د صفراوي کڅوړي امبریولوژي، اناتومي او کبدی قناتونه

۱-۲ د صفراوی کڅوړی امبریولوژی

د ځیګر لمړنی جوړیدنه، خارج الکبدی قناتونه، صفراوی کڅوړه او د پانقراص وینترال برخه د داخل الرحمی ژوند په پنځمه اونی کی کوم وخت چی جنین ۵ ملی متره لویوالی ولری جوړیږی دا د اندودرم ضخیمی هغی برخی کی چی فورګټ د کودل برخه د میډګټ سره نښلوی جوړیږی چی علوی او سفلی فورګټ څخه په وینترل میزوګستریم کی کبدی دایورتیکولم نشونما کوی چی کرانیل سکولیشنی یی قداما سیپتم میزوګشتریم ته مهاجرت کوی کوم چی د بطن جوف د صدری جوف څخه جلا کوی او د اندودورم سفالیک بډ کلکه کتله یی د ځیګر ښیی او چپ لوبونه جوړوی او چی کله د امبریو اوږدوالی د ۵ میلی متره په اندازه شی نو د کودل هیپاتیک بډ کودل برخه صفراوی کڅوړه او سیستیک قنات او خارج الکبدی قناتونه جوړوی چی مشترک صفراوی قنات د اثناعشر د قدامی برخی سره نښلی او د پانقراص د قنات سره ډیر صمیمی ارتباط جوړوی نو کله چی په جنینی ژوند کی اثناعشر تدور کوی نو د پانقراص او د خارج الکبدی قناتونو پروکسیمل برخی هم تدور کوی او مشترک صفراوی قنات او د اثناعشر خلفی وجی خواته ځی دا تدور هغه مهال تر سره کیږی چی جنین د اوو اونیو او ۷ ملی متره ته ورسیږی کله چی د هیپاتک د ایورتکولم د فورګټ څخه جوړ شی نو د یوی ساقی په ډول اوږد شی نو کولیدوکوس جوړوی نو یوه وحشی جوانه ورکوی چی دا جوانه متوسع کیږی او صفراوی کڅوړه او سیستک قنات جوړوی د کبدی قناتونو امبریونیک بیا ډیری شعبی ورکوی او د ځیګر سره د خپلو کانالی کولای پواسطه یو ځای کیږی او د معمول پشان امبریونیک توبولری جوړښتونه جوړوی خو کله چی هایپر پلازیا وکړی نو ددی قناتی سیستم لمینا مختل کوی خو نورمال ډول یی په تعقیب سره مینځته راځی او صفراوی قنات کی د صفرا جریان پیل کیږی په مقدم جنینی ژوند کی صفراوی کڅوړه په بشپړ ډول په ځیګر کی وی او کله چی ۱۲ ملی مترو ته ورسیږی نو صفراوی کڅوړه او قناتونه خپل نورمال موقعیت ته راځی او د مشترک صفراوی قنات په نهایی برخه کی له سره د اوډی معصره د عضلی برخه د میزانشیم څخه جوړیږی البته د اثناعشر د عضلاتو د جوړیدو څخه پنځه اوونی وروسته جوړیږی.

hhh

۲-۲ صفراوی کڅوړی جراحی اناتومی:

صفراوی کڅوړه د ناک په څیر جوړښت لری او د ځیګر د ښیی لوب تر سفلی وجهی لاندی په یوه فوسا کی چی د منضم نسج او اوعیو په واسطه تثبیت شوی او د ښیی، چپ او یا د کوادرات کبدی لوبونه (۳-۱) او یا هم د ۴ او۵ کبدی سیګمنتونو څخه لاندی موقعیت نیسی د صفرا کڅوړه ځینی مهال په بشپړ ډول د پریتوان پواسطه پوښل شوی او ځینی مهال د خپلی میزو په امتداد چی همدا جوړښت یی د کڅوړی تدور ته زمینه مساعدوی خو په نادرو واقعاتو کی د ځیګر په پرانشیم نسج کی پټ وی داخل الکبدی صفراوی کڅوړه ورته وایی چی حتی د ځیګر د نسج د قطع کولو څخه وروسته کولای شو چی کیسی ته ځان ورسوو د صفراوی کڅوړی فوندوس او سفلی وجهه د پریتوان پواسطه سطر شوی چی د همدی ځای څخه په ځیګر باندی منعکس کیږی صفراوی کڅوړه ۱۲-۷.۵ سانتی متره اوږدوالی او تقریبا په متوسط ډول ۵۰-۳۵ میلی لیتره حجم ظرفیت لری او که قنات کی یی انسداد مینځته راشی نو کیدای شی چی تر ۳۰۰ میلی لیتره پوری ورسیږی.

صفراوی کڅوړه د څلورو برخو څخه جوړه شوی چی عبارت دی له فوندوس، جسم، انفاندیبولم او عنق څخه چی فوندوس د ځیګر د قدامی څنډی او اثناعشر او یا هم د مستعرض کولون څخه شروع کیږی او ۲-۱ سانتی متره د کبدی څنډی څخه ښکته وی او د بطن د قدامی جدار د ښیی طرف مستقیمه عضلی وحشی سرحد سره په ارتباط کی وی که د صفرا کڅوړی جوړښت دندانه دار ډول سره وی نو دا یوه انامولی د چی دی ته PHRYGIAN CAP وایی جسم یی د فوندوس څخه شروع او په عنق (غاړه) باندی ختمیږی مخاطی غشایی د لوړو او ژورو (Mucosal folds) لرونکی ده چی د عضلاتو په مینځ کی او ژوری برخی جوړوی چی د crypts of luschka په نوم یادیږی.

سیستیک قنات:- ۳-۱ میلی متره قطر لری چی ځینی وختونه سره توپیر لری د دی قنات مخاطی غشا د spiral folds لرونکی ده چی د وال په ډول کار کوی او valves of hiester  په نوم یادیږی او جدار یی د معصروی جوړښت پواسطه احاطه شوی چی د lutkine sphincter په نوم یادیږی کله چی په فوق الاثناعشری ناحیی کی سیستیک قنات د مشترک کبدی قنات سره یو ځای کیږی نو ۸۰٪ واقعاتو کی کیدای شی چی خلف اثناعشری او یا هم د پانقراص شاته امتداد پیدا کړی تر څو د مشترک صفراوی قنات سره یو ځای شی او ځینی وختونه سیستیک قنات د ښی کبدی قنات سره یو ځای کیږی.سس

کبدی قناتونه:-

ځیګر څخه منشه اخلی او معمولا ۲،۵-۲ سانتی متره طول لری او ښکته سره یو ځای کیږی او مشترک کبدی قنات جوړوی.

مشترک کبدی قنات:- معمولا د ۲،۵ سانتی څخه لږ اوږدوالی لری او ښیی او ګیڼ کبدی قناتونو د یو ځای کیدو څخه مینځته راځی.

مشترک صفراوی قنات:- دا قنات ۷،۵سانتی متره اوږدوالی لری او د سیستیک او مشترک کبدی قنات د یو ځای کیدو جوړیږی او څلور مهمی برخی لری.

آ  –  supra duodenal  برخه:- ۲،۵ سانتی متره اوږد او د صغیر ثرب په ازاده څنډه کی ښکته سیر کوی.سسسسس

ب – Retrodudenal برخه.

ج –  Infra duodenal برخه:- په یو کانال (groove) کی موقعیت لری او ځینی وختونه په تونل کی د پانقراص په خلف کی تیریږی.

د – Intra duodenal برخه:- په مایل ډول راځی او د اثناعشر په دوهمه قطعه کی چی د oddi معصری سره یو ځای په papilla of vater کی ختمیږی.

د صفراوی کڅوړی اروا:

صفراوی کڅوړه د ښی کبدی شریان یوی شعبی پواسطه چی سیستیک شریان نومیږی اروا کیږی چی د مشترک کبدی قنات شاته موقعیت نیسی خو ځینی مهال یو اضافی شریان موجود وی چی ګشتروډینل شریان څخه راځی اوځینی وختونه ۱۵٪ د ښی کبدی شریان څخه سرچینه اخلی او سیستیک قنات په قدام کی سیر کوی او غیر منظم جوړښت مینځته راوړی چی د caterpillar turn او یا هم د moynihan’s hump په نوم یادیږی چی دغه تغیرات د کولیسیستیکتومی په مهال ډیری ستونزی مینځته راوړی په ځانګړی ډول که چیری په ناحیه کی  التهاب موجود وی او سیتیک قنات یی هم په برکی نیولی وی

د صفراوی کڅوړی لمفاتیک تخلیه:

د صفراوی کڅوړی تحت المصلی او تحت المخاطی لمفاتیکه تخلیه سیستیک لمفماوی عقداتو کی چی د lund او sentinel lymphnodes په نوم یادیږی سرته رسیږی چی د سیستیک او مشترک کبدی قناتونو د اتصال په نقطه کی موقعیت لری چی ددی لمفاوی عقداتو افرینت او عیی د ځیګر ثری او ددی ځای څخه celiac لمفاوی عقداتو ته تخلیه کیږی او د تحت المصلی لمفاوی او عیی هم د ځیګر فوق الکپسولی لمفاوی چینل ته ځی همدا علت دی چی د صفراوی کڅوړی تومورونه ځیګر ته انتشار کوی.

[irp][irp][irp]

د صفراوی کڅوړی فزیولوژی:

لکه څرنګه چی صفرا د ځیګر پواسطه جوړیږی نو د کبدی صفراوی قناتونو په زریعه مشترک کبدی قنات او مشترک صفراوی قنات ته چی خپل محتوی اثناعشر ته تخلیه کوی چی په همدی ناحیه کی د oddi معصری د تقلص له وجی صفرا دوباره په صفراوی کڅوړی کی زیرمه کیږی او غظت یی لوړیږی او په نوبتی ډول په خپل سر تقلصاتو او یا هم د کولیسیستوکینین هورمون د افراز په نتیجه کی د غذا د خوړلو څخه وروسته افرازیږی تقلص کوی او د oddi معصری د استرخا سبب ګرځی تر څو صفرا ته زمینه مساعده شی چی اثناعشر ته جریان پیداکړی.

صفرا د ۹۷٪ اوبو ۲٪-۱ صفراوی مالګی او ۱٪ صباغ، کولسترول او شحمی اسیدونو څخه جوړه شوی ده چی تقریبا ۴۰ میلی لیتره په یو ساعت کی د ځیګر پواسطه افرازیږی د صفراوی کڅوړی عمده دندی په لاندی ډول دی.

ا – د صفرا زیرمه کول:- د ولږی په حالت کی د oddi معصری د مقاومت لوړوالی او د ځیګر څخه چی کومه صفرا راځی نو په صفراوی کڅوړه کی زیرمه کیږی چی کله غذایی مواد وخوړل شی نو د اثناعشر څخه د کولیسیستوکینین هورمون د افراز په نتیجه کی صفراوی کڅوړه تقلص کوی او د oddi معصره استرخا کوی چی ددی په نتیجه کی صفرا اثناعشر ته خپل محتوی تخلیه کوی.

ب – په صفراوی کڅوړه کی د صفرا د منحله اوبو اوبای کاربونات او سودیم جزب دی چی د مخاطی غشا د لاری سرته رسیږی کله چی صفرا کڅوړی ته ننوځی نو غلظت یی ۹-۵ ځلی نور هم ډیریږی او د صفراوی مالګو، صباغاتو، کولسترول او کلسیم اندازه یی نوره هم ډیریږی.

ج – د مخاط افراز کول:- په یو سالم کاهل کی صفراوی کڅوړه په ۲۴ ساعتونو کی ۲۰ ملی لیتره مخاط تولیدوی نو کله چی سیستیک قنات په بشپړ ډول وتړل شی نو ددی دندی د زیاتیدو له وجی د صفراوی کڅوړی موکوسل مینځته راځی.

د نورمالی صفرا جوړښت:۴

صفرا د ځیګر څخه افراز شوی محلول دی چی په اساسی ډول د اوبو، الکترلایتونو، او عضوی موادو څخه جوړشوی دی چی دا  جوړښت د پلازما سره ایزوتونیک دی او فزیولوژیکو دندو لپاره ضروری دی چی عبارت دی د کولسترول د منحل کولو او هضمی وظایفو څخه، صفراوی مالګی، کولسترول او فاسفولیپیدونه هغه اساسی منحله مواد دی چی تقریبا ۸۰٪ د صفراوی وزن تشکیلوی نو تعریف له مخی صفراوی تیزابونه په ځیګر کی د کولسترول څخه جوړیږی په انسانانو کی شینودیوکسی کولیک او کولیک اسید چی دا لمړنی اسیدونه دی چی د تاورین او ګلایسین سره یو ځای (conjugate) کیږی نو ځکه په زیاته اندازه لمړی کولسترول په ځیګر کی جوړیږی لیسیتین هغه لمړنی ماده چی فاسفولیپیدونه جوړوی او د انسان په صفرا کی تقریبا ۸۰٪ موجود وی.

[irp][irp][irp]

د صفراوی کڅوړی او د صفراوی لارو ډبری:

۱

د لمړی ځل لپاره ۱۵۰۰ کاله پخوا د صفراوی ډبرو د موجودیت راپور ورکړل شوی او سلونه کالو راپدیخوا اوس هم ناروغان ددی ستونزی څخه شاکی دی   تشخیص او درملنه یی تر سره کیږی خو په منځنیو کلونو کی کوم مهال چی alchemist  د صفراوی تیږو د سیر په هکله معلومات لاسته راوړل نو ناروغانو ته به یی توصیه کوله چی د مګنیزیوم لرونکو اوبو کی ځان پریمنځی تر څو اعراض یی ښه شی نو ځکه اوس موږ پوهیږو چی دا ماده د صفراوی کڅوړی د تقلص او تخلیه کیدو سبب ګرځی نو تر ۱۸۸۲ میلادی پیړی پوری لږ څه نور پرمختګ هم مینځته راغی او په ۱۸۸۲ م کال کی جرمنی عالم چی cale langenbach نومیده لمړنی خلاصه کولیسیستیکتمومی یی ترسره کړه چی تر ۱۹۰۰م کال پوری دی کار د صفراوی تیږو په درملنی کی لږ څه پرمختګ مینځته راوړی چی ددی کلینکی پرمختګ په اساس موږ ته هم علم کی لږ څه زیاتوالی راغی تر څو د صفراوی تیږو د جوړیدو په پتوجنیزس پوه شو چی پدی دوران کی داکترانو او ساینس پوهانو دا وپتیله چی په صفرا کی د کولسترول د غلظت زیاتوالی او کبدی صفرا کی د شحمو موجودیت مختل کیدل او د کولسترولی تیږو جوړیدلو لپاره زمینه مساعدوی او په نژدی کلونو کی د صفراوی تیږو په پتوجنیزس کی د صفراوی کڅوړی وظیفوی مختل کیدل او په هغه میکانیزم چی د صفرا په جوړښت کی په څه ډول بدلون او د تیږو د جوړیدو هسته څنګه مینځته راځی ډیر ټینګار کیږی.

د صفراوی تیږو ناروغی اوس په نړیواله کچه یوه ډیره لویه ستونزه جوړه شوی او د صفراوی تیږو د مینځته راتګ وقوعات په نړی کی په مختلفو اندازو ده د یوی پیړی راپدی خوا د صفراوی تیږو د درملنی په منظور کولیسیستیکتومی یو ستندرده درملنه ګڼل کیږی خو په ۱۹۸۲م کال کی د یو عصری تخنیکی بدلون په مینځته راتګ سره د صفراوی تیږو په درملنه کی غیر عملیاتی طریقی مینځته راغلی لکه د خولی د لاری د طبی درملو پواسطه د تیږو منحل کول او د هغه تخنیک په اساس چی په تماسی ډول تیږه له منیځه وړی لکه بیلیری لیتوترپسی چی دی تخنیک د څو کلونو راهیسی په نړی کی ډیر شهرت پیدا کړی او وروستنیو پر مختګونو دا میتود د یو ثانوی میتود په ډول پریښودلی دی.

د صفراوی تیږو ناروغیوی درملنی پدی وروستیو کلونو کی ډیر بدلون کړی او د لاپراسکوپیک کولیسیستکتومی او نورو اړونده مداخلو ډیر بدلون مینځته راوړی دی نوی تیکنالوژی پرمختګ وکړ او په دی پیړی کی یی د صفراوی تیږو په جراحی درملنه کی ډیر پلی کیږی او بر خلاف یی یوه لویه ستونزه یی هم مینځته راوړی خو بیا هم د صفراوی تیږو او د صفراوی کڅوړی حاد التهاب کی ورته ډیره ترجیح ورکول کیږی خو سره لدی دغه تکنالوژی ته وسعت ورکړل شوی او نور ستونزمنی ناروغی لکه د مشترک صفراوی قناتونو تیږو په عملیاتونو کی هم تری کار اخیستل کیږی.

۳

۲-۵ د صفراوی ډبرو تصنیف:

د صفراوی کڅوړی تیږی کیدای شی یوه او یا هم ډیری وی کوچنی او یا هم لوی وی او یا هم کیدای شی چی د رنګ، اندازی، شکل او جوړښت له مخی سره توپیر وکړی، همدارنګه د تیږی جوړښت د جغرافیایی موقعیت او شکل له نظره هم سره توپیر کوی او همدارنګه په ټولو ناروغانو کی هم په یو شان تیږی موجودی نه وی خو په اساسی ډول دری ډوله صفراوی تیږی موجودی دی چی:

ا – کولسترولی تیږی

ب – صباغی تیږی

ج – میکس (mixed) تیږی

د امریکا د متحده ایالاتو او اکثرو لویدیځو هیوادونو کی ۱۰٪ تیږی د کولسترول د نوعی ۱۵٪ یی صباغی تیږی ۷۵٪ میکس تیږی په ناروغانو کی موجودی وی کولسترولی تیږی ۹۹٪-۵۱ د خالص کولسترول او صباغ نه جوړی دی او پکی د کلسیم مالګی صفراوی مالګی صباغونه او فاسفولیپیدونه او ډیرو اسیایی هیوادونو کی ناروغانو صباغی تیږی موجودی وی ۸۰٪ تشکیلوی او همدارنګه صباغی تیږی بیا هم په دوه ډوله تصنیف شوی چی نصواری رنګه او توری تیږی دی (black or brown)  چی دغه توپیرونه د سبب د معلومولو له مخی ډیر د ارزښت وړدی تر څو د عملیات په برخه کی پری ښه تصمیم ونیول شی.

صفراوی تیږی کیدای شی چی په صفراوی کڅوړه کی او یا هم د ځیګر څخه دباندی صفراوی قناتونو کی مینځته راشی لویدیځی نړی هغه ناروغان چی په صفراوی کڅوړه کی تیږی لری ځینی وختونه په داخل الکبدی او خارج الکبدی صفراوی قناتونو کی هم تیږی منځته راځی چی د خارج الکبدی قناتونو تیږی په لمړنی او ثنوی تیږو ویشل شوی دی چی دا هم د موقعیت او منشی له مخی سره توپیر لری، ابتدایی تیږی خصوصا هغه تیږی چی په خارج الکبدی قناتونو کی مینځته راځی په عمومی ډول پستی، ښویه او yellowish tan رنګ وی دا تیږی معمولا د صفراوی قنات د جوړښت سره ځان سموی او زیاته اندازه د کولسترول لرونکی وی خو ثانوی تیږی (secondary retained stones) په صفراوی کڅوړه کی جوړیږی او د سیتک قنات او ځینی وختونه د صفراوی فیستول د لاری د امعاو لومن ته تیریږی دا تیږی د کیمیاوی ترکیب له نظره د هغه تیږو سره چی په صفراوی کڅوړه کی جوړیږی سره ورته دی او هغه تیږی چی داخل الکبدی موقعیت نیسی معمولا د مزمنو صفراوی انتاناتو له وجی چی د تضیق او رکودت مینځته راوړی.

۲-۶ وقعوعات:

د صفراوی ډبرو وقعوعات د نړی په کچه په مختلفو اندازو سره دی د امریکا په متحده ایالاتو کی تقریبا د نفوس ۱۰٪ خلک صفراوی تیږی لری.

ل

او هر کال یی ۸۰۰۰۰۰ نوی واقعات راجستر کیږی او د نړی په نور و برخو کی د صفراوی ډیرو ناروغی ډیری عامی ندی چی ددی له جملی نه ۳٪ واقعات یی په افریقایی هیوادونو کی د ارثی او غذایی تړاو له مخی اړیکی لری د صفراوی ډبرو ناروغی په لری ختیځ کی په واضح ډول یو صحی او ټولنیزه ستونزه مینځته راوړی او کیدای شی چی د نفوسی فکتورونو پوری اړه لری لکه باکتریا او پرازیتونه په برکی نیسی. خو سره لدی د کولسترول او میکس ډبرو وقوعات په امریکا کی ډیر دی صباغی ډبرو وقوعات هم مخ پر زیاتیدو دی خو د کلسیوم بیلیروبینات ډبری په لری ختیځ کی د کمیدو او د کلسترول ډبرو وقوعات په ډیریدو دی چی دغه میلان د غذایی ریژیم او محیطی فکتورونو کی د تغیر په اساس بدلیدلای شی. نور بیا…

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب