د عاديانو د هلاکت پېښه

کله چي عاديانو د هود علیه السلام  په وړاندي سرکښي او نافرماني اختيار کړه ، دهود  علیه السلام  پند او نصيحت دوى ته هيڅ ګټه نه وکړه بلکي نور هم پر خپله سرکښۍ باندي ټينګ ودرېدل الله جل جلاله  پردوى باندي درې کاله باران بند کړى ترداسي بريده چي دوى ډېر پرېشانه سوه دزحمتونو او تکليفونو سره مخ سوه بالاخره فريادونه يې پيل کړه او کومک يې وغوښتى الله جل جلاله  يوه سخته وريځ راوستل دوى خوشاله سوه او ګومان يې وکړى چي ښه باران به وسي ، په دې فکر وه چي لکه چي زموږ دعا قبوله سوې ده کله چي وريځ پردوى باندي راغلل پردوى يې سيورى وکړى ډېره توره او سخته وېرونکې وه دوى په بېره او وحشت کي ولوېده بيا پردوى باندي سخت باد پيل سو ، البته دغه باد وچ باد وو . الله جل جلاله  دغه باد پردوى باندي اووه ورځي او شپې وچلوى دوى يې ټول هلاک کړه ، ددوى بدنونه داسي سوه لکه دخرما ددرختو وچي تنې . هود علیه السلام  او کوم کسان چي مسلمانان وه الله جل جلاله  په خپل رحمت سره دهلاکت څخه وساتل . عاديان ددغه عذاب څخه ټول هلاک سوه آن تردې چي کورونه يې هم  وران سوه او دکورونو يې يوه نښانه لاهم پاته نه سوه او ددوى څخه يو هم سلامت نه دى پاته سوى بلکي ټول هلاک سوه لکه چي الله جل جلاله  فرمايي :
فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ (24) تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَى إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ كَذَلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ (25)  (سورة احقاف الايتان ٢٤ ، ٢٥)
ژباړه : کله چي دوى وريځ وليدل چي ددوى دمځکو خوا ته راروانه وه دوى وويل : دا وريځ ده پر موږ به باران وکړي بلکي دا هغه شى وو چي پردوى يې تلوار کول ، باد وو په دې باد کي سخت دردونکى عذاب وو، هر شي دالله جل جلاله  په امر سره ګرځي دوى ټول په دې عذاب کي وګرځېدل په داسي ډول چي نه ليدل کېده مګر يوازي ددوى داوسېدو ځايونه . همدا سي موږ جزا ورکوو مجرمانو ته .
دغه باد الله جل جلاله  په (الريح العقيم) سره ياد کړى دئ لکه چي الله جل جلاله  په لاندي آيت کي فرمايي:
وَفِي عَادٍ إِذْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الرِّيحَ الْعَقِيمَ (41) مَا تَذَرُ مِنْ شَيْءٍ أَتَتْ عَلَيْهِ إِلَّا جَعَلَتْهُ كَالرَّمِيمِ (42) (سورة ذاريات الايتان ٤١ ، ٤٢)
ژباړه : دعاديانو په قصه کي نښانه ده کله چي موږ پردوى باندي وچ او بې فائدې باد راولېږى ، هيڅ شي يې نه دى پرې ايښي چي باد ورسېدلى وي مګر داسي يې کړى دئ لکه زوړ او لمرو خوړين کړى هډوکى.
کله چي عاديان هلاک سوه هود علیه السلام  ددغه سيمي څخه لږ ليري په حضرموت سيمه کي پاته ژوند وکړى او په همغه ځاى کي وفات سو. دهود علیه السلام  قبر دحضرموت سيمي په ختيځ لوري کي پروت دئ البته دغه قبر دتريم ښار څخه دوه منزله ليري دئ .
 دحضرت علي رضی الله عنه څخه روايت دئ چي هود علیه السلام  په حضر موت سيمه کي پر يوه سورنګه تپه باندي ښخ دئ او سرته يې دسمرة درخته ولاړه ده . دفلسطين خلګ بيا ګومان کوي چي هود علیه السلام  په فلسطين کي ښخ دئ مګر صحيح خبره هغه ده چي مخکي مو درته بيان کړه.
صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين
ماخذ: د نبوت او انبیاوو تاریخ د کتاب څخه په لنډیز

تاليف : محمد علي صابوني

ژباړن : مفتي عبدالهادي حماد


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب