د عالمانو له توهین ځان وژغورئ!

د انساني ژوند متعلق شعبی بې حسابه دي،  هره شعبه ضروري وي او اهمیت لري، او د ژوند یوه برخه وي،  په دوی کي یوه اهم ترینه شعبه د اسلام د دین هم ده، نوري شعبي د انسان ضرورت خو دي، لاکن مقصد نه! لاکن اسلام نه یواځی انسان ته ضرور دی بلکي مقصد يې هم دی، د انسان د دنیوي او اخروي کامیابي ضامن دي، د معاشري د امن، امان او سلامتی یقینی راوستونکي دی، د معاشري فلاح، بهبود، او کامیابي په اسلامي ارشاداتو او احکاماتو کي انغښتي.

او دا یو ناقابل انکار حقیقت دی چي د هري شعبي څه ناڅه ماهرین حتمي وي، او په دغه شعبو کی هغوی ته انتهايې اهمیت ورکول کيږي، د هغوی امتیازي شان، او خاص مقام وي، هغوی ته د قدر او عزت په سترګه کتل کيږي، دا اهم ترینه شعبه اسلام هم ماهرین لری، کوم چي د اسلام صحیح او سالم تشریح، او وضاحت کوي، اسلام هم هغوی ته عزت او عظمت ورکړي، هغوی يي په خاص مقام او امتیازي شان نازولي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله فرمایې:

( قُلْ ھَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَایَعْلَمُوْنَ o)

ژباړه: (اې محمد صلی الله علیه وسلم) تاسو هغوی ته اوایاست ایا هغه چي پوهیږی برابردي له هغو سره چي نه پوهیږی. (یعنی د عالم او جاهل تر مینځ مساوات او برابري نشي پيدا کیدای).
(سورۃ الزمر ، آیت ۹)
دویم ځای الله جل جلاله فرمایې:

( اِنَّمَایَخْشَی اللّٰہَ مِنْ عِبَادِہِ الْعُلَمٰاء)

ژباړه: بیشکه علماء له الله جل جلاله ډاریږی.   (سورۃ الفاطر ، آیت ۲۸)

د نبی صلی الله علیه وسلم حدیث دی:

د کوم شخص سره چي الله جل جلاله د خیر او ښيګڼی معامله کول وغواړي هغه ته په دین کي پوهه او علم عطاء کړی.

یو بل ځای فرمايې:
د عالم لپاره ټول هغه شیان چي په اسمانو کي دی، (ملائکه)  چي پر ځمکه دي (انسانان او پيریان) او ماهیان چي په اوبو کي دننه دي، د مغفرت دعاوي کوي،  پر عابد (غیر عالم) باندي عالم دومره افضل دي لکه د څوارلسم سپوږمی پر ټولو ستورو، او علماء د انبیاؤ وراثان دي.

انبیاء په وراثت کي دینار او دراهم نه دی پريښودلي، د هغوی ورثه علم دي، لهذا چا چي علم حاصل کړ، بیشکه هغوی خپله حصه ترلاسه کړل، (جامع ترمذي)

یو بل ځای فرمایې:
بیشکه الله جل جلاله، د هغه فرشتي، د اسمان او مځکي ټول مخلوقات تر دي چي میږیان پخپلو سوړو کي او ماهیان په اوبو کي د هغه شخص لپاره د مغفرت دعاوي کوي کوم چي خلګو ته خیر (علم دین) ښيي.
(جامع ترمذی)

یو بل ځای فرمایې:

الله جل جلاله به د محشر په ورځ خپل ټول بندګان راټول کړي، په هغوی کي به علماء (په چا کي چي خشیت او له خدایه ویره وی) پر یوه ممتاز او عالي مقام راجمع کړي، ورته وبه وايې چي ما علم ستاسو په سینو او زړونو کي ځکه ځای کړی وو چي زه په تاسو پوهیدم (چي تاسو د دغه امانت حق ادا کولای شی) او ما خپل علم ستاسو په سینو کي ځکه نه کیښود چي عذاب درکړای شم، لاړشی ما معاف کړی یاست. (تفسیر مظهري).

لیکوال: جابر نعماني

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب