د غاښو د ښه صحتمند ساتلو لپاره (٩) لاري

د سيمي خلګو په څو ځله را څخه غوښتنه و کړه چي د غاښونو د ښه صحت مند ۍ په اړونده يو څه و ليکم ، نو مي د مختلفو څيړونو  څخه وروسته د غاښونو د حفظ الصحې لپاره

(٩) بهتريني طريقي سره را جمعه کړي او په لاندي ډول سره بيانيږي:

١- د غاښونو پريولل (دري ځله په ورځ کي) :

د غاښونو د ښه پاک او صحت ساتلو لپاره هر شخص بايد په ورځ کي درى ځله خپل غاښونه پريمينځي ، چي لاندي وختونه ورته ترتيب سوي دي :
١- د سهار تر ناشتې وروسته
٢- د غرمې تر ډوډۍ وروسته
٣- د ماښام تر ډوډۍ وروسته
بر علاوه تاسي کولاى سى چي يو ډول کيمياوي ماده هم يوازي له شپي له خوا پر خپل غاښونواستعمال کړي ، چي دا کيمياوي ماده د ښار په درملتونونو کي موندل کيږي.

٢-  د غاښ د تار استعمال:

د غاښ د تار استعمال يوه بله موهمه طريقه ده چي تر هرو خوړو وروسته بايد استعمال سي، ددي استعمال د خوړو هغه وړې بڅري چي د غاښو نو په درزو کي بندي وي لري کوي يي ، که چيري دا وړي ټوټي د غاښونو د  درزو څخه ونه ايستل شي ، نو هغه د غاښو د خرابتيا سبب کيږي او پر غاښو لکې پيدا کيږي ، نولازمه ده چي تر هر خوړو وروسته د غاښ (خاص) تار استعمال شي.

٣- د فلورايډ (کيميا وي ماده) استعمال:

فلورايډ يوه ډول کيمياوي ماده ده چي د غاښو نو  د هډوکو کلک ساتلو لپاره استعماليږي ، بر علاوه داماده د غاښو د سوريو کيدو او رژيدو  څخه ژغوري .
د فلورايډ د استعمال طريقه:
مخکي له دي چي فلورايډ استعمال شي،  لومړى بايد(٣٠)   د قيقي  مخکي او پس دي خواړه و نه خوړل شي
بايد خپل غاښونه په برس پريولل شي او د غاښ تار بايد استعمال شي.وروسته تاسي په يوه ګلاس کي د يوه اونس(٢٨ ګرامه ) په اندازه د غه ماده په اوبو کي حل او ښه ئي و ښوروئ. بيا نو نيم ګلاس ددغه منحل څخه په خوله کي واچوي او په سختى سره يي سغهار کړي يعني دوځله دي په خوله کي سغهار کړي .
کوښښ دي وشي چي دغه کيميا وي ماده تيره نه شي

٤- د سوډا لرونکو او تيزاب لرونکو مشروباتو څخه مخنيوى و کړي:

ټول هغه تيزاب لرونکي او سوډا لرونکي څښاکو څخه بايد ډډه و شي ، چي دا مشروبات ډير  مضر تيزاب لري لکه فاسپوريک تيزاب چي  د غاښونو لپاره مضر او خطر ناکه  دي ،که چيري دا مشروبات و څښل شي نو غاښونه په کرار ، کرار سره تخريبوي  او غاښونه رژيږي چي داهم  د غاښونو د خرابتيا سبب ګرځي.
تاسي کولاى سي چي ساده او نرم مشروبات و څښئ د بيلګي په توګه، شيدې ، د ميوې جوسونه، او صفا اوبه په دي خاطر  چي شيدې پخپله غاښونه ټينګوي او د زامي هډوکي کلک ساتي ،  صفا اوبه خو بيا  وړي بڅري نه لري چي غاښ ځني خراب شي ځکه هغه نوره پاکي هم  ور بخښي، نو ځکه دوي ته  بهترين څښاک ويل شوي دي.
بعضي ډاکتران وايي چي هغه جوسونه چي کولا لرونکي او يا کوچني اسيدونه ولري بيا هم د غاښونو لپاره تاواني دي .

