د علي رضی الله عنه غوره ویناوې

۱: ډیره هوښیارتیا په اصل کې بدګوماني ده.

۲: انسان  د ټولو نه  لوي دښمن د هغه ګیډه ده.

۳: پرهیزګارۍ نه  بل لوی عزت   نشته.

۴: معافي کول په  دښمن باندې فتحه حاصلول دي.

۵: د الله جل جلاله نه ویره کوه چې له نورو خلکو نه دی ویره ورکه شي.

۶: ته د مشرانو عزت وکړه نو کشران به ستا عزت وکړي.

۷: مرګ یو بې خبره (ناڅاپي) ملګرې دی.

۸: چاته سپک کتل نه دي پکار.

۹: څومره چې غیرت وي  نو دومره به پاکدامني وي.

۱۰: د چغلخور نه مشوره مه اخله.

۱۱: د کار شروع کولو نه مخکې د هغه په انجام باندې فکر کوه، که چيرې ما داسې کړی وای نو به په جنت کې اوسیدم.

۱۲: د زمانې له ګردش نه مه تنګیږه، که صبر تریخ دی میوه یې خوږه ده.

۱۳: د الله جل جلاله نه ویره د عقل بنیاد دی.

۱۴: کوم انسان چې ته ذلیل وګڼلې، که چیرې ستاسره عقل وي نو بیشکه  هغه تاته فایده ورسوله.

۱۵: بیکاره هغه زړه دی چې په هغه کې درد نه وي.

۱۶: بیکاره هغه انسان دی  چې په هغه کې ضمیر نه وي.

۱۷: بیکاره هغه ژبه ده چې په هغې کې خوږوالې نه وي.

۱۸: بیکاره هغه ذهن دی چې په هغې کې سوچ نه وي.

۱۹:کله چې عقل کامل شي نو خبرې کمې شي.

۲۰: د مشر سړي  رایه د ځوان د قوت او زور نه ډیره غوره ده.

((حضرت علي کرم الله وجهه))

 

راټولوونکې: فاتح کاروان

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب