي، هغه ورته وويل:” پاچا صيب! ما غلا نه ده کړې اونه هم زه غل يم، پوليسو زه بې ګناه  ونېولم او دلته يې راوستلم” بيايې له دويم تورن څخه و پوښتل، هغه ورته وويل: ” ما هيڅ کله نه غوښتل چې غلا وکړم، خو پاچا صيب! زه خپل پلار و هڅولم چې دا کار وکړم؛ نو زه ملامت نه يم” کله چې پاچا همدغه پوښتنه له درېم تورن څخه وکړه؛ نو هغه ورته وويل: پاچا سلامت! زه اعتراف کوم چې دا کار ما کړی دی او ټول مسؤليت يې پرخپله غاړه اخلم؛ خو زه ډېر مجبور وم، زما مور ډېره زياته ناروغه وه، ما دومره روپۍ نه لرلې چې د هغې درملنه وکړم، او د دې کار څخه پرته ما بله لار نه درلوده. . .  زه پوهېدم چې بايد دا ډول کار ونه کړم اوس په خپل جرم اعتراف کوم او ستا هرې پرېکړی ته غاړه ږدم”

پاچا چې د ده خبري واورېدلې؛ نو د يوڅو د قيقو له پاره په فکر کې شو او بيا يې چارواکو ته امر وکړ چې لومړنی او دويم تورن کسانو ته د شپږو مياشتو بند جزا ورکړي او د رېم تورن يې وباښه.

 ته هم بايد د خپل ژوند ټول مسؤليتونه په خپله غاړه واخلې او نتيجه او راتلونکې الله تعالی ته وسپارې.

۵- له خلکو سره مينه کوه:

نيک خوی، لورېينه او له خلکو سره مينه دا د الله تعالی هغه ستر نعمتونه دي چې د دې په خپلولو سره انسان کولای شي د الله تعلی خوښي او د خلکو زړونه تر لاسه کړي…

يو ارواپوه  “ډ. ويليم جينس” وايي: ” په انسان کې تر ټول ژور او غوره جوهر دا دی چې د نورو خلکو خويونه و پېژنې”  نو موږ ټول د دې وړتيا لرو چې د نورو خلکو خويونه و پېژنو او له هغوی سره غوره چلند وکړو، د هغوی ستاينه کوو او د نيکو خويونو ترلاسه کولو هيڅ موکه له لاسه ورنکړو.

پيغمبر عليه السلام فرمايي: “المؤمن مالف”  مؤمن د ميني ځای دی.

الله تعالی فرمايي: والمومنون والمومنات بعضهم اولياء بعض:

ژباړه: او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي.

۶- بخښنه کوه او تېر هېر کړه:

 ته بايد بخښنه کوي، تېر هېر کړې او په عين وخت کې د خپلو تجربو څخه هم ګټه واخلې، ډېر خلک داسې دي چې بخښنه خپل خوی و ګرځوی او تل وايي چې: “بخښنه کوه او بد هېر کړه”.

الله تعالی فرمايي: و العافين عن الناس و الله يحب المحسنين.

ژباړه: د خلکو له بدۍ بېرېدونکي او الله تعالی داسې نيکان خوښوي.

يو سړی ژوبڼ ته ولاړ، هلته يوه لوحه لګېدلې وه چې په هغې ليکلي و: “خطره! دلته زمری دی لاس ورنږدې نه کړی” هغه لوحه وليدله؛ خو د هغې يې هڅ پروا ونه ساتله او د زمري کپس ته يې لاس ورنږ دې کړ، هغه سمدستي بريد پرې وکړ ، نږدې و چې لاس يې له تنه جلاکړي، له نيکه مرغه، نور يې ځان ترې وژغوره خو يوازې لاس يې يوڅه ور ټپي کړ او ورسره په ډېر ډار او غوسه کې و او له ځان سره يې ويل: “دې زمري ولي پرما بريد وکړ؟ زه خو نيک سړی يم، ما غوښتل چې لوبي ورسره وکړم او ما فکر نه کاه چې دی به پر ما بريد وکړي او ماته به تاوان ورسوي، خو ما دی و باښنه او څه چې وشول هغه هرڅه مې هير کړل” دوه اونۍ وروسته بيا دغه سړی ژوبڼ ته راغی او هماغه کپس ته يې بيا لاس ور دننه کړ دا ځل نو زمري ور ټوپ کړ او لاس يې په بيخ کې ور پرېکړ، تر درملنې لاندې ونېول شو، او په معجزانه ډول له مرګه وژغورل شو، شپږ مياشتی وروسته په درېم ځل بيا ژوبڼ ته ولاړ، کله چې د زمري کپس ته ور نږدې شو؛ نو ودرېد او ورته يې وويل: “زه پوهيږم چې تا نه غوښتل ماته تاوان ورسوي، ما وبخښلې خو دا ځل به يې زه هيڅکله هير نه کړم”.

‌طبعا ته کولای شي چې هر چاته بخښنه وکړي او تېر هير کړي او خپلې هغه ښېکڼې هېرې کړې چې ناخوالې ورسره مل وي، خو په عيني وخت کې بايد له تېرو کړنو څخه عبرت واخلې او په راتلونکې کې خپلو کړنو ته په د قيق ډول ځير شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب