د غاښونو تفصيل | تجوید ۴ لوست
عادي انسانان دوه دېرش غاښونه لري چې تفصيل يې په لاندې ډول دی:
۱- مخامخ څلور غاښونو ته ثنايا وايي، پورتنيو دوو ته ثنايا عليا او لاندينيو ته ثنايا سفلی وايي.
۲- څلور غاښونه چې ښکته او پورته دثنايا يو او بل څنګ ته دي، رباعيات بلل کيږي.
۳- ورپسې څلور تېره غاښونوته چې ښکته او پورته د رباعياتو يو او بل څنګ ته دي، انياب وايي.
۴- څلور غاښونه چې د انياب په يو او بل اړخ کې دي، ضواحک ګڼل کيږي.
۵- دضواحکو سره په يو او بل طرف کې ښکته-پورته درې-درې (دوولس) غاښونوته، طواحن وايي.
۶- د دواړو زامو د پای دوه دوه غاښونو ته نواجذ وايي.
پوښتنې:
۱- د ټولو غاښونو شمېر څو دی؟
۲- مخامخ څلور غاښونو ته څه وايي؟
۳- ضواحک کومو غاښونو ته وايي؟
منبع :افغان بنسټ څخه په مننې