د صحرا زمری: عمر مختار
زوکړه او زده کړه:
عمر مختار په ۱۸۶۲م کال کې د ليبيا په ختيځ کې پرتې، دفنة نومي سيمې په جنزور کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. په کوچني توب کې د پلار له سيوري بې برخې شو او د يتيم ماشوم په توګه رالوی شو.
لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي، جنزور، کې وکړې او بيا جغبوب نومي سيمې ته لاړ او هلته يې د نورو علماوو تر څنګ د سنوسي اصلاحي حرکت له مخکښ امام سيد المهدي السنوسی څخه زده کړې وکړې. په دې اتو کلونو کې يې عربي ژبه، شرعي علوم ولوستل او قران مجيد يې حفظ کړ، مګر څرنګه يې چې غوښتل، هغه ډول يې تعليم بشپړ نه شو کړی.
استاذ سيد مهدي سنوسي د ده له نجابت او د عقل له پوخوالي اغيزمن شو، همدا لامل وو چې د علماوو، قومي مشرانو او نورو مخورو په مجلسونو کې به يې نوم د هر چا په ژبه ياديده. سيد المهدي به د ده په هکله ويل: ((که مونږ سره د عمر المختار په څير لس کسان وي، زمونږ له پاره بس دي)).
د کايناتو خالق پرې داسې زيږ بدوي غږ، خوږه ژبه، ساحرانه جاذبيت او په خطاب کې د اغيزناکو کلماتو د غوراوي وړتيا پيرزو کړې وه چې د اوريدونکو زړونه به يې تسخيرول.
جهاد او مبارزه:
عمر المختار د مجاهدينو په صفونو کې د لويديځ سودان په سيمو کې په ليبي-فرانسوي جګړې کې وجنګيد. نوموړي د جهاد تر څنګ د اسلام د لارې د بلونکي په توګه هم خپل مسؤليت تر سره کړ.
کله چې صليبي ايټالويانو د ۱۹۱۱م کال د سپتمبر په ۲۹مه د عثماني خلافت پر ضد، چې هغه مهال يې ليبيا هم يوه برخه وه، جنګ اعلان کړ، عمر مختار د جهاد او مقاومت د صفونو په تنظيمولو پيل وکړ، او د صليبي غليم پر وړاندې يې سينه ډال کړه. ايټالويانو ته يې په ډيرو جنګونو کې د سر او مال درانه تاوانونه واړول.
عمر مختار او نورو سرښندونکو مجاهدينو په کلونو، کلونو خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه، تر دې چې د ايټاليې فاشيست موسوليني يې د جګړې پر کړنلارې بياکتنې ته اړ کړ. عمر مختار ته يې د خبرو اترو وړانديز وکړ. هغه هم د نورې ويجاړتيا و او ويراني د مخنيوي په خاطر وړانديز ومانه او د ۱۹۲۹م کال د اپريل په ۲۰مه يې ور سره خبرې اترې پيل کړې. کله چې عمر مختار په دې وپوهيد چې په پايله کې ترې غليم د مال او چوکۍ د ژمنو په بدل کې د هيواد پريښودل، جهاد ته د پای ټکی کيښودل او تسليميدل غواړي، د غليم ټول وړانديزونه يې رد کړل او د يوه شريف او ستر مجاهد اتل په توګه يې د بري يا شهادت تر ورځې د جهاد ادامه غوره کړه.
عمر مختار چې کله د غليم پر چل او درغلۍ پوه شو، د ۱۹۲۹م کال د اکتوبر په ۲۰مه يې د هيواد بچيان مخاطب کړل او ترې ويې غوښتل چې د يرغلګرو د لوبو په وړاندې ويښ واوسي.
زمری د غليم په ولکه کې:
د ۱۹۳۰م په اکتوبر کې په (سانية) جګړې کې د دغه اتل عينکې وغورځيدې او چې کله ايټالوي عسکرو ته په لاس ورغلې، هغوی خپل مشرتابه ته يوړې. کله چې ګراتسياني وليدې، ويې ويل: اوس يې عينکې په لاس راغلې، يوه ورځ به يې سر په لاس راشي!
د ۱۹۳۱م کال د سپتمبر په يوولسمه نيټه عمر مختار (سلنطة) نومي ځای کې له خپلو شهسوارانو سره څار کاوو چې د ايټالوي دُښمن سترګې پرې ولګيدې. له خوا او شا يې محاصره کړ. عمر مختار د محاصرې د ماتولو او ځان ايستلو هڅه وکړه، تر وسه، وسه وجنګيد، مګر کله يې چې اس د غليم پر ګوليو ولګيد، د اس له غورځيدو سره دا نوميالی مجاهد هم پرېووت، او لاس يې داسې ټپي شو چې نه يې پرې ټوپک چلولی شو، او نه يې له ځانه دفاع کولی شوه. تر دې چې صليبي دُښمن ته په لاس ورغی او هغوی ژر تر ژره د بنغازي لوی محبس ته وليږداوو.
کله چې د دغه اتل مجاهد د نيولو خبر د هغه غليم، ګر
اتسياني، ته ورسيد، هغه پرې باور نه کاوو، ځکه چې هغه د ده د پرله پسې ګوزارونو له کبله د ذهن د ارامولو په موخه پاريس ته تللی وو. ګراتسياني باور نه کاوو چې د صحرا زمری به ريښتيا د دوی په منګولو کې اسير شوی وي، زړه يې وار نه کاوو، ځکه يې نو د ليدلو له پاره په ځانګړې الوتکې کې بنغازي ته راغی او امر يې ورکړ چې عمر مختار دې د ده دفتر ته راوستل شي چې دی يې په خپلو سترګو وګوري.
ګراتسياني د سپتمر په ۱۴م ه بنغازي ته ورسيد، او په سبا يې د ځانګړې محکمې د دايرولو اعلان وکړ.
کله چې ګراتسياني ته وروستل شو، ترې ويې پوښتل: د څه له پاره دې د فاشيستي حکومت پر وړاندې دومره پرله پسې او سخته جګړه کوله؟
شيخ ځواب ورکړ: زما د دين او زما د هيواد په خاطر!
ګراتسياني: ستاسې څه باور وو چې پای به څه تر لاسه کړئ؟
عمر ځواب ورکړ: هيڅ شی، مګر ستاسې شړل… ځکه چې تاسې نيواکګر يئ. پر مونږ جګړه فرض ده، او بری د خدای له لوري دی!
ګراتسياني: ته چې د دومره جاه او نفوذ څښتن يې، که ته پاڅون کوونکو ته امر وکړې، په څو ورځو کې به هغوی زمونږ واکمني ومني او وسله به کيږدي؟
اتل ځواب ورکړ: زه هيڅ شی نه شم کولی، او زما امر په دې هکله هيڅ اهميت نه لري. مونږ قسم کړی چې يو به له بل پسې مرو، او دا چې نه به تسليميږو او نه به وسله ږدو!!!
ګراتسياني وايي چې کله يې را څخه مخ ګرځاوو، د هغه له هيبته مې زړه وريږديد. سره له دې چې ما ډيرې صحرايي او د نړيوالې کچې جګړې په لار اچولې وې، مګر سره له دې مې هم شونډې رپيدې او نورې مې خبرې نه شوې کولی، ځکه مې نو امر وکړ چې بيرته يې محبس ته بوځي او شپې يې محاکمې ته وړاندې کړي.
د عمر مختار له پاره صليبي غليم يوه بيړنۍ محکمه جوړه کړه، او په همدغې ناستې کې يې پرې د اعدام حکم صادر کړ.
د تلپاتې کور په لور:
د ۱۹۳۱م کال د سپتمبر په ۱۶مه نيټه ور ته په زرګونو خلک او ټول سياسي بنديان راټول کړل شو، او دا اويا کلن زمری لاس تړلی د دار سر ته راوستل شو. صليبي غليم خپل ټول شته ځواکونه احضار کړي وو، الوتکې په هوا ګرځيدې چې د شور له کبله د اتل عمر مختار اواز څوک وا نه وري!
د سهار په پوره نهو بجو عالم، د خدی د لارې بلونکی، او د اسلام د لارې دغه ستر مجاهد، عمر مختار، جلاد ته وسپارل شو، او څو دقيقې وروسته يې خپل روح د کايناتو رب ته وسپاره. انا لله وانا اليه راجعون. روح يې ښاد، او لار يې له لارويانو ډکه!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرچينه: http://www.ikhwan.net/forum/showthread.php?3047-%E4%C8%D0%C9-%DA%E4-%CD%ED%C7%C9-%DA%E3%D1-%C7%E1%E3%CE%CA%C7%D1