د غاښ درد اسانه درملنه

په دری ژبه کی یومتل دی چه وا یی درد دندان کندن . مګردا سمه ندی د غاښو درد علاج لپاره ساده اسانه او کم مصرفه طبی او روا یتی علاجونه شته .

۱ـ وګه : دچټک تاثیر لرونکی نبات دی یوه دانه دغاښ ددرد په وخت خوله کی میده کړی تر څو او به یی بیمار غاښ ته ورسیږی تاثیر یی وګوری که مثبت نه وه نو ژر یی بهر وغور ځوی .

۲ـ ترش لیمو : دلیمو اوبه دمالوچ پوسیله درد لرونکی غاښ باندی وا چوی لیموچه ذویتا مین سی لرونکی دی کولای شی دغا ښ درد کنترول کړی .

۳ـ نعنا : تازه او یا هم وچه نعنا را وا خلی په دری ګیلا سه او بو کی جوش کړی وروسته یی دنیم ساعت لپاره دری ګیلاسو کی وا چوی چه شیر ګرمی شوی هر ګیلاس د دیرشو ثانیو لپاره غر غره کړی . په همدی ډول سره تور چای هم دغاښو درد لپاره کارولی شی .

۴ـ مالګه : په یو ګیلاس جوش اوبو کی یوه قا شوغه مالګه وا چوی نیم ساعت وروسته یی د ۳۰ ثانیو لپاره غرغره کړی چه دا ځانګړی علاج دغاښو درد دی .

۵ ـ زنجفیل : که تازه زنجفیل مو درلود نو ر څو څکی او به یی دمالوچ پو سیله غاښ باندی کشیږدی که تازه زنجفیل مونه درلوده دوچ زنجفیل څخه دنعنا په شان چه طریقه پورته ذکر شوی ګټه وا خلی . دتازه زنجفیل اوبه لږ زیات وخت ته ضرورت لری چه دغاښ درد کنترول کړی .

your ads

۶ ـ یخ : څو ټوټی یخ په یوپلاستیکی خریطه کی داوبو د ضایع کیدو په خاطر وا چوی وروسته یی په یو ه تکه کی ونغاړی او پر بیمار غاښ مو د پنځلسو دقیقو لپاره ونیسی دغاښ درد به مو ارام شی .

۷ ـ که د غاښو درد مو ډیر نا ارامه کړی نور لږ اوبه داوکسیجن دری په سلو کی غر غره کړی درد به موارام شی او دخولی بکتر یاوی به مو هم له منځه و لاړی شی .

۸ ـ کنډ : دمیوه لرونکو ونو کنډ یعنی زاوله دیوی قا شو غی په اندازه یو ګیلاس اوبو کی جوش کړی له ۳۰ دقیقو ورو سته چه شیر ګرمی وی پنځه یا شپږ ځله غر غره کړی دغاښو دردارامو ی .

۹ ـ دلو نګ غو ړی : دوه څاڅکی دلونګ غوړی په یوه مالوچ باندی وا چوی دنیم ساعت او یا هم لږ زیات وخت لپاره یی پر درد لرونکی غاښ کشیږدی که فر ض مثال غوړی یی موجود نه وی نوریوه دانه لونګ را واخلی خوله کی غا ښونو باندی ښه میده کړی بیا یی د بیمار غا ښ لوری ته ور نږدی کړی تر څو درد یی ارام شی .

۱۰ ـ پیاز : لمړی د پیاز پو ټکی لری بیا یی اوبه وباسی یو یا دوه څاڅکی اوبه يي دمالوچ پواسطه پر هغه غاښ کشیږدی چه درد کوی له پنځلسو دقیقو تر نیم ساعت پوری درد اراموی او خپله پیازهم کارولی شی . البته دا تجربه شوی طریقه دی چه تیره شبه می یوه دوست وازمایله .
پورتنی توکی علاوه لدی چه دغاښو درد لپاره ګټور تما میږی بلکه دبدن رو غتیا لپاره هم ډیر ډیر ګټور ثابت شویدی . په در نښت .

منصور احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب