د صلیب عقیده او د صلیب د زوړندولو حکم

صیلب د عیسایانو مذهبي نښه ده اودوی یې دمقدس ګڼلو سره په دې عقیده دي چې حضرت عیسی علیه السلام دلرګیو په ذریعه په دار زوړند شوی دی .

خود صلیب نښان ترڅلورمي عیسوي پېړۍ پوري اجتماعي اهمیت نه لاره ، له دې ورسته د وخت په تېرېدو د دې اهمیت په عیسایانو کې رامنځ ته شو .
د اوسني دور نصاری په دې عقیده دي چې دحضرت عیسی علیه السلام په دار له ځوړندېدلو انکار کول کفر دی اوڅوک چې په دې اړه شک وکړي هغه هم کافر دي .
داپه داسي حال کې چې دحضرت عیسی علیه السلام په دارکېدل او د ده مرګ خپله په نصاری وو کې هم اتفاقي مسئله نه وه بلکې په دوی کې ګڼ شمېر ډلي له دې عقیدې منکري وي او دا یې دحضرت عیسی علیه السلام دهغه مرتبې سره چې الله پاک ورکړې ده، مناسب نه ګڼله .
اوپه اسلام کې دصلیب دعقیدې ساتلوحکم حضرت مولانامفتي رشید احمدلدهیانوي رحمه الله داسي لیکلی دی : چې دحضرت عیسی علیه السلام دشهادت عقیده لرونکی له اسلام څخه خارج اوپرته له شکه کافردی (احسن الفتاوی صفحه :۴۷ جلد:۱)

او دصلیب دزوړندولو په هکله مولانا خالدسیف الله رحماني داسي حکم لیکلي دي : چې صلیب دعیسایانو مذهبي شعاردی، له دې امله کوم مسلمان که صلیب په غاړه کړي اویاپه خپل کور صلیب زوړند کړي، نو دادکفر باعث اوسبب دی .نومحترموپه حکم کې یې علماء کرامو دومره سخت وعیدات لیکلي دي. نوکه کوم مسلمان د صلیب عقیده ولري دهغه په کفر کې هیڅ شک اوشبه نشته . زموږ هغه نا خبره ملګري دي خپل ځانونه خبر کړي په دې خبره باند ي چې دصلیب عقیده ساتل دومره سخت قبیح او بد عمل د ی چې انسان کفرته رسوي . نومقصد داچې کوم مسلمانان پکښې مبتلاوي الله دي دوي د دې باطلي عقیدې څخه دحق لور ته وګرځوي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب