د شړشم غوړ (Rapeseed oil)
شړم چې د براسیکا (Brassicaceae) کورنی نبات دی ژیړ ګلان تولید وي. د ښه حاصل لپاره ښه قلبه شوې حاصلخیزه خاوره خوښوي. د تخمونو څخه یې غوړ استحصالیږي، د غوړو حاصل څخه علاوه د چاپیریال په ښکلا او د شاتو په تولید کې هم مهم رول لوبوي.
د غوړو څخه یې په غذا، د ویښتانو په غوړولو او نورو مقاصدو کې ګټه اخیستل کیږي. پاتې شوني یعنې کنجاړه یې د حیواني تغذیې لپاره استفاده کیږي او همدارنګه کولای شو چې د ځمکې حاصلخیزی لپاره په کمپوسټ کې ترې استفاده وکړو. نور په دې ویدویو کې.