کورنۍنکاح او اړوند چارې

د طلاق ډولونه

طلاق په څو ډوله دی؟

طلاق په دری ډوله دی  ۱- رجعی طلاق ۲- با ئِن  طلاق ۳ – مغلظه طلاق

۱- رجعی طلاق :

رجعی طلاق هغه طلاق  دی چه په هغه سره نکاح له منځه نه ځی  په رجعی طلاق کې که چيری طلاق ورکوونکی پښيمانه شي نو هغه دوباره د يوه خاصه وخته پوری بې له نويې نکاح څخه ښځه په خپل عقد کې ساتلی شي .

هرکله چه يوی ښځی ته په صريحوالفاضو کې رجعی طلاق ورکړشي اوبيا  دعدت ( دريوحيضو موده ) په دننه کې طلاق ورکوونکی ته پيښمانی پيداشی  نو هغه بيله نوی نکاح نه هم ښځه پخپل عقد کښې ساتلی شي اوبيرته رجعت ورته کولای شي که ښځه رضا وي او که نه .

دپاکی په وخت کې حکمت دادی چه دغه وخت د پخلاينی ،رجعت يا دطلاق له فيصلی څخه د په شاه کيدلو چانس ډير وي  ، نوځکه د حيض په موده کې طلاق ورکول حرام دی .

دعدت (دريو حيضو موده ) حکمت دادی  چه پر دغوورځوکې به خاوند پرخپله فيصله ښه غور وکړي  او ښځه به هم  دخپل خاونددرضا کيدو لپاره دحل لاری ولټوی ، بل داچه پدی موده کې د نکاح تقدس څرګنديږي ، داسې نه چه کوم څوک ښځی ته طلاق ورکړي نو هغه فوراً وځی او بل ميړه به کوي ،نوپدی سره به دنکاح اهميت له مينځه ولاړشي .

اليف ) دطلاق رجعی  ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟

ښځه به په دغه موده کې ذيات  کوښښ کوي  چه خراب شويو  تعلقات  کې ټينګښت  راولی  ددی له وجی فقهاؤ ليکلی  چه ښځی لره مستحب  دي چه خپل ځان ښه سينګار کړي  او هم پدی دوران کې به د خاوند په کور کې اوسيږی  ، اوداسې طرزالعمل  اختيارول پکار دي چه خاوند دوباره خپل ځان ته مايل کړي .

ب ) په طلاق رجعی کې خاوند لپاره څه کول پکار دی ؟

رجعی طلاق ورکوونکی به په بار بار په خپله فيصله  له سره ښه غور او فکر کوي  چه پدی عمل يعنی طلاق سره خپله زړه خپلوی  په کامله ټوګه له منځه وړل  او د خلکو نفرت ته د ځان ورکول څه وړه خبره نده .

خوکه بيا هم پر خپله فيصله کلک ولاړ ؤ ، او ښځه د اصلاح او ګزه ران وړ نه وه او نور نه غواړی دا خپلوی ټنګه کړی ، نو بيا دده طرزالعمل  دښځی سره داسې کول پکار دی لکه د يوی پردی ښځی سره  دا خو د عدت په دننه کې دی کله چه عدت تيرشی  نو ښځه به د خاوند کور پريږدي او وځی به .

۲- با ئن طلاق يا رجعی څه وخت با ئن ګرځی :

بائِن طلاق هغه طلاق دی چه نکاح ورباندی ماتيږي ښځه د نوی نکاح په کولو دوباره له سره نکاح کيږي .

که د يوه يا دؤ صريحه طلاقو ورکولو نه پس يی په ټول عدت کې هغه ته رجوع ونکړه – نو اوس دعدت يعنی دريو حيضو د مودی تيريدو نه پس که چری ښځی ته يې يو طلاق ورکړی وی نو يو طلاق باين به پريوځی او که دوه طلاق يې ورکړی وي نو دوه باين به پريوځې .

اوس که دی بيا په خپل عقد د  نکاح کی راوستل غواړی نو دوباره به نکاح کوي په نکاح کی د دواړو رضا شرط ده.

۳- طلاق مغلظه :

که چيری سړی د يوه يا دوه طلاقو پر ځای دری طلاقه ورکړی وي، نو اوس نه خو رجعت کولی شي او نه نوی نکاح نو اوس يوه لاره شته چه هغه حلاله ده او بس .

په يو ځل دری طلاق ورکول سخته ګناه ده .

دباين او مغلظه طلاقی ښځی لپاره څه کول پکار دی ؟

کومی ښځی ته چه طلاق باين يا مغلظه ورکړ شوی وی  هغه به له خاوند څخه هر ډول تعلقات پری کوي او ديوه بيګانه سړی په څير به ورڅخه پرده کوي .

عدت به د خاوند په کور کې تيروي او نفقه په خاوند لازمه ده ځان به هم نه سينګاروي .

بيا کتنه : مولوی عبدالقدوس مظهری

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close