د غا ښونو د برس کولو او د خولې د حفظ الصحې مربوط ضروري معلومات!

باید دغه لاندی لارښوني په نظر کې ونیسو تر څو قوی او صحتمند غاښونه ولرو.

۱: د غذا له خوراک وروسته باید دیرش دقیقی انتظار وکړو او له دغی دیرش دقیقو انتظار وروسته غاښونه برش کړو.

د غذا د خوراک د ختم سره سم د غاښونو برش کول د غاښونو د خرابیدو سبب کیږی، په دغه حالت کې د خولی دPH لیول ټیټ یعنی اسیډی وی نو ځکه د غاښونو برشکول ددې سبب کیږی چې د برش د تارونو دلاری د خولی اسیډ د غاښونو د سطحو سره سولیږی او د غاښونو د مګلو یعنی abrasion سبب کیږی چې د غاښونو پرسطحو ژوری نقطی جوړوی کوم چې د بکټیریا او غذائ زراتو د نښلیدو دپاره چانس زیاتوی او د غاښونو د کویټو سبب کیږی

۲: د تل دپاره دا خپل عدت مه جوړوه چې د غاښونو برش کول د یوی معلومی نقطی څخه شروع کړی.

تحقیقاتو ښودلی ده چې اکثره خلک د غاښونو برش کول د تل دپاره د یوی معلومی نقطی څخه شروع کوی او پر بلی معلومی نقطی ئ ختموی کوم چې یو سم او صحح عدت نه دی.

داځکه، له هغی نقطی څخه چې تاسی د غاښونو برشکول پیلوی نو په دغه وخت کې ستاسی میلان د غاښونو برشکولو ته زیات وی مګر کله چې اخری نقطی ته نژدی کیږی په دغه وخت کې پرتاسی د غاښونو برش کول سخت او زړه تنګونکی تمامیږی کوم چې ددغی باعث کیږی ترڅو دغه اخری سطحی په سمه توګه برش نه شی.

نو غوره داده چې په هر ځل د غاښونو برشکولو سره د غاښونو د برش کولو نقطی ته تغیر ورکړی.

۳؛ هر کلن چې غاښونه برش کوی نو د غاښونو پر سطحو ډیر فشار مه واردوی.

اکثره خلک د غاښونو د برش کولو مختلفی لاری په کار اچوی مګر بیا ځینی خلک نسبت نوروته په لوړه کچه د خپل غاښونو د نقصان سبب کیږی.

پر برش باندی ډیر فشار واردول ددې سبب کیږی چی د غاښونو څخه وری شاته ولاړ شی او غاښونه د نارمل اندازی زیات لوڅ شی.

باید غاښونه په نرم برش برش شی او د برش کولو پرمهال برش ته دایروی حرکت ورکړ شی په داسی حال کې چې د دایری شعاع کوچنی وی.

ولی سخت برش او زیات فشار ورکولو څخه ممانعت کو؟

دا ځکه

د مثال په توګه، که چرته مونږ یو سخت شی د یو فرنیچر (هغه شی چې د لرګی څخه جوړ شوی وی) پر سطحه کش کړو نو د دغی فرنیچر په سطحه لیکی او داغونه جوړوی او د فرنیچر ښکلا او ارزښت د لاسه ورکوی.

همدارنګه سخت برش د زیات فشار او قوی واردولو سره ددې باعث کیږی چې د غاښونو پر سطحو لیکی او داغونه جوړ کړی کوم چې د غذائ موادو او بکټیریا د رسوب او بندیدو چانس زیاتوی او په نتیجه کې د غاښونو سطحی کمزوری او غاښونه خرابیږی.

۴ : غاښونه باید حد اقل د دوه دقیقو دپاره برش شی.

اکثره خلکه په دې پوهیږی چې غاښونه باید د دوه دقیقو دپاره برش شی خو د دغومره معلوماتو باوجود لټی کوی او زړه تنګوی چې دغه لټی او زړه تنګول د دې سبب شی چې د ځینو یا ټولو غاښونو سطحی په کافی اندازه برش نه شی او میکروبی پلک د غاښونو په سطحو باقی پاتی شی، دې ترڅنګ فلورائیډ کوم چې د غاښونو کریمو یو له مهمو اجزاو څخه دی او د غاښونو د خرابوالی د مخنیوی دپاره او د غاښونو د سطحو د لا پیاوړتیا دپاره د غاښونو کریمو سره یوځای کوی چې د ناکافی وخت له وجې د غاښونو د سطحو په واسطه نه جذبیږی.

هغه غوره لاری که تاسی هغه په کار واچوی نو وبه توانیږی د غاښونو برشکولو وخت نور هم وغځوی

چې هغه عبارت دی.

د غاښونو د برشکولو پرمهال باید د اوبو بمبه بنده شی تر څو د اوبو د ضایع کیدو له ویری د غاښونو د برش مدت رالنډ نه کړو.

بله مواثره لار د سټاپ واچ مخکی ایښودل دی تر څو د موبائیل د سټاپ واچ پر مرسته خپله ځان مجبور کړو چې تر ټاکلی وخت مخکی دغاښونو برش کول و نه درو.

۵: د غاښونو د برش پر مهال د خلفی غاښونو ټولو سطحو او د ټولو غاښونو داخلی سطحو یعنی هغه سطحو چې ژبی طرف ته قرار لری توجه وکړو.

اکثره خلک د قدامی غاښونو بیرونی یا قدامی یا خارجی سطحو ته ډیره توجه کوی او زیات ې برش کوی، داځکه چې د خبروکولو پر مهال د مقابل لوری څخه د لیدو وړ دي، مګر دې ته نه ګوری چې خلفی غاښونه لا زیاتی پاملرنی ته ضرورت لری.

دا چې د یوه طرفه د ژبی اطراف د خلفی غاښونو سره تل په تماس کې وی او له بل طرفه د خلفی غاښونو بین الاسنانی سطحی په وسیع ډول د مجاویرو سطحو سره تماس لری، نو غذائ زرات، او بکټریاو ته پراخه موقع په لاس ورکوی چې په دغو سطوحو کې رسوب وکړی او د غاښو نو د خرابوالی او نواقصو سبب شی.

۶: دغاښونو د برشکولو دپاره باید یو مناسب برش انتخاب شی.

اکثره خلک د غاښونو د برش دپاره یا ډیر کوچنی او یا ډیر لوی برش انتخابوی چې په دغو دواړو صورتونو کې غیر مفید تمامیدای شی.

ځینی بیا داسی برش استعمالوی چې د برش اوتار سخت او کلک وی او وری د شاته ټیله کولو او د غاښونو د ریښو د لوڅیدلو باعث ګرځی، چې اکثره وخت د غاښ د عنق یا غاړی یا سرویکل په برخه کې چرته چې د غاښ سپینه یا انامل طبقه د سیمنټم سره یوځای کیږی او د انامل ضخامت ډیر کم وی چې هم دغه کم صخیمه اینامل د کلک اوتار لرونکی برش له وجی له منځه ځې او د ډینټین ټیوبلز د خولی د جوف سره په تماس کې راځی چې په نتیجه کې د شدید بریښ سبب کیږی.

نو ځکه د غاښونو د برش کولو دپاره هغه برش بهتر دی کوم چې نرم اوتار ولری او د خولی د سائیز مطابق وی.

۷: هغه سبزی او میوه استعمال کړی کوم چې په طبعی توګه د غاښونو د پاکوالی قدرت لری.

هغه وخت چې تاسی له کور څخه بیرون یاست او د غاښونو د برش کولو موقع نه لری، نو داسی سبزی او میوه استعمال کړی کوم چې لرونکی د فائیبر/اوتارو وی چې دغه اوتار یا فائیبر د غاښونو پر سطحو سولیږی او غاښونه پاکوی لکه سیلری (celery) او مڼی چې د هغوی فُائیبر د غاښونو د تار یا ډینټل فلس(dental floss) په شانت کار کوی او همدارنګه باید حداقل د خوراک خوړلو وروسته خوله د او بو په واسطه پاکه شی.

۸: د غاښونو برش پاک وساتی.

که څه همد غاښونو برش د غاښونوبرشکولو وروسته پاک معلومیږی خو په حقیقت کې پاک نه وی داځکه د غاښونو د برش وروسته ډیری بکتیریاوی د غاښونو د برش په او تارو باندی نښلی کوم چې د غاښونو د برش د بدبوی سبب کیږی، که چرته د غاښونو برش د غاښونو د برشکولو وروسته ووینځل شی او په یوه پیاله کې چې لرونکۍ د اوبو وی کیښودل شی نو غوره به وی.

۹؛ د غاښونو برش باید هر دری میاشتی وروسته بدل کړی شی.

څرنګه چې د غاښونوبرش اوتار د وخت په تیریدو او د استعمال له وجی خپل حالت ته تغیر ورکوی،کاږه کیږی او ضعیفه کیږی نو باید هر دری میاشتی وروسته بدل شی.

که چرته د اوتارو په حالت کې د دری میاشتو څخه مخکی تغیرات ښکاره شی، نو باید سم دواره مخکی له دری میاشتو بدل شی.

۱۰؛ د غاښونوتار یا ډینټل فلس (dental floss) هره ورځ استعمال شی.

که څه هم د غاښونو برش پر مټ غاښونه تر ډیره حده باکیږی خو بیا هم د غاښونو برش اوتار د بین الاسنانی فاصلو ته نه شی رسیدی نو یواځینی لار د غاښونو د تار استعمال دی چې بین الاسنانی فواصل پاک کړی.

۱۱؛هرکلن چې غاښونه برشکو، باید په اخیره کې د ژبی علوی سطحه هم د برش په واسطه پاکه کړو.

د ژبی په علوی زیګه سطحه باندی غذائ زرات او بکټیریا نښلی چې د خوب کولو پر مهال دغه بکټیریا د غاښونو سطحو ته انتشار کوی او ټوله خوله د میکروبونو په واسطه ملوثه کیږی چې د خولی د بدبوی او د غاښونو د خرابوالی باعث کیږی.

۱۲؛ که دغاښونو د برشکولو وروسته باقی پاتی د غاښونو کریم تو/توف شی او خوله ته اوبه وا نه چول شی نو غوره به وی،

داځکه د میکروب ضد او انټی سیبټیک مواد کوی شی په بهتره توګه خپله وظیفه اجراء او د خولی حفظ الصحه لا پیاوړی کوی..

لیکنه ډاکتر حنیف

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب