د شکري نا روغي(Diabetes)

د شکري نا روغي(Diabetes)

د الماني روغتائي مجلې څخه ژباړه سوې ده:

لوړه شکره ذهني واک را کښته کوي او وېره د ذهني نارغۍ (Demez) ځي.
لومړی ښه خبر : هغه کسان چې خپل شکره او د ویني فشار د خپل خوځښت او چټکتیا له مخه تر خپل کنترول لاندي ئي لري او تل ئي ذهن په یون کي وي، دغه خلک نه یوازي چې خوځند پاته کېږي، بلکه د مغزو خړي حجرات ئي تازه او چټکي پاته کيږي . دا خبره دهغه کسانو لپاره چې شکره نه لري هم ارزښت لري .

دویم خراپ خبر : هغه کسان چې عمر ئي جګ وي او د شکري په ناروغۍ(Diabetes) اخته وي؛ خطر ئي دذهني ناروغي (Demenz) ډېر دی . دغه ناروغي له نظره غورځول ګټمن کار نه دی : بېباکي له ناروغۍ سره د ژوند کیفیت ډېر خرابه وي .

ستړتیا او ستوماني :

لږ څه لوړېده د شکري په وینو کي ذهني ځواک د سر په مغزو کي لږه وي . کله چې شکره په وینو کښي نورمال حالت ته راوګرځي خړي حجري د مغزو بېرته سم په خوځښت راځي . د شکري د ناروغۍ اود مغزوفونکشن (Fonktion of the brain) تر منځ اړیکي ثبوت سوي دي .

د امریکا د البرتا د پوهنتون ( university of Alberta) څېړونکو دا څرګنده کړې ده، چې محدود تیا دمغزو د ځواکمنۍ د عمر په ډېر واله پوري اړه نه لري . دغه ناروغي یواځي په ټاکل سوو ځایوپوري دمغزو اړه پیدا کوي . تر مخ تر هر څه چټکتیا د منطقي فکر او کړکېچن کارونه لکه : پلانول، سمسمون (Organision) اوپه ځیر فکر کول دا ټول د شکري نارغي (Diabetes) تر فشار لاندي راولي یاني لږه وي ئي . دغه حالت په دغو ناروغانو کي امریکاي څېړونکو څرګند کړی دی . او دغسي هم ورځني یاداښتونه، واقعي شیان او مسلکي نیوي شیانو کي تر ډېره حده لږتیا تر سترګو کېږي . د دغو شیانود لږوالی سره زاړه خلک چې د شکري ناروغي لري ډېر ورسره په تکلیف وي او که کومه دنده لري دهغي دتر سر رسولو سره ډېر په عذاب وي . دشکري ناروغي او ذهني ناروغي (Diabetes and Demenz) : وېره ده چې سړی به په (Demenz) ناروغۍ چې یو ډول د (Alzheimer-Typ(DAT)) دناروغۍده ا ویا به په (vaskular Demenz ) ناروغۍ اخته سي . دغه ناروغه د عمر په ډېروالي سره ئي د دغي ناروغۍ خطر ډېريږي . د شکري دناروغۍ (Diabetes) خطر و ذهني ناروغۍ (risk of Demenz)ته ۱٬۵ ځلي لوړېږي . دغه خبره سویدني څېړونکو پخپل څېړونو سره ثبوت کړې ده . که فشار لوړ ځي خطر د (Alzheimer) ناروغۍ ۲٬۶ځلي لوړيږي . که دواړه یو ځای یاني (Diabetes) او د وینو فشار (boold pressure) لوړ ځي احتمال د ذهني ناروغۍ (Demenz) ۱۱٬۳ ځلي لوړه ځي . چاغښت هم دغه خطر جګه وي، دا ځکه چاغښت فشار د ویني اوچته وي د توکو اوړون په مغزوکو بدلوي .

د دې ناروغۍ په وړاندي درملنه :

ښه د وینو دشکري اندازه اوښه د وینو فشار کولای سي، چې د (Demenz) مخنیوی وکړي .
نو له دې کبله په ترتیب سره کنترولول د شکري او فشار او پر مهال سم درمل اخستل ډېر مهم دي .
د امکان سره سم منظم خوځښت نه تنها چې فشار ټیټه وي، بلکي د اینزولین (Insulin)اندازه هم راټیټه وي .
د ویني لوړ فشار هم راټيټه وي . که څوک غواړي، چې خپل د مغزو خړي حجرې تازه وساتي خپل چاغښت ته دي ډېر پام وي، چې چاغ نسي . سم خوراک چې ویټامین ولري خوري دي؛ د غوړ خوراکه څخه دي پرهېز وکي .
دغه خبره نه یوازي چې د شکري ناروغي ته متوجه ده بلکي نورو ته هم متوجه ده .

ژباړونکی محمدسرور وکیلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب