تزکیه

د شیطان ماهيت، د ننوتو لارې او مخنيوى

د شيطان حقيقت

د شيطان حقيقت عقيدوي مسئله ده… شيطان څه شى دى؟ ايا شيطان يو حقيقي موجود دى؟ او که معنوي موجود دى؟ او که د ځينو خلکو د ګُمان په څير بد فكرونه او داخلي وسوسې دي؟ ايا شيطان ميکروبونه دي لکه ځينې چې فکر کوي؟ او که شيطان د شر او بدۍ نښه ده چې مونږ د شيطان نوم وركړى؟!

په دې اړوند د اهل سنت او جماعت عقيده څه ده؟

زمونږ د اهل سنت او جماعت د عقيدې پر بنسټ شيطان د پيريانو له توكم څخه دى لكه الله جل جلاله چې فرمايي:

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلائِكَةِ اسْجُدُوا لآدَمَ فَسَجَدُوا إِلاَّ إِبْلِيسَ كَانَ مِنْ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ      الكهف_ (۵۰)

ژباړه: (ياد کړه چې کله مونږ پرښتو ته وویل چې ادم ع ته سجده وکړه نو هغوی سجده وکړه خو ابلیس ونه کړه، هغه له پیریانو څخه وو، ځکه د خپل رب د حکم له منلو نه ووت).

مونږ د پيريانو په شتون كلك باور لرو، پوهيږو چې شيطان د پيريانو له ټبر څخه دى او له انسانانو سره شته، له هر انسان سره شته لكه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې دغه حقيقت ته په هغه سپيڅلي حديث كې اشاره كړې ده چې مسلم له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روايت كړى دى : (ما منكم من احد الاّ و قد وكلّ قرينه من الجنّ و قرينه من الملائكه ….قالوا: و ايّاك يا رسول الله؟ قال : (و ايّاى، و لكن الله اعاننى عليه، فلا يأمرنى الّا بحقّ) رواه مسلم برقم (۲۴۱۸) فى صفات المنافقين ،باب :تحريش الشيطان و بعثه سرايا لفتنة الناس)

((له تاسي څخه هيڅوك داسې نه شته چې د پيريانو او ملايكو له ډلې څخه ورسره څوك مل نه وي….هغوى وويل يا رسول الله له تاسي سره هم؟ هغه وفرمايل: هو، له ما سره هم. مګر خداى جل جلاله پرې زه برلاسى كړى يم او ما ته له حق پرته په بل څه امر نه شي كولى (نه شي كولى د بدو امر راته وكړي ))

په دې توګه نو: له هر انسان سره له جنياتو څخه يو ملګرى شته او ان له رسول الله سره هم، مګر په دومره توپير چې خداى جل جلاله هغه پرې برلاسى كړى او له حقه پرته ورته په بل څه شي امر نه شي كولى.

الله جل جلاله فرمايي:

((له تاسي څخه هيڅوك داسې نه شته چې د پيريانو او ملايكو له ډلې څخه ورسره څوك مل نه وي….هغوى وويل يا رسول الله له تاسي سره هم؟ هغه وفرمايل: هو، له ما سره هم. مګر خداى جل جلاله پرې زه برلاسى كړى يم او ما ته له حق پرته په بل څه امر نه شي كولى (نه شي كولى د بدو امر راته وكړي ))

قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ (1) مَلِكِ النَّاسِ (2) إِلَهِ النَّاسِ (3) مِنْ شَرِّ الْوَسْوَاسِ الْخَنَّاسِ (4) الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ (5) مِنْ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ (6)

ژباړه: (ووایه، زه پناه وروړم د انسانانو رب، د انسانانو باچا، او د انسانانو حقيقي معبود ته، د هغه وسوسه اچوونکي له شر څخه چې په وارو وارو ځي او راځي، هغه چې د خلکو په زړونو کې وسوسې اچوي، که هغه له پیریانو څخه وي که له انسانانو څخه).

پورتنيو اياتونو ته په پام سره وسوسه يا د بدكار انسان له خوا وي او يا د جنياتو له خوا. جني شيطان هم د انسان د وسوسې لامل كيداى شي . شيطان اولاد لري او په پرله پسې ډول د زياتيدو په حال كې وي.

أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ    الكهف (۵۰)

ژباړه: (اوس ایا تاسو له ما څخه پرته هغه او دهغه ځوځات خپل سرپرستان نیسۍ).

د شيطان ذوذات او هغه څوك چې پر لاره يې ځي په پرله پسې ډول په دې هڅه كې دي چې د نړۍ بشري توكم بې لارې كړي.

د انساني بې لارۍ شيطاني چلونه

معمولاً شيطان د خپلې بلنې د مضمون او د خپلې بلنې د اسلوب له پلوه په انسان كې د ننوتو له پاره له تدريج څخه كار اخلي– ابن قيم الجوزي رحمه الله تعالى د مضمون له پلوه د شيطاني بلنې شپږو پړاوونو ته ګوته نيولې:

لومړى پړاو: شيطان هڅه كوي چې انسان كفر يا شرك ته اړ كړي، كه تر پام لاندې كس مسلمان وي، له دوهم پړاو څخه ګټه اخلي.

دوهم پړاو: غواړي تر هدف لاندې فرد بدعت ته وهڅوي تر څو نوي شيان دين ته ور ننه او عمل پرې وكړي. اوس نو كه نوموړى كس د اهل سنت والجماعت له ډلې څخه وي نو درېيم پړاو ته ننوځي.

درېيم پړاو: هڅه كوي انسان پر لويو ګناهونو واړوي او كه خداى جل جلاله يې له دې بدو اعمالو څخه وساتي، بيا هم شيطان د انسان له تيراېستلو ، نه نهيلى كيږي.

څلورم پړاو: غواړي پر كوچنيو ګناهونو يې واړوي خو كه خداى جل جلاله ترې وساته، نو شيطان يې  نورو شيطاني كارونو ته راكاږي.

پنځم پړاو: شيطان زيار باسي انسان په مباحو كارونو بوخت كړي داسې چې خپل ټول پام دې خوا ته واړوي او هغو ډېرو مهمو كارونو ته شا كړي چې امر ورته پرې شوى.

شپږم پړاو: شيطان په دې لټه كې وي چې انسان په يوه ښه، خو کوچني، كار كې دومره ښكيل كړي چې ډېر اړين او غوره كارونه ترې هير شي. د بيلګې په توګه د فرضو پر ځاى سنتو ته مخه كړي او په سنتو كې دومره ډوب شي چې فرض ترې پاتې شي!!

شيطان د خپلو بدو افكارو پلي كولو ته پخه ملا تړلې چې د خپلې بلنې په مضمون کې له تدريج او پړاوونو څخه کار اخلي او د اسلوب له پلوه انسان يو، يو ګام په خپله لاره بيايي. لكه الله سبحانه وتعالى چې ورته په قران كريم كې اشاره كړې:

وَلا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ.     الانعام(۱۴۲)

ژباړه: (د شیطان د قدمونو پسې مه ځئ، بېشکه “شیطان” ستاسو څرګند دښمن دی).

شيطان په پيل کې پر انسان لږه لږه خواري کوي او په کراره کراه يې په خپله لاره روان کړی وي تر څو خپل هدف ته ورسيږي. همداراز شيطان په هر چا كې د هغه د حال او موقيعت په پام كې نيولو سره نفوذ كوي:

شيطان په پيل کې پر انسان لږه لږه خواري کوي او په کراره کراه يې په خپله لاره روان کړی وي تر څو خپل هدف ته ورسيږي. همداراز شيطان په هر چا كې د هغه د حال او موقيعت په پام كې نيولو سره نفوذ كوي:

– زاهد ته د زهد له لارې ننوزي

– عالم ته د علم له لارې ننوزي، او

– جاهل ته د جهل يا ناپوهۍ له لارې ننوځي!

انسان ته د شيطان د ننوتلو لارې

كه څه هم چې انسان ته د شيطان د ننوتو لارې ډېرې دي او لنډيز يې ستونزمن كار دى ، خو بيا هم غواړو يو څوو ته يې ګوته ونيسو:

لومړى: د مسلمانانو په منځ كې د فتنې، جنګ او جدل او بدګُمانۍ اچول

رسول الله په هغه حديث كې چې امام مسلم روايت كړى فرمايي: (  انّ ابليس قد يئس ان يعبدوه الصالحون …و لكن يسعى بينهم فى التحريش(رواه مسلم _۲۸۱۲ فى صفات المنافقين ،باب تحريش الشيطان و بعثه سراياه لفتنة الناس، و فى الترمذى دون لفظ …و فى جزيرة العرب ، رقم ۱۹۳۸ فى البر والصلة ، باب ماجاء فى التباغض.)

ژباړه: په ريښتيا شيطان له دې نه چې د خداى جل جلاله نيك بندګان به يې ولمانځي (عبادت به يې وكړي)، نهيلى شوى مګر تل په دې هڅه كې دى چې د هغوى تر مينځ فتنه او جنګ او جدل را مينځ ته كړي.

يعنې تل زيار باسي چې په منځ كې يې دښمني، كينه او فتنه واچوي چې په خپلو مينځو كې سره ونښلي.

او په بل روايت كې راغلي:

(بې شكه شيطان له دې نه چې په عربي ټاپووزمه كې به د خداى نيك بندګان د هغه عبادت وكړي، نهيلى شوى)

بدګُماني معمولاً د شيطان له وسوسو او اندېښنو څخه وي لكه په هغه حديث كې چې ام المؤمنين صفيه بنت حيى روايت كړى ورته اشاره شوې:

كان الرسول (ص) معتكفاً-اى فى المسجد- فاتيته أزوره ليلاً، فحدثته، ثم قمت لاءنقلب، اى لأرجع الى بيتى فقام معى ليقلبنى -اى يرافقنى- فمر رجلان من الانصار- رضى الله عنهما- فلما رأيا النبى (ص) اسرعا فقال (ص): على رسلكما انها صفيه بنت حيى-

فقالا : سبحان الله يارسول الله …

فقال رسول الله : أنّ الشيطان يجرى من ابن آدم مجرى الدم، وأني خفت أن يقذف فى قلوبكما شرا، او قال شيئا. (رواه البخارى ۲۴۰/۴ فى الاعتكاف، باب: هل يخرج المعتكف لحوائجه الى باب المسجد، و مسلم فى السلام برقم ۲۱۷۵-۲۱۷۴ )كله چې يو نارينه له يوې ښځې سره په شپې كې تګ او راتګ وكړي ، كيداى شي د نورو له پاره د بدګومانۍ او شك لاره برابره كړي نو ځكه رسول الله د دغه ډول ممكنه شك د له مينځه وړلو له پاره وفرمايل: توندي مه كوئ دا له ما سره روانه ښځه صفيه ده – له دې څخه لاندې پايلې ته رسيدلی شو:

(( رسول الله په مسجد كې اعتكاف كاوو، زه د شپې د هغه ليدنې ته ورغلم تر څو د ضروري خبرو په اړه ور سره وغږېږم، بيا مې وغوښتل كور ته را وګرځم، رسول الله هم را سره راغى، دوه انصار زمونږ له څنګ څخه تير شول كله يې چې رسول الله وليد نو تيز شول. رسول الله وفرمايل: صبر وكړئ او تيزېږئ مه، دا له ما سره ښځه صفيه بنت حيى ده. هغوى وويل: اى د خداى رسوله! سبحان الله ( له دې نه چې پر تا بد فكر وكړو په پاك خداى جل جلاله پناه غواړو)، نو رسول الله وفرمايل: بېشكه شيطان د وينې په څير د انسان په بدن كې روان دى ( يعنې لكه څرنګه چې وينه د انسان په بدن كې جاري ده، په ورته توګه د شيطان وسوسې هم د انسان زړه او فكر ته ننوځي). زه په دې ووېرېدم هسې نه چې كوم بد فكر يا شى مو په زړه كې در واچوي .

كله چې يو نارينه له يوې ښځې سره په شپې كې تګ او راتګ وكړي ، كيداى شي د نورو له پاره د بدګومانۍ او شك لاره برابره كړي نو ځكه رسول الله د دغه ډول ممكنه شك د له مينځه وړلو له پاره وفرمايل: توندي مه كوئ دا له ما سره روانه ښځه صفيه ده – له دې څخه لاندې پايلې ته رسيدلی شو:

كله چې يو څوك په داسې حالت كې وليدل شي چې بدګوماني پرې ممكنه وي نو پرې لازمه ده چې خبره روښانه كړي تر څو واقعيت واورېدل شي او د شك او بدګومانۍ له پاره ځاى پاتې نه شي.

د نورو په حق كې د بدګومانۍ را مينځ ته كول د شيطان د ننوتو يوه لاره ده چې د يوې خبرې له اوريدو سره سم سړی دې ته اړ کوي چې منفي مفهوم ترې واخلي.

همداراز د شيطان يو بل كار د خلكو په مينځ كې د فتنې او درز اچول او يو د بل پر ضد پارول دي. سليمان بن صرد (رض) وايي چې له رسول الله سره ناست وم چې دوو كسانو په خپلو مينځو كې خبرې تاو كړې (او يو بل ته يې بدرد پيل کړل) د يوه مخ يې له ډېرې غوسې او نارامتيا څخه تك سور واوښت، نبي اكرم (ص) وفرمايل :  انى لأعلم كلمة لو قالها ذهب عنه ما يجد، لو قال: اعوذ باالله من الشيطان الرجيم ، ذهب عنه ما يجد، رواه البخارى(۴۳۱/۱۰) فى الادب ، باب : الحذر من الغضب

داسې يوه جمله مې زده ده كه ويې وايي نو وضعيت به يې تغير وكړي، كه چيرې((اعوذ باالله من الشيطان الرجيم)) ووايي نو دغه حالت به يې بدل شي.

دوهم: انسان ته د بدعت يا په دين كې د يو شي د زياتولو ښايسته ښودل

شيطان تل په دې هڅه كې دى چې بدعت انسان ته ښايسته او په زړه پورې وښيي. هغه ته وايي چې په دې زمانه كې خلكو دين پريښى او اصلاً د هغوى را بلل د دين لور ته ګران كار دى نو هيله ده د ځينو عبادتونو په زياتولو سره چې مونږ يې كوو خلك د دينپالنې لور ته راوګرځوو. يا په كومه بله طريقه غواړي په هغو عباداتو كې چې په نبوي احاديثو ثابت دي زياتوالى راولي. د بيلګې په توګه شيطان ورته وايي: د خير په كارونو كې زياتوالى خير دى– په دې توګه هغه د نوموړو عباداتو په بڼه کې زياتوالی راوړي او يا يو نوی عبادت رامينځ ته کوي.

ځينې نور وايي  چې خلك له دين څخه لرې شوي او كيداى شي د ځينو حديثونو په جوړولو او راوړلو يې ووېروو ترڅو بيرته دين ته راوګرځي. د همدې موخې له پاره نوي احاديث جوړوي او رسول الله ته يې  منسوبوي او بيا وايي: مونږ دروغ وايو ولې رسول الله ته د دروغو نسبت نه كوو، بلكې د هغه په خاطر دروغو ته اړ شوي يو!! داسې حديثونه جوړوي چې د هغو په وسيله خلك د جهنم له اور څخه وېروي. له يو لوري د جهنم اور خلكو ته په يوه ډاروونكې بڼه ښكاروي او له بل لوري له جنت څخه يو عجيب او غريب شى جوړ كړي! په داسې حال كې چې عبادتونه توقيفي دي، يعنې هغه ډول چې د الله جل جلاله  له لوري رسول الله ته او د هغه له پلوه مونږ ته  راغلي، په هماغه ډول مونږ منلي او غاړه مو ورته ايښې، نو ځكه نه شو كولى چې په هغو كې كمى يا زياتى وكړو او له خپلې خوښې سره يې برابر كړو. هر ډول بدلون يې بدعت دى او بدعت د شيطان كار دى.

درېيم: يوه ديني اړخ ته د نورو په قيمت پاملرنه کول

۱- د فرد اړوند

– يو سړى ښه پرېمانه ګناهونه كوي او په څنګ څنګ كې يې لمونځ هم ادا كوي. وايي چې دين د لمونځ ستن ده او د قيامت په ورځ به له ټولو وړاندې د لمانځه په اړه پوښتل كيږي او فكر كوي څرنګه چې تر ټولو غوره عمل سر ته رسوي نو ګناهونه ورته زيان نه شي رسولى. لمونځ داسې ګڼي چې تر ټولو غوره او ستر عبادت دى په دې توګه غواړي چې خپل ټول ګناهونه او نيمګړتياوې د لمانځه په وسيله پټې كړي او د لمانځه له پردې لاندې ګناهونو ته ملا وتړي.

هو! لمونځ د دين بنسټ دى، مګر ټول دين نه دى او شيطان غواړي انسان د لمانځه تر سيوري لاندې ګناهونو ته اړباسي.

– كله كله شيطان له بلې لارې انسان ته ننوځي، وايي: (( الدين المعاملة))… دين يعنې له خلكو سره ښه چلن او غوره اړيكې- تر ټولو مهمه دا ده چې سړى له خلكو سره ښه واوسي، ښه چلن ورسره وكړي، دروغ پرې و نه تړي او هغوى تير نه باسي كه څه هم چې لمونځ ونه كړي ځكه چې رسول الله فرمايلي: (( الدين المعاملة)) يعنې دين له خلكو سره ښه چلن او غوره اړيكې دي.

– بل وايي تر ټولو غوره او مهم شى پاک او سپيڅلى نيت دى! له خلكو سره په زړه كې هيڅ كينه او رخه نه لرم او هيڅ بدي مې په زړه كې نه راځي او دا په داسې حال كې وي چې هيڅ نيك عمل نه تر سره كوي او يوازې په دې هيله شپې او ورځې سبا كوي چې نيت يې پاك دى.

– ځينې نور بيا يواځې په خواږه اواز او سمه توګه د قران كريم تلاوت ته په درنه سترګه ګوري، قران مجيد لكه څنګه چې لازم دى هماغسې لولي، هر تورى يې په خپل ځاى كې ادا كوي او پر هر څه دې كار ته غوروالى وركوي…نورو ډېرو مهمو كارونو ته يې شا كړي وي ځكه چې فكر كوي د قران سم لوستل تر ټولو مهم كار دى. دا چې د قران په تجويد سره لوستلو ته هيڅ ارزښت ور نه كړل شي، ګناه ده، خو دا هم بايد په ياد ولرو چې سم قرائت د اسلام يواځينى مهم عمل نه دى او په كار نه دى چې له نورو بې شميره اعمالو او فرايضو څخه وړاندې ودرول شي او د نورو وجايبو په حق كې د لټۍ او له هغو څخه د سترګو پټولو له پاره  د بهانې په توګه ترې كار واخيستل شي.

د ټولنې اړوندتر ټولو مهم شى چې بايد ارزښت وركړل شي د مسلمانانو او د اسلام د دښمنانو په اوسنيو حالاتو پوهه ده. فکر کوي چې اوسنى وخت، سياسي وخت دى او سياسي مسائلو ته بايد پام واړول شي. په دې عصري دور كې دروېشان او زاهدان نه چليږي.

دا ډول ستونزه چې يوازې يو اړخ نيسي او نور ټول مهم اړخونه له پامه غورځوي په يوه نه، يوه توګه په ټولنې كې  هم شتون لري. د بېلګې په توګه په ټولنې كې يوه ډله خلك ګومان كوي:

–  تر ټولو مهم شى چې بايد ارزښت وركړل شي د مسلمانانو او د اسلام د دښمنانو په اوسنيو حالاتو پوهه ده. فکر کوي چې اوسنى وخت، سياسي وخت دى او سياسي مسائلو ته بايد پام واړول شي. په دې عصري دور كې دروېشان او زاهدان نه چليږي.

هغه خلك چې په پورتني رنځ اخته دي، كه د كمونيزم، سيكولريزم، ماسونيت، بهائيت، قاديانيت او نورو په اړه وپوښتل شي، ډېر څه به ووايي خو كه د اسلام په اړه ترې پوښتنه وشي، په هيڅ هم نه وي خبر!!

– بله ډله خلك عبادات د دين له نورو ټولو اړخونو څخه مهم ګڼي او فكر كوي چې د الله جل جلاله او انسان تر مينځ اړيكې او په سر كې يې لمونځ تر ټولو مهمه فريضه ده. يوازې دا غواړي چې يو څوک بايد زاهد او متقي اوسي. دا ډله غواړي د اسلام پاتې ټولې لارښوونې د روحي اړخ د سر صدقه كړي.

– يو بل ټولګى چې تازنى اسلامي نړۍ كې را پيدا شوى، تر ټولو غوره او مهم شى يووالى او اتحاد بولي، ځكه چې :

وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا، (آل عمران: ۱۰۳)

ژباړه: (ټول د الله ج په رسۍ منګولې ولګوئ، او سره مه مختلف کېږئ).

دې مسئلې ته دومره اهميت وركوي چې له عقيدوي بريدونو يې هم پښې اړولي او ان له هغو كسانو سره يې چې عقايد يې له مونږ سره توپير لري، هم اړيكې نيولي. دوى فكر كوي چې تر ټولو مهم كار دا دى چې د دښمن د تاړاك او يرغل په وړاندې يو واوسو. په داسې حال كې چې سم او پر ځاى فكر دا دى چې بايد پر خپلو اساساتو سره يو شو، په خپل دين سره يو شو، نه دا چې د ګډوډۍ او عقيدوي بيلتون پر بنسټ سره يو شو.

نو ښايي چې د پورتنيومسايلو په اړه يو متوازن او شامل فكر غوره كړو او لكه چې مخكې مو وويل د شيطان د ننوتو له سوريو څخه يو دا هم دى چې انسان د دين په يو اړخ بسيا كوي تر څو نور ټول مهم اړخونه ترې پاتې كړي!!

څلورم: نن او سبا كول يا د نن كار سبا ته پرېښودل

د شيطان د ننوتو له لارو څخه يوه دا هم ده چې سړى خپل كار بلې ورځې ته پرېږدي او په خپل وخت يې نه تر سره كوي. اوږدې هيلې لرې. يو كار ځان ته د خنډ په صفت ګڼي او وايي چې دا له منځه لاړ شي نو بيا مې مخه خوشي كيږي. د بيلګې په توګه وايي كه له تحصيل او زده كړې څخه فارغ شوم نو ان شاء الله توبه باسم. دا هماغه خنډ دى چې په زوره يې ځان ته پيداكړى او د توبې له پاره يې د يو مخنيونكي دېوال په توګه كاروي. كله چې له تحصيل څخه اوزګار شي وايي چې هاغه وظيفه مې واخيسته نو توبه به وباسم، مګر وظيفه هم واخلي بيا هم توبه نه كاږي. او همدا ډول وايي كه حج ته لاړم او راوګرځيدم، كه واده مې وكړ، كه دا كار مې وكړ او كه هغه كار مې وكړ نو توبه به وباسم.

تل يو نه يو کار د ځان له پاره خنډ ګرځوي،همداسې سبا سبا كوي، او اوږدې هيلې يې په زړه کې ګرځي تر دې چې مرګ ورته راشي خو ده لا هغه حقيقي ژوند نه وي پيل کړی.

د شيطان وروستنی هدف دا دى چې انسان يا د نيك كار له كولو څخه منع او يا يې لږ تر لږه پرې وځنډوي تر څو په نن او سبا كې ترې پاتې شي. او دا نيكانو بندګانو ته د شيطان د ننوتلو له لارو څخه يوه ډېره خطرناكه لاره ده.

شيطان په زړه كې اندېښنې در اچوي او درته وايي چې ته لا تر اوسه د دې وړتيا نه لرې چې چا ته څه وښيې او يا يې سمې لارې ته را وبلې… لږ صبر وكړه چې يو ځل په خپله  ډېر څه زده كړې بيا به يې نورو ته وښيې. په داسې حال كې چې مونږ ته د دې امر شوى چې خلكو ته بلنه وركړو او كه د قران كريم د يو آيت په اندازه مو هم څه زده كړل، بايد نورو ته يې ورسوو خو شيطان مو دې ته نه پرېږدي او د كار ځنډولو ته مو هڅوي.

ابن الجوزي په خپل كتاب ((تلبيس ابليس)) كې ليكي:

ډېر كسان دي چې په ځغرده يې د يو كار د كولو هوډ كړى وي مګر شيطان يې د كار ځنډولو ته هڅوي او اړ كوي يې چې ووايي: ژر دى چې وبه يې كړم،  ژر دى چې لاړ به شم يا ژر دى چې دا او هاغه به وكړم … او ډېر كسان دي چې هڅه كوي ښه كار تر سره كړي مګر شيطان يې ترې ايساروي او يا يې پرې ځنډوي. كله كله يو زده كوونكى هوډ كوي چې ويل شوى درس تكرار كړي خو ورته وېل كيږي چې لږ دمه وكړه وروسته به يې ووايې. شيطان ور ته لټي غوره ښکاروي او کار پرې ځنډوي. شيطان د شپې په مينځ كې عابد ته وايي چې شپه اوږده ده او تر سهاره ډېر وخت دى، تر دې چې سهار راوخيژي او لمونځ و نه کړي.

پنځم: په انسان كې د كمال او بشپړوالي دروغجن احساس

– شيطان د انسان په داخل كې داسې احساس او انګيرنه پيدا كوي چې دى بشپړ دى او هيڅ نيمګړتيا نه لري. هغه ته وايي چې ته له بل هر چا غوره يې، ته لمونځ كوې په داسې حال كې چې ډېر خلك يې نه كوي او ته روژه نيسې ولې ډېر نور خلك يې نه نيسي. هغه دې ته اړ كوي چې ځان له هغو كسانو سره پرتله كړي چې د نيكو كارونو په سر ته رسولو كې لټي كوي. کله مو چې په زړه کې وګرځيدل چې له نورو څخه غوره ياست، بل څه نه دي بلکې د شيطان چل دی چې غواړي د نورو غوره كارونو له سر ته رسولو څخه مو منع كړي.

د شيطان د دې ډول وسوسو ځواب بايد په دې ډول وركړل شي چې هيڅكله هم بايد سړى ځان له نورو څخه غوره ونه بلي او تل بايد لا زياتو او لا غوره كارونو ته ملا وتړي. ځان بايد له هغه چا سره پرتله كړل شي چې تل د دوشنبې او پنجشنبې روزې نيسي په داسې حال كې چې دى يې نه نيسي، او هغه بل كس ته دې وګوري چې نفلونه هم کوي په داسې حال كې چې دى يې نه کوي.

– شيطان انسان ته وايي چې عمل دې د قيامت په ورځ د خداى په وړاندې سپارښتنه كوي. په دې ډول سړى له نيكو كارونو څخه بندوي او په مباح كارونو يې بسيا كوي. ورته وايي: لږ دمه وكړه، ډېر ځان مه ستومانه كوه، ته اوس مصروف يې، ته له نورو څخه غوره يې… دا ټول د دې له پاره چې د دمې په نوم يې له غوره کار څخه لاس بند کړي.

د شيطان د دې ډول وسوسو ځواب بايد په دې ډول وركړل شي چې هيڅكله هم بايد سړى ځان له نورو څخه غوره ونه بلي او تل بايد لا زياتو او لا غوره كارونو ته ملا وتړي. ځان بايد له هغه چا سره پرتله كړل شي چې تل د دوشنبې او پنجشنبې روزې نيسي په داسې حال كې چې دى يې نه نيسي، او هغه بل كس ته دې وګوري چې نفلونه هم کوي په داسې حال كې چې دى يې نه کوي.

شپږم: د خپل ځان او خپلو داخلي وړتياوو په هكله ناسمه پوهه وركول

د ځان په اړه شيطان انسان ته دوه ډوله فکر ورکوي:

۱- د ځان خوښونې، لويي او تكبر نظر

شيطان انسان ته داسې فكر وركوي چې تل ځان ته د لويي، ځانپالنې او ځان خوښونې په سترګه وګوري. انسان ته وايي وګوره څومره غټ، غټ كارونه كوې- دا كار دې وكړ، هغه كار دې وكړ…په داسې توګه په انسان كې د لويي او تكبر احساس را پيدا كيږي، ځان لوړ ګڼي او نورو ته په ټيټه سترګه ګوري، په حق سترګې پټوي او كه كوم ويران كار وكړي، له توبې او پښيمانۍ څخه ډډه كوي. په دې ورته ځان ټيټ ښكاري چې د چا د درس په حلقه كې كيني او له نورو څه زده کړي.

په ځينو تعليمي حلقو کې مې ليدلي چې ځينې خلک د قران کريم په تلاوت کې غلط شي، خو د دې په ځای چې د تيروتنو د سمون په موخه درس ته ادامه ورکړي، له دې ويرې چې که خلک يې په نيمګړتيا پوه شي، نوم ته به يې زيان ورسيږي، له درس څخه وځي، تر دې چې د ژوند تر پايه يې هغه نيمګړتيا پاتې شي. خو که چيرې دی لږ فکر وکړي، پوه به شي چې دا نن چې څوک قران کريم دومره په مناسبه او سمه توګه تلاوت کوي، يو وخت د همده په څير وو خو د وخت په تيريدو يې زده کړ.

شاعر وايي:

فمها تکن عند امرئ من خليقه

وان خالها تخفی علی الناس تعلم

(که هر څو يې پټوي کله پټيږي په عيبو خلک هرومرو خبريږي)

که انسان فکر وکړي چې خپل عيب او بد اخلاق به له خلکو پټ وساتم، خلک هرومرو پرې پوهيږي. له دې کبله بايد انسان تل هڅه وکړي چې د خپل عيب د پټولو پر ځای د هغه د سمولو او اصلاح کولو له پاره مټې راونغاړي او له ځانه يې لرې کړي.

۲- د ځان د ټيټ او سپک ګڼلو نظر

شيطان انسان ته وايي چې ته بايد متواضع واوسې، هر څوک چې د خدای له پاره تواضع وکړي خدای يې مرتبې لوړوي. ته د دې کارونو د تر سره کولو وس او وړتيا نه لرې. ته نه شې کولای دا دروند پيټی پورته کړې نو په دې کارونو غرض مه لره. دې کارونو ته الله د لوړو استعدادونو خلک پيدا کړي دا د هغوی کار دی. په دې توګه شيطان، انسان له خپل اصلي رسالت او مسؤليت څخه لرې کوي. د تواضع له لارې پرې بريد کوي. تر دې حده د ځان په اړه منفي او ټيټ نظر ورکوي چې په پای کې له خپلو استعدادونو د ګټې پورته کولو وړتيا له لاسه ورکړي او نه شي کولی چې خپلې خدای ورکړې وړتياوې په کار واچوي. دا د تواضع نښه نه ده بلکې له مسؤليتونو څخه تيښته کول دي او له واجباتو څخه سرغړونه. مونږ ته چې الله کومې وړتياوې راکړي، په اړه يې پوښتل کيدونکي يو، بايد ګټه ترې پورته کړو او که چيرې يې په کار وا نه چوو، نو د قيامت په ورځ به د ورکړل شويو نعمتونو په اړه خامخا پوښتل کيږو.

شيطان انسان ته وايي چې ميدان له تا څخه غوره کس ته پريږده، د دين لور ته بلنه ډير شريف او سپيڅلی کار دی او دا يوازې وتلي او ممتاز کسان کولی شي چې د ګوتو په شمار دي. شيطان يو بل ډول انديښنه وراچوي چې د دې احساس په پياوړتيا کې مرسته کوي، داسې چې که په کوم کار کې تيروځي، نو داسې فکر ور کوي چې په هر شي کې تيرووځي. د يوې تيروتنې له کبله پر ټول ځان پريکړه کول هم د شيطان د ننوتلو له لارو څخه يوه لاره ده.

ځينې وختونه شيطان، انسان دې ته اړ کوي چې ځان ته په سپکه سترګه وګوري، ځان بې وسه وګڼي. ان تر دې چې له خپل عقل او فهم څخه هم ګټه نه اخلي. داسې دريځ خپلوي چې د پيښو په اړه پر خپل فکر هيڅ باور نه لري. له ځان څخه پوښتي چې زه چيرته او هغه شيخ چيرته؟ زه چيرته او هغه عالم چيرته؟ خپل عقل لرې چيرته په تيګه کيږدي. په خپله اصلاً هيڅ فکر نه کوي، څه چې ور ته استاذ يا شيخ وايي هماغه سر ته رسوي. هماغه ور ته حق ښکاري چې شيخ يې ور ته وايي او له هغې پرته نور هر څه ناسم بولي. د انسانانو لوی ګڼل، د هغوی سپيڅلتيا ثابتول او د انسانانو عبادت له همدې ځايه پيليږي.

سمه لاره دا ده چې مونږ شريعت ته ور وګرځو. زمونږ بيلګه انسان څخه تيروتنه شونې ده. ځکه نو بايد بشري احکام له الهي احکامو (قران) او له سپيڅلو نبوي احاديثو سره پرتله شي. هره خبره چې له دې دوو معيارونو سره سمه وي، ويې منو او چې مخالفه يې وي هاخوا يې وغورځوو.

اووم: د شک او زړه نازړه توب راپيدا کول

د انسان په زړه کې د شک او دوه زړيتوب را پيدا کول هم د شيطان د ننوتلو له لارو څخه يوه خطرناکه لاره ده. خو دا څنګه راپيدا کيږي؟

شيطان له ديني پلوه د يوې سمې لارې په اړه شک ورغورځوي. مثلاً يو نيک او صادق انسان چې د خدای په سمه لاره روان وي، کله چې خپل شا او خوا ته ګوري چې نور ټول خلک يو ډول کارونه کوي او دی بل ډول، نو شيطان يې په زړه کې وسوسه ور اچوي او ور ته وايي چې: دا نور ټول خلک دوزخيان دي او يوازې ته جنتي يې؟

پر ځای دريځ دا دی چې سړی بايد ډيروالی او کموالی د حق له پاره معيار و نه ګرځوي. حق هغه څه دی چې د الله او د هغه د رسول له لارښوونو سره برابر وي.

په همدې ډول د جماعت معيار ډيروالی نه، بلکې له حق سره موافقت دی که څه هم چې يو تن وي.

الله جل جلاله خپل وروستني پيغمبر ته فرمايي:

وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ [يوسف: ۱۰۳]

ژباړه: (خو ته که هر څومره وغواړې له دوی نه زیاتره خلک منونکي نه دي).

د نعيم بن حماد په نوم يو تابعي وايي چې جماعت هغه څه دی چې د الله له اطاعت سره موافق وي. کله چې جماعت فاسد شي، ته بايد د هغه څه پيروي وکړې چې له فاسد کيدلو مخکې يې جماعت کوله. که څه هم چې ته يوازې يې، په دې وخت کې ته جماعت يې…يو کس غواړي صدقه ورکړي او کله چې دی صدقه ورکوي نو په دې وخت کې ناڅاپه د بل چا پرې پام کيږي. دی فکر کوي که اوس دا صدقه ورکړم دا سړی به فکر کوي چې ما دا صدقه د ځان ښودنې په موخه ورکړه. له دې څخه غوره ده چې بيخي يې ور نه کړم!!!

د شک او ترديد په اړه د شيطان له چلونو څخه يو دا دی چې له انسان سره د خپل نيت په اړه بدګُماني پيدا کوي. ور ته وايي چې ته ځان ښودونکی يې او د ځان ښودنې په خاطر دغه کار تر سره کوې. ته منافق يې او دا کار د خلکو له پاره کوې، نه د خدای له پاره. دا او دې ته ورته نور شکونه شيطان يوازې او يوازې د دې له پاره انسان ته ور اچوي چې له نيک عمل څخه يې منع کړي.

کولی شو يوه بله بيلګه په دې توګه راوړو: يو کس غواړي صدقه ورکړي او کله چې دی صدقه ورکوي نو په دې وخت کې ناڅاپه د بل چا پرې پام کيږي. دی فکر کوي که اوس دا صدقه ورکړم دا سړی به فکر کوي چې ما دا صدقه د ځان ښودنې په موخه ورکړه. له دې څخه غوره ده چې بيخي يې ور نه کړم!!!

دا زمونږ دنده ده چې د خپل نيت په اړه خپل وجدان ته وګرځو او هغه وپوښتو دغه کار چې مونږ يې سر ته رسول غواړو د چا له پاره دی؟ (که د خدای له پاره وي نو غوره دا ده چې تر سره يې کړو که څه هم چې بل څوک مو وګوري او که د خدای له پاره نه وي نو بايد خپل نيت سم کړو).

تابعي ابراهيم بن ادهم وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ديرش اصحاب مې ليدلي او ټول يې له دې کبله په انديښنه کې وو چې هسې نه چې څه کار له خدايه پرته د بل چا په خاطر ترې تر سره نه شي.

دا په ځای ده چې خپل نيت ته مراجعه کول يو اړين کار دی، ولې د دې معنی هيڅکله دا نه شي کيدای چې سړی دې هغه غوره کار پريږدي، بلکې د دې معنی دا ده چې انسان بايد هغه کار تر سره کړي او له پخوا يې زيات تر سره کړي.

حارث بن قيس رضی الله عنه وايي چې هر کله شيطان د لمانځه د اداکولو پر وخت انديښنه در واچوله، نو ته ور ته ووايه چې ته رياکار يې، او خپل لمونځ دې نور هم اوږد کړه.

اتم: ويرول يا ډارول

شيطان د انسان په وړاندې له دغې وسيلې څخه په دوو لارو کار اخلي:

۱- د شيطان له دوستانو څخه د انسان ويرول

شيطان، انسان د خپلو بدکارو او ګنهکارو له لښکر څخه ډاروي. ور ته وايي چې پام دې وي هغوی ډير پياوړي او د زور څښتنان دي. په دې توګه انسان د شيطان او د هغه د ملاتړو له ډاره د خدای او د هغه د رسول اطاعت ته شا اړوي او له نيکو کارونو لاس اخلي.

الله دې حقيقت ته په لاندې مبارک ايت کې اشاره کړې:

إِنَّمَا ذَلِكُمْ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءَهُ فَلا تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِي إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ [آل عمران: ۱۷۵]

ژباړه: ( بېشکه دا شیطان دی چې تاسو له خپلو دوستانو (کفارو) ويروي، که تاسو مومنان یاست نو له کفارو مه ویریږئ او له ماڅخه وویریږئ).

۲- له بيوزلۍ او تنګلاسۍ څخه د انسان ډارول

سپڅلی قران په دې اړه مسلمان ته خبرداری ورکوي:

الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمْ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاء[البقره: ۲۶۸].

ژباړه: (شیطان تاسو ته د خوارۍ ژمنې درکوي او د ناوړو کارونو (په کولو) درته امر کوي).

انسان ته وايي چې که ته دا کار يا دا وظيفه پريږدې نو بله وظيفه به له کومه کړې؟ خوار او زار به شې. په دې ډول يې له بيوزلۍ او تش لاسۍ څخه ويروي او په حرام کار يې اړوي. د بيلګې په توګه يو سړی د شرابو پير او پلور حلال ګڼي په داسې حال کې چې ځان ته مسلمان هم وايي. (ده ته شيطان دا انديښنه ور اچولې که دا کار پريږدي له لوږې به مړ شي).

الله په دې اړه په قران کريم کې فرمايي:

وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ  [الطلاق: ۲/۳]

ژباړه: ( څوک چې له الله ج نه په ویریدو کار وکړي، الله ج به د هغه لپاره له ستونزو نه د وتلو کومه لاره پيدا کړي، او هغه ته به له داسې لارې نه روزي ورکړي چې هغې لورې ته د هغه ګومان هم نه رسيږي).

ګورو چې څوک سود خوري له تش لاسۍ او بيوزلۍ ويريږي. له ځان سره وايي ژوند به څنګه تيروم؟ نور ټول خلک شتمن شول او زه نيستمن!!

کله کله شيطان د اسلام د لارې بلونکو ته ناروا ښايسته او زړه راښکونکي ښکاروي. حلالو ته حرام وايي، په دې دليل چې اوس د دعوت مصلحت دا دی چې په دې ځای کې دروغ وويل شي. کله شيطان ور ته باطل د حق په بڼه ښکاره کوي په دې دليل چې دا کار د دعوت په ګټه دی.

کله کله ځينې مسلمان بلونکي ګورو چې په نورو کړۍ راتنګوي، سپکې سپورې پسې وايي او له کافر، فاسق او بدکاره سړي سره هسې بد چلن نه کوي لکه له خپل مسلمان ورور سره يې چې کوي.

هغه عوامل چې له شيطان سره د هغه د کار په تر سره کولو کې مرسته کوي

۱- جهل او ناپوهي

د يوه عالم او پوه بې لارې کول د شيطان له پاره د زرو ناپوهو عابدانو له بې لارې کولو څخه ستونزمن دي.

۲- د اخلاص نشتوالی، د هوی او هوس پيروي او د ديني التزام کمزوري

الله جل جلاله دې حقيقت ته په قران کريم داسې اشاره کړې:

قال فبعزتک لاغوينهم اجمعين الا عبادک منهم المخلصين [ص: ۸۲/۸۳]

ژباړه: ( هغه وویل، ستا پر عزت قسم زه به دوی ټول ګمراه کړم، پرته ستا له هغو بندګانو څخه چې تا هغوی غوره کړي دي).

۳- انسان ته د شيطان د ننوتلو له لارو څخه ناخبري او بې پروايي

د درملنې لارې چارې

تر ټولو مخکې بايد د دې رنځ لاملونه وپيژنو او بيا يې د درملنې په لټه کې شو. د درملنې ځينې لارې يې په لاندې ډول دي:

۱- په خدای ايمان او باور لرل

بايد په خدای ايمان ولرو او په خپلو ټولو کارونو کې يوازې پر هغه توکل او ويسا ولرو. الله دې حقيقت ته داسې اشاره کوي:

إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ

[النحل: ۹۹].

ژباړه: (د هغه پر هغو خلکو تسلط نه وي چې ایمان يې راوړی وي او په خپل رب باندې توکل کوي

۲- له اصلي سرچينو څخه د شرعي علم تر لاسه کول

۳- اخلاص

إِلاَّ عِبَادَكَ مِنْهُمْ الْمُخْلَصِينَ [الحجر: ۴۰]

ژباړه: ( پرته ستا له هغو بندګانو څخه چې تا هغوی له دوی نه خالص کړي وي).

حضرت عمر بن الخطاب وايي: مخکې له دې چې حساب در سره وشي له ځانونو سره په خپله حساب وکړئ او مخکې له دې چې عملونه مو وتلل شي، په خپله يې وتلئ (ښه او بد کارونه مو وسنجوئ) بې شکه چې د نن محاسبه ستاسې له پاره د قيامت د ورځې له محاسبې څخه ډيره اسانه ده.

حضرت حسن رضی الله عنه وايي: هيڅ داسې مسلمان به و نه ګورې چې ځان محاسبه نه کړي چې غواړي څه وکړي؟ څه شی وخوري؟ او څه شی وڅښي؟ مګر بدکار او ګنهکار انسان بې له دې چې له خدايه يې ويره وشي بد کارونه تر سره کوي او له خپل نفس سره محاسبه نه کوي.

۴- د الله ياد او له رټل شوي شيطان څخه پناه وروړل

الله جل جلاله په قران کريم کې فرمايي:

وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنْ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ [الأعراف: ۲۰۰]

ژباړه: (که کله دې شیطان ولمسوي نو د الله ج پنا وغواړه، هغه د هر څه اوریدونکی او په هر څه پوهیدونکی دی).

په همدې توګه د سوره فلق او سوره ناس لوستل هم چې د تلاوت ښيګڼې او غوره والي ته يې په سپيڅلو احاديثو کې اشاره شوې له انسان څخه د شيطان وسوسې او انديښنې لرې کوي. په ور ته ډول د اية الکرسی تلاوت هم انسان د شيطان له وسوسو څخه ژغوري.

ليکنه: ډاکټر عبدالله خاطر

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Tags
donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close