٥- د تمباکو استعمال(سيګريټ څکول):

د زياتو  ډاکترانو په وينا تر ټولو لوى او اصلي علت چي  د غاښونو خرابتيا سبب کيږي هغه د تمباکو استعمال دى چي په هره طريقه هم وي،که چيري تمباکو استعمال شي نو د وي د غاښو نو هغه ظاهري انساج له مينځه وړي ، پر غاښونو داغونه پيداکوي، غاښونه خپل اصلي شکل د لاسه ور کوي او بعضي وختونه سيګريټ څکونکي د  سرطان   په نا روغي هم اخته کوي . نو که ټول دتمباکو استعمالونکي    تمباکو پريږدي دوي به ښه پاک او صحي غاښونه ولري.

٦_ د ژاولي ايستعمال:

ټول ژاولي په عمومي ډول پر دوه ډوله دي :

١- يو قسم هغه ژاولي دي چي خاص د غاښونو د پاک ساتلو لپاره استعماليږي چي ډير خلګ يي تر هري ډوډي وروسته  يوه دانه ژاوله  ژويي او دي ډول ژاولو ته ګټوري ژاولي واي ځکه چي د غاښ د صحت ساتلو په هدف استعماليږي.
٢-دوهم قسم   هغه بي ګټي او مضري ژاولي دي چي خوږوالى او بوره زياته په کښي مخلوط وي ، که چيري دا ژاولي و ژول شي نو دغه بوره نور ي  وړي ټوټي پر غاښونو باندي نښلوي او غاښونه نور هم چټلوي چي د غاښونو د خرابتيا سبب ګرځى.

٧- د شرابو څښلو څخه ډډه کول:

د شرابو څښل په حقيقت نه يوازي د شخص و غاښنو ته زيانمن دي ، بلکي د بدن بيلا ، بيلو غړو ته زيانمن دي ، په هر صورت هغه څوک چي شراب و څښي ، شراب لومړي دهغه پر غاښونو ، ژبه او د هاضمي جهاز پر ټولو باندي دردمند او تکليفي اثرات ا چوي ، چي د غاښو درد او يخي څانګي ، د زامي د هډوکو درد او د سرطان خطرناکه ناروغي  رامينځ ته کوي ، چي دا علت دى چي شراب(الکول) هم د غاښونو او هم د  ټول جسم لپاره مضر  گڼل سوي دي.

٨- غذاوي پرهيز:

کوښښ و کړي چي ښه صحتمنده غذا و خوري ، چي هغه نه يوازي د يوه شخص د چاغښت لپاره وي بلکي د ټول بدن  غړو لپاره صحتمند وي  ، داسي خواړه چي په هغه کي ستاسي غاښونه ، ورۍ او د زامي هډوکي په کي زيانمن نه شي
او تر هر خواړو وروسته يو څه اندازه اوبه و څښئ ځکه هغه هم ستاسو غاښونه د پاتشوني څخه پاک ساتي.

٩- د غاښو د ډاکتر سره کتل (په کال کي دوه ځله)

تاسي بايد په هر و شپږو مياشتو کي يو ځل د ډاکتر سره د غاښو د کتني لپاره ورشي او خپل غاښونه په ډاکتر صاحب باندي وګورى ، که چيري کومه ستونزه وه تداوي يي و کړي او که نه وه ، نوصحيح خبره ده ، د ډاکتر کتنه دومره زيات لګښت نه غواړي او په هره ښار ګوټي کي د غاښو ډاکتر پيداکيږي . نو په کال کي دوه ځله د غاښو داکتر ته تلل ضروري ده.

دغه مضمون   متخصص او عالي ډاکتر ښاغلي (چيټان) ليکلي دى.

ژباړن: فضل احمد ( احمدزى)

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب