د علماوو په حق کې بې انصافی

په هره زمانه کې داسې کسان شته چې د دين او د پوهې په جامه کې د دښمنانو مزدوران تېر شوي او د دين احکام يې په غلطه تعبير کړي ترڅو خلک له حق څخه لېرې وساتي او د جهاد او د استعمار په مقابل کې راويښ نه شي، خو د دوي په خوا کې داسې علماء هم شته چې د دين او حق پر ښکاره کولو له خپل سر او ځان څخه هم تېر دي.

د داسې علماو بېلګې ډېرې زياتې دي، چې په دې عصر کې علامه دکتور يوسف القرضاوي هم يو له هغو حقپاله علماءو څخه شمېرل کيږي چې د حق په ښکاره کولو کې هېڅ کله هم پاتې نه دې راغلى، ده پرځان زندان، تکليف، تبعيد او حتى د وژلو اختارونه هم ورکړل شوي دي، خو بيا هم شيخ قرضاوي نه دى وېرېدلى او خپل اسلامي او جهادي مواقف يې له لاسه نه دي ورکړي.
له شيخ يوسف يوسف قرضاوي څخه خپل مصري تابعيت سلب شوى او له مصر څخه د خپلو موافقو لپاره لمړى زنداني شوي او بيا وېستل شوى. هغه د اخوان المسلمين يو مهم فکري شخصيت دى او د هغوي په فکر پوه او ولاړ عالم دى.
متاسفانه چې زموږ په احساساتي ځوانه طبقه کې استعمار ډېر کار کړې او د هغوي په ذهنو کې يې داسې فکرونه ور اچولي چې د قرضاوي په څېر يو حقپاله او مخلص عالم پسې بد رد وايي او په داسې بې شرمه الفاظو او بې ځايه تورونو يې تورنوي چې د هغو مسوليت اخستل د يو مسلمان لپاره ډېره مشکله خبره ده او په داسې يو عالم کې په هېڅ صورت نه ليدل کيږي.

د دې پر اساس موږ ويلى شو چې زموږ په ټولنه کې استعمار خپلو اهدافو ته تر ډېره بريده رسېدلى دى.

متاسفانه داسې ډېر ځوانان شته چې ځانته په اسلام پوه ځوانان وايي او د اسلام د غوښتنو مطابق يې ځانونه هم برابر کړيدي، خو که فکرونو ته يې وګورو داسې فکرونه به لري چې د يو فکري مسلمان سره په هېڅ صورت نه ښايي. که چېرته موږ د تکفير د فتنې اصل ته ورښکته شو دا حقيقت به راته بيخي ښه واضح شي چې دا ځوانان په ناپوهي په داسې حال کې چې فکر کوي، اسلام ته ترټولو ښه خدمت همدوي کوي، په کږو لارو ځي او په خپلو داسې عقايدو سره اسلام او مسلمانانو ته شديده ضربه ور رسوي.
د تکفير فتنه د لمړي  ځل لپاره په هغه ځوانانو کې پيدا شوه چې د اسلام په نامه
اسلام ته د خدمت په لاره کې نيول شوي و، هغوي ته په زندان کې ډېر ډېر سخت
تعذيبونه ورکړل شوي و او د همدې وهلو ټکولو له امله هغو ځوانانو ته د تکفير فکر
ورپيدا شو. دا د اخوان المسلمين ځوانان و؛ دوي چې کله تکفيريان شول په دې وخت کې دوي د اخوان المسلمين له مرشد العام استاذ حسن الهضيبي څخه هم وغوښتل چې په دې فکر کې له هغوي سره مل شي؛ خو مرحوم استاذ په هغه وخت کې يوه مشهوره خبره وکړه چې وروسته بيا پر دې لوي لوي کتابونه هم وليکل شول.

هغه ويلي و چې نحن دعاة لا قضاة يعنې موږ داعيان يو قاضيان نه يو.
که د تکفير د فتني د رامنځ ته کېدو په عواملو کې فکر وکړو هغوي هم مخلص
مسلمانان و او د اسلام په نامه بنديان شوي و؛ خو د شيخ قرضاوي خبره هغوي نه له دين څخه ډېر ناخبره و او نه ډېر  پوه ول، ځکه هغوي د جهالت دې کندې ته
ورولوېدل.

اوس که موږ د خپلو احساساتي ځوانانو داسې احساساتي مواقفو باندې چې شيخ قرضاوي ته مستشرق وايي او… کې فکر وکړو بې له شکه چې د تکفير د فتنې د شروع سره سر لګوي؛ چې دا د امت لپاره يوه جدي خطر دى.
متاسفانه چې نه يواځې احساساتي ځوانان په دې مصيبت اخته دي مګر داسې مشران هم شته چې بې له فکره په داسې يو عالم باندې دا ډول ظالمانه تورونه لګوي.

زه فکر کوم چې داسې خلک د کفر يا استشراق په معنې نه پوهيږي او يا هم په اسلام کې د کافر کولو په ضوابطو نه پوهيږي، ځکه چې شيخ قرضاوي ته د دوي کافر يا مستشرق ويلو کې داسې کوم دليل نه لري چې په هغه باندې څوک د اسلام پر اساس له ملت څخه ووېستل شي؛ که چېرته  دوي د کفر په ضوابطو پوهېدل فکر نه کوم چې له خولې يې داسې خبرې وتې وې او د داسې خبرو جرائت يې کړى و.
مسلمان ځوانان بايد دې ټکي ته ډېر متوجه اوسي چې ولې موږ د اسلامي نړۍ داسې يو عالم ته کافر وايو؛ دا بايد ونه وايي چې ما له فلاني يا فلاني اورېدلي چې دى مستشرق دى، ځکه چې داسې يو شخصيت په داسې افواهاتو تورنول بايد يو دليل ولري.
ما له داسې يو احساساتي ځوان څخه د دې په اړه پوښتنه وکړه چې ولې ته هغه ته کافر يا د امريکې مفتي وايې، هغه لمړې وويل چې فلانۍ ډله دا خبره کوي، ما ورته وويل چې پلانۍ ډله په دې کې څه دليل لري؛ دى دلته لاځوابه شو خبره ترې خرابه شوه خو بالاخره ويل يې چې دى ولي د تقريب په غونډه کې برخه اخلي، د دې پر اساس زه ده ته مستشرق وايم!!! ما ورته وويل چې آيا د تقريب په مذهب کې کېناستل استشراق او د امريکا مفتي توب دى، که داسې وي خو د اسلامي نړۍ ډېر علماء د تقريب په غونډه کې کيني هغوي هم مستشرقين دي او بله دا چې د تقريب په غونډه کې کېناستل اسلام او اسلامي امت ته يو خدمت دى او په اسلام کې هم نه دي منع شوي،
ما وويلې: آيا تا د قرآن هغه آيت نه دى ليدلي چې وايي: (وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) کله چې له اهل کتاب سره ناسته او مجادله په ښه ډول وي نو له مسلمانې طائفې سره ناسته په کوم دليل انسان کفر يا استشراق ته وباسي؟
هغه سره ځواب نه و خو همدا خبره يې تکراروله چې ما له فلانۍ ډلې څخه اورېدلي چې قرضاوي د امريکا مفتي دي او دا مستشرق دي، هغوي يوه اسلامي ډله ده او هېڅ کله هم غلطه او د اسلام ضد خبره نه کوي. له هغه سره بل ځواب نه و همدا خبره يې تکراروله، دا څونه يوه احمقانه خبره ده. موږ اسلام د کس او ډلې پر سر نه پېژنو مګر خلک د اسلام لپاره پېژنو.
زه يوه ورځ د يوه دوست کور ته ولاړم هغه پرته له مقدمې راته وويل چې تا د يوسف قرضاوي څومره ساينه کوله هغه خو بېلارې شوي. زه يې وارخطا کړم ما ويلې څنګهبېلارې شوى، راته يې ويلې چې ما په يوټيوب کې داسې ډېرې ويډيوګانې وليدلې چې په
قرضاوي پسې يې سخت بد ويلې، ما ورته ويلې ته خو دا ويډيوګانې ماته هم وښيه. کله چې يې راوښودې، دا هغه ډله وه چې د اسلامي نړۍ هېڅ عالم ترې نه و پاتې، دوي په شيخ وهبة الزحيلي چې د اسلامي نړۍ معاصر فقيه او مفسر دى، شهيد استاد سيد قطب چې تر اسلام يې ځان ځار کړ او…. پسې هم ويډيو ګانې راوېستې وې چې دا وهابيان، کافران، اخوانيان او… دي له دوي څخه ځانونه وساتئ دوي په اسلامي امت کې فتنه منځ ته راولي او داسې نورې غلطې خبرې چې هېڅ اصل او اساس نه لري او د اسلامي امت هېڅ ځوان ته بايد د منلو وړ نه.
د هغوي يو دليل هم د منلو وړ نه دى، هغوي چې په يوسف قرضاوي انتقاد کوي، لوي انتقاد يې دا دې چې دى وايي؛ جنت باقي دى او جهنم به ختميږي، په داسې حال کې چې يوسف قرضاوي دا خبره له ځانه نه کوي هغه وايې چې دا د شيخ الاسلام ابن تيميه او ابن القيم نظر دى او هغه په دې کې ډېر دلائل وړاندې کوي.

په افغانستان کې د عرب مجاهدينو مشر شهيد دکتور امام عبدالله عزام په خپلو ډېرو کتابونو کې د شيخ يوسف قرضاوي نظر را اخلي؛ چې له دې څخه د شيخ قرضاوي حقپالي او له هرډول تور څخه پاکي ښيي. شهيد امام عبدالله عزام د سورت توبې په تفسير کې چې نعمت الله شهراني په دري راژباړلى، د دې کتاب په ٢٨١ صفحه کې د شيخ قرضاوي نظر  را اخلي چې زه يې د بېلګې په ډول وړاندې کوم:

شيخ يوسف قرضاوي نظر  دارد که صاحبان مهاشهاي بلند بايد (ماهانه) ذکات دهند و کيفيت آنرا اين طور ميگويد که پول خورد، نوش و مصارف خانه وغيره را از آن کم
کند و چيزيکه زياد باقي ماند به اساس نظر وي گمان ميکنم که پنج فيصد از آن
بدهند.
په پاي کې ويلى شو چې علامه يوسف قرضاوي د اسلامي تاريخ په آسمان کې يو ځلانده ستورى دى چې خپل ټول ژوند يې د اسلام د خدمت لپاره تېر کړى او تېروي يې، د اسلامي اصولو د اوچت ساتلو لپاره يې هېڅ ډول هڅه نده پرې ايښې، الله دې په خپل اسلامي موقف لاهم کلک لري او د دښمنانو له دښمنۍ او عداوت څخه دې ساتي (آمين)

ليکوال: جاويد غوربندى

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب