ادیبان، لیکوالان، شاعران

د علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد لنډ ژوندليك

علامه اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د ۱۳۰۰ل كال د لړم پر ۲۳مه نېټه د كندهار ښار، بابړو كوڅې په يوې درنې كورنۍ كې زوكړ. پلار يې ارواښاد عبدالغفورخان نومېده، چې د استاد په روزنه او پالنه كې يې ډېره مهمه ونډه لرله.په خپله يو علمدوست انسان و، چې پر علامه رشاد يې هم پام و. خو استاد رشاد لا ۱۳ كلن و، چې د پلار دروند او بركتي سيورى يې له سره ليرې شو، ده د ژوند ستونزو ته ځان ورنه كړ. په ۱۹۳۳م/۱۳۱۱ل كال له ښوونځي څخه په لومړۍ درجه فارغ شو، چې په ۱۳ كلنۍ كې يې د ښوونكي په توګه دنده پيل كړه، خلكو به ورته ?كوچنى معلم? وايه، ځكه زيات شاګردان به يې تر ده مشران وو.

په ۱۹۴۶م/ ۱۳۲۴ل كال د كندهار انتخابي ټولنې رئيس او يو كال وروسته د كندهار ښاروال مرستيال شو، چې په همدې وخت كې هندوستان ته لاړ، هلته يې ګڼې څېړنې وكړې، پر همدې مهال يې ځينې مهم كتابونه وليكل، لكه: لودي پښتانه، چې ۴۲۰ مخونه لري او سوري پښتانه چې د استاد له ارزښتمنو اثارو څخه ګڼل كېږي.

په هند كې يې هندۍ ژبې او دېوانګري ليكدود، تر څنګ يې لرغونې سانسكرېټ او انګرېزۍ ژبې زده كړې. په ۱۹۵۲م/ ۱۳۳۰ل كال د ويښو ځلميانو غړى شو. په ۱۹۵۸م/ ۱۳۳۶ل كال د پښتو ټولنې مسلكي غړى او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد شو. په ۱۹۶۱م/ ۱۳۳۹ل كال د پخواني شوروي اتحاد د سنټ پټرزبورګ ښار د ختيځپوهنې انستيتوت ته د پښتو ژبې د استاد په توګه ولېږل شو، خو دوه نيم كاله وروسته بېرته خپل هېواد ته راغى، چې د ۱۹۷۸م/ ۱۳۵۶ل كال تر پېښو او حالاتو وروسته تقاعد شو. بيا يې هم له علومو اكاډمۍ، پوهنتون او نورو پوهنيزو ټولنو سره خپل اړيكي پالل. 

استاد خپل لومړنى شعر په ديارلس كلنۍ كې ويلى، خو د لومړي ځل لپاره يې يو شعر په ۱۹۳۸م/ ۱۳۱۶ل كال او لومړنۍ څېړنيزه ليكنه يې په ۱۹۴۱م/ ۱۳۱۹ل كال په (طلوع افغان) كې خپاره شوي دي.

استاد جاپان، هند، پاكستان، يمن، امريكا، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته سفرونه كړي، خو د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې د جګړو په سختو كلونو كې همدلته په كابل كې اوسېده، چې خپل هېواد او هېوادوال يې يوازې پرې نه ښودل. حال دا چې د نړۍ هر هېواد ته يې د سفر كولو او په كې د استوګنې امكانات لرل. د ده د خولې وينا ده: ?هېواد پر هر چا ګران دى او له هغه سره مينه لري، خو ما ايمان پر راوړى، كه مرم همدلته به يم او كه ژوندى هم، دلته به يم?.

ارواښاد علامه په پاړسۍ، عربي، اردو، هندۍ، جاپانۍ، انګرېزۍ، روسۍ او سانسكرېټ ژبو پوهېده. پر پښتو سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو كې هم شاعري كړې، تر دې مهاله يې ۳۶ اثاره خپاره شوي، خو د ۶۹ په شا و خوا كې اثار يې لا ناچاپه پراته دي. ځينې مهم چاپ اثار يې دا دي: لودي پښتانه، ډيلي د پښتنو په وخت كې، د يوولسم ټولګي پښتو قرائت، د دوولسم ټولګي پښتو قرائت، د امير خسرو دهلوي هندي شاعري او نور… دغه راز يې ځينې ناچاپ اثار په دې ډول دي: پښتانه شعراء په اردو كې، پښتانه شعراء په فارسي كې، د كندهار زيارتونه، د احمدشاهي عصر نوميالي، پښتانه مشاهير، ۲۰۰۰ روسي متلونه په پښتو ژبه او نور…

درانه استاد د ليكنو تر څنګ ګڼې ژباړې هم كړې دي، چې ځينې اثار يې خپاره شوي او ګڼ نور يې ناچاپه پراته دي. استاد هغه زړور سياستوال و، چې هېڅ وخت يې هم له چا وېره نه كوله، هر وخت به يې د خپلو ملي ارمانونو په رڼا كې خپل ملي سياست چلاوه، چې ان د ولسمشرانو پروا يې هم نه ساتله. 

تېر كال د ۱۳۸۲ل كال د مرغومي (جدي) پر ۲۹ مه نېټه په جلال باد كې يوه غونډه بلل شوې وه، چې د (علامه) په لقب يې ونوماوه. سره له دې چې استاد له ګڼو روغتيايي ستونزو سره لاس و ګرېوان و، خو بيا يې هم خپل زيات شاګردان او دوستان له خپلو عالمانه څرګندونو څخه نه محرومول. د خپل ژوند تر ۷۰ زيات كلونه يې د دې هېواد صادقانه خدمت ته ځانګړي كړل، چې ملت به يې دا خواري او دا ملي خدمتونه نه هېروي. استاد د ۱۳۸۳ل كال د ليندۍ (قوس) پر يوولسمه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د كابل په څلورسوه بستريز روغتون كې د ماسپښين پر دوولس نيمو بجو د زړه د ناروغۍ له كبله له خپل څښتنج سره خپله وروستۍ ژمنه پوره كړه.
اروا دې يې ښاده وي .//  بینوا

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: