د صدقې ورکولو برکتونه

قرآن کریم او احادیثو کې د صدقې په اړه ډېر ترغیب راغلی چې انسان وخت ناوخت د معمول مطابق او د خپل وس او توان مطابق له خلکو سره باید مرسته وکړي  ــ که هغه په مال سره وي یا د خوراکي توکو لوښي وي یا د یوې ښې خبرې په کولو سره وي ــ  لدې کبله یوه ښه خبره کول هم صدقه ده ــ د صدقې په ذریعه غمونه او مصیبتونه لمنځه ځي او همدارنګه راتلونکې بلاګانې، ناروغۍ او ستونزې هم نه پېښیږي ــ همدا وجه ده چې له ناروغۍ او درملنې مخکې باید صدقه ورکړل شي چې د هغې له برکته شفا لاسته راځي ــ د صدقې له برکته انسان خوښ او خٌرم پاتې کیږي او د خلکو په منځکې ور ته د عزت او احترام په سترګو کتل کیږي له دې څخه وړاندې یو ګام د سخاوت ده چې صدقه کې خپله ګټه مطلوب وي او سخاوت کې د مستحقو د ګټې خیال ساتل کیږي ــ د صدقې او سخاوت په وړاندې کنجوسي یو ناوړه صفت ده ــ دب خیل کس زړه تل تنګ وي او دا یوه بداخلاقي هم ګڼل کیږي چې د الله تعالی په ورکړل شویو نعمتونو باندې له بخیلي څخه کار اخلي ــ او د نعمتونو حق نه ادا کوي ــ د نعمتونو اداکولو خلک داخپل ځان لپاره سعادت ګڼي او لدې څخه بریالیتوب ترلاسه کوي ــ

ترمذي کې له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضور صلی الله عنه ارشاد فرمایلی چې صدقه د الله تعالی غصه مړه کوي او د بدې مړینې څخه د نجات سبب ګرځي ــ (ترمذي).

[irp][irp][irp]

د والدينو د طرف نه تر صدقې ورکولو هغوی ته دعا کول غوره دي

هو ، دا رواه ده چې سړی د خپل وفات شوی مور يا پلار د طرف نه  صدقه ورکړي  ،او د صدقې ثواب په چا پسې چې شوی وی رسيږي , دليل دا دی چه په صحيح بخاري کې روايت دی چې

يو سړی پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويی ويل :

« إِنَّ أُمِّي افْتُلِتَتْ نَفْسُهَا – أی ماتت بغتة- وَأُرَاهَا لَوْ تَكَلَّمَتْ تَصَدَّقَتْ، أَفَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ »[۱]

مور مې ناچاپه وفات شو زما په نظر که د خبر و کولو فرصت يې پيدا کړی وای نو صدقه يې ادا کوله ، ايا کولای شم د هغه له طرفه صدقه ورکړم ؟ پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو .

همدارنګه  پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  سعد بن عباده رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُا ته اجازه وکړه تر څو د خرما باغ د مور د وفات وروسته د هغه د پاره صدقه کړي .[۲]

مګر بايد په دې پوه شو چې د انسان د پاره غوره داده چې په خپل مور او پلار پسې دعا وکړي او د نيکو اعمال ثواب ورته وبخښﺉ ځکه هغه څه چې د خيرالقرون علماؤ تر سره کړي دي همدا ؤ .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[۲]

کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي.

[۱] بخاری ۱۳۸۸،۲۷۶۰، او مسلم ۱۰۰۴

[۲] بخاری ۲۷۶۲

[۳] مسلم  ۱۶۳۱

پخپله بی بی او اولاد باندې خرچ کول تر ټولو غوره صدقه ده

عن ثوبان. قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ” أفضل دينار ينفقه الرجل. دينار ينفقه على عياله. ودينار ينفقه الرجل على دابته في سبيل الله. ودينار ينفقه على أصحابه في سبيل الله “. قال أبو قلابة: وبدأ بالعيال. ثم قال أبو قلابة: وأي رجل أعظم أجرا من رجل ينفق على عيال صغار. يعفهم، أوينفعهم الله به، ويغنيهم (المسلم ۹۹۴ ) .

ژباړه : ثوبان رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د يو چا د انفاق او خرچ کولو غوره دينار هغه دی چې پخپل عيال يې خرچ کړي ، بیا هغه دينار (غوره دی ) چې د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره ساتل شوي څاروي باندې خرچ شي او بيا هغه دينار چې پخپلو مجاهدو ملګرو خرچ شي .

[irp][irp]

ابو قلابه ( چې د راويانو څخه دی ) وايي : آنحضرت صلی الله عليه وسلم د خپل عيال ( ښځې او بچيانو ) څخه پيل کړل .

ابوقلابه زياتوي : د چا اجر او ثواب به د هغه چا څخه زيات وي چې پخپلو وړو بچيانو انفاق کوي او همدارنګه هغوی پاکدامنه تربيه کړي تر څو الله تعالی د هغوی په وسيله ( خپلو والدينو ) ته نفع ورسوي او بې نيازه يې وګرځوي .

عن أبي هريرة ؛ قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:

 “دينار أنفقته في سبيل الله. ودينار أنفقته في رقبة. ودينار تصدقت به على مسكين. ودينار أنفقته على أهلك. أعظمها أجرا للذي أنفقته على أهلك”( المسلم ۹۹۵ ) .

ژباړه : د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : يو هغه دينار دی چې څوک يې د الله تعالی په لار کې خرچ کړي او بل هغه دينار دی چې څوک يې د غلام په خلاصولو کې خرچ کړي او بل هغه دينار دي چې څوک په مسکين باندې خرچ کړي او بل هغه دينار دی چې څوک يې پخپل اهل عيال باندې خرچ کړي په دې ټولو کې زيات اجر د هغه دی کوم چې د خپل اهل عيال د پاره خرچ شوی وي .

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم مونږ ته تر ټولو غوره صدقه کول داسې را پيږني :

عَنْ أَبُي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه  قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَيُّ الصَّدَقَةِ أَعْظَمُ أَجْرًا؟ قَالَ: «أَنْ تَصَدَّقَ وَأَنْتَ صَحِيحٌ شَحِيحٌ، تَخْشَى الْفَقْرَ وَتَأْمُلُ الْغِنَى، وَلا تُمْهِلُ حَتَّى إِذَا بَلَغَتِ الْحُلْقُومَ، قُلْتَ: لِفُلانٍ كَذَا، وَلِفُلانٍ كَذَا، وَقَدْ كَانَ لِفُلانٍ». (بخارى: 1419)

ژباړه : ابو هريره رضی الله عنه وايي : يو سړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او پوښتنه يې وکړه : ای رسول الله ! کومه صدقه ډير اجر او ثواب لري ؟ ويې فرمايل : «هغه صدقه چې هغه مو د روغتيا او تندرستۍ په وخت کې او هغه وخت چې د مال د جمع کولو په کوښښ کې وﺉ او له فقر څخه ويره لرﺉ او د بډايتوب (مالدارۍ ) هيله ولرﺉ ، ورکړې ، نه دا چې منتظر پاتې شي تر څو د مرګ شيبې را ورسيږي نو بيا هغه وخت (صدقه ورکوﺉ ) او وايي فلاني ته دومره ورکړه او فلاني ته هومره ورکړه ،حال دا چې هغه وخت د د ه مال خود په خود پر بل پورې اړه لرې .

ګرانو مسلمانانو ورونو او خوندو !

د صدقې ورکولو اصلی وخت همدا اوس دی ځکه همدا اوس د صحت او تندرستی لرونکي او د فقر د نجات په مقصد د مال ګټلو په لټه کې يو .

يو فرضي صدقات دي لکه زکات چې د نصاب په څښتن باندې په کال کې يو ځل به د خپل مال څلويښتمه برخه په مستحقو کسانو ويشی .

بغير د زکات او صدقه فطر نور ثوابي صدقات دي چې ډير اجر او برکت لري ، که څوک غواړي الله تعالی ده ته ډير مال ورکړي نو هغه دې پر نورو بې وسه کسانو خرڅ کوي .

په دې اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : عَن اَبِی هُرَيرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ الله ِ صَلَّي الله ُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ   قَالَ اللهُ تَعَلی اَنفِق يَابنَ ا’دَمَ اُنفِق عَليكَ .

دحضرت ابوهريره  (رض ) نه روايت دي چه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايی چه هربنده ته د الله تعالی دا پيغام دی چه ای د آدم زويه ! ته زما په ضرورتمندو بنده ګانو خپله ګټه خرڅ کوه – زه به د خپلی خزانی نه تالره درکړم ( رواه بخاری او مسلم ) .

[irp][irp]

اوس که څوک د صدقې ورکولو مالي توان ونه لري!

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: جَاءَ الْفُقَرَاءُ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  فَقَالُوا: ذَهَبَ أَهْلُ الدُّثُورِ مِنَ الأَمْوَالِ بِالدَّرَجَاتِ الْعُلا وَالنَّعِيمِ الْمُقِيمِ، يُصَلُّونَ كَمَا نُصَلِّي، وَيَصُومُونَ كَمَا نَصُومُ، وَلَهُمْ فَضْلٌ مِنْ أَمْوَالٍ يَحُجُّونَ بِهَا وَيَعْتَمِرُونَ،وَيُجَاهِدُونَ وَيَتَصَدَّقُونَ. قَالَ: «أَلا أُحَدِّثُكُمْ إِنْ أَخَذْتُمْ بِهِ أَدْرَكْتُمْ مَنْ سَبَقَكُمْ، وَلَمْ يُدْرِكْكُمْ أَحَدٌ بَعْدَكُمْ، وَكُنْتُمْ خَيْرَ مَنْ أَنْتُمْ بَيْنَ ظَهْرَانَيْهِ، إِلاَّ مَنْ عَمِلَ مِثْلَهُ: تُسَبِّحُونَ وَتَحْمَدُونَ وَتُكَبِّرُونَ خَلْفَ كُلِّ صَلاةٍ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ».

قَالَ الراوي: فَاخْتَلَفْنَا بَيْنَنَا، فَقَالَ: بَعْضُنَا نُسَبِّحُ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ، وَنَحْمَدُ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ، وَنُكَبِّرُ أَرْبَعًا وَثَلاثِينَ، فَرَجَعْتُ إِلَيْهِ، فَقَالَ: تَقُولُ: «سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَاللَّهُ أَكْبَرُ، حَتَّى يَكُونَ مِنْهُنَّ كُلِّهِنَّ ثَلاثًا وَثَلاثِينَ». (بخارى:843)

ژباړه : ابو هريرة رضی الله عنه وايي : څه فقيران رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلل او عرض يې وکړ: شتمن او مالدارو خلکو د مادي اسودګۍ علاوه د جنت لوړې درجې هم خپلې کړې دي ځکه زمونږ په شان لمونځ کوي ،روژه نيسي او د ثروت او مال په فضل حج او عمره ادا کوي ،جهاد کوي او صدقه ورکوي (خو دا کارونه زمونږ په توان کې نشته ) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : (ايا تاسې ته داسې عمل ونه ښيم چې که هغه عمل تر سره کړی کومو کسانو چې له تاسې څخه وړاندې شوي د هغه مقام تر لاسه کړي ،  او غوره خلک چې له تاسې سره دي له هغوی نه شی او بغير له هغو خلکو چې ستاسې په شان عمل تر سره کوي نور خلک به ستاسې درجې ته ونشي رسيدلای ؟ دا عمل دا دی : د هر فرض لمانځه نه وروسته 33ځله سبحان الله  33 ځله الحمدلله او  33 ځله الله اکبر و وايی .

راوی وايي : وروسته د دغه تسبيحاتو د شمير په باره د مونږ صحابه په مينځ کې د نظر اختلاف راغی بعضو به ويل چې سبحان الله او الحمدلله 33  33 ځله او الله اکبر 34 ځله وويل شي ، ابو هريرة وايي : په دې باره کې مې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته رجوع وکړه ، ويې فرمايل : هر يو 33 ځله وايی .

د دنیا او آخرت له مصیبتونو څخه د نجات لپاره صدقه ورکول ستر اکسیر یا درملنه ده ــ له حدیث څخه معلومه شوه چې صدقه د الله تعالی غصه سړه کوي ــ  یعنې د ګناهونو له وجهې کوم چې دنیا او آخرت لپاره د مصیبت او بربادي توښه یې ترسره کړې وه، کله چې صدقه ورکړي نو له دغو مصیبتونو او بربادیو څخه د ده د نجات او خلاصون سبب ګرځي ــ صدقه دګناهو کفاره جوړیږي ــ لهذا په ګناه باندې نه نیول کیږي او د الله تعالی نارضایتي لمنځه ځي ــ هغه وینا چې صدقه ورکول د ناوړه مړینې څخه د نجات سبب دی ــ ددې مطلب دا ده چې د صدقې ورکولو والا مسلمان د مرګ پر وخت د ده حالت به خراب نه وي ــ  یعنې د الله تعالی په ذکر سره غفلت نه پاتې کیږي او له خولې څخه ناوړه ټکي نه وځي او له بدې خاتمې څخه هم حفاظت کیږي …. بهرحال صدقه باید له حلال مال څخه ورکړل شي ځکه په حرامو صدقه نه کیږي.

استاد المهندس نورالله خان احمدزی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب