ادیبان، لیکوالان، شاعران

د شيخ متي خليل ژوندد تصوف په رڼا كې

 شيخ متي چي خليلي و
لوى څښتن ځني راضي و
 دا مشهور عارف او متقي شاعر د پښتنو غورياخېلو څخه دى چي د شيخ عباس زوى او د خرښبون پرهېزګار نيكه لمسى و. نوموړي مشهوره كورنۍ د خرښبون تر مرګ وروسته په ارغستان، پښين او پېښور كي سره خپره شوه، چي د پېښور لـه دغو څخه بيرته د كندهار خواو او د ترنك غاړو ته لاړل.
شيخ متي په 623 هجري قمري كال زېږېدلى او د 65 كالو په عمر د ترنك په غاړه په 688 هـ كال وفات شوى دى چي مزار يې تر اوسه هم د كندهار و شمال ختيز خواته تقريبًا 50 ميله ليري په يوه غونډي كي چي كلات يې بولي سته او دى په كلات بابا مشهور دى. نوموړى خپل ژوند هم د ترنك پر غاړه د غونډان په غره او د كلات په حدودو كي تېر كړى دى.
د پښتو ځينو مورخانو ددغي عرفاني كورنۍ يادونه كړې ده چي اولاده يې تر اوسه د كندهار په ” نكودت” نومي كلي كي اوسي او خلـك يې درناوى كوي. شيخ متي ډېر خداى دوسته او پرهېزګار سړى و، تل به د خداى په ياد او مخلوق ته په خير رسولو سره لګيا و.
د شيخ متي بابا اخلاقي او تصوفي شهرت :
شيخ متي په پښتنو كي لوړ اخلاق او عرفاني شهرت لري نو ځكه خو دا لوړ ستانه د ” بابا ” په لقب يادېږي، پښتانه هر چاتـه
دا لقب نه وركوي. يوازي و هغو كسانو ته دغه نوم وركول كېږي چي په دوى كي د علم يا عرفان يا بل لوړ خدمت لـه رويه و منل شي او ټوله خلـك يې په ” بابا ” قبول كړي.
محمود هوتك د پټي خزانې موْلف وايي چي شيخ متي لوى زاهد، عابد او پر خداى  مين سړى ،. عالـم او د دين مرشد و او روحاني ژوند يې كاوه.
ددې مشهور عارف په هكله خلـك تر اوسه پوري ډېري كيسې كوي او كمالات يې بيانوي. په پټه خزانه كي لـه ” افضل الطرائق” څخه يو حكايت د ده د ښو اخلاقو په باب را نقل شوى دى چي دلته يې په لنډه توګه بيانوو. يوه ورځ شيخ متي په لار تېرېدهْ چي هلته ډېري ډبري پرتې وې او لاره يې بنده كړې وه چي دغه ځاى يې وليد نو څو شپې پرله پسې راغى او لـه هغي لاري څخه يې كاڼي او ډبري ليري كړل. يوه دهقان خپله مځكه اوبوله ده ته يې وويل ته د خداى دوست يې او ټول خلـك ستا احترام كوي نو دوني زحمت ولي په ځان تېروې چي دغه لار پاكوې.
شيخ متي ځواب وركړ د خلـكو خدمت تر هر څه ښه دى. همدارنـګه وايي چي يوه ورځ دده مشر زوى شيخ محمد زهر دده په زيارت كي دننه ډېر تږى و كه يې كتل د متي بابا د قبر سره اوبه نژدې را و غورځېدلې او بهانده چينه پيدا شوه چي تر اوسه بهېږي. دغي غونډۍ هيڅ اوبه نه درلودې. اولاد او عقيدت مندان چي به ورتلل د اوبو لـه نېستۍ څخه به ډېـر پـه
عذاب وه ځينـو بـه لـه ترنــك څخه و دغي غونـډۍ تـه اوبـه
خېژولې. په وچ ډاګ باندي
د الله  په اراده سره د داسي چينې پيدا كېده چي په ژمي تودې او په دوبي سړې اوبه لري. د شيخ متي بابا رښتينى او د تصوف څخه ډك ژوند بيانوي.
لـه دغي چينې څخه خلـك د پوستكي ناروغيو لپاره اوبه د درمل په توګه استعمالوي.
د شيخ متي د مناجات و نهم بند ته لنډه كتنه :
شيخ د پښتنو خورا لوى صوفي او عرفاني شاعر دى چي په غونډان ( د كلات په يوه غره كي يې يو كتاب ليكلى چي نوم يې” د خداى مينه” ده ). د پټي خزانې موْلف وايي چي دا كتاب په كلات كي دده پر مزار پروت و چي خلـكو به لوست. اكثره عرفاني اشعار او مناجات يې په داسي ډول ويل شوي وه چي په خلـكو يې ډېره اغېزه كوله زړونه يې ويلي كول. ددې صوفي او مقتدر شاعر اشعار زموږ په لاس كي نه شته خو د پټي خزانې موْلف يې يوه عارفانه خوږه منظومه لـه خپله پلاره اورېدلې ده چي په نهم بند كي يې داسي ويل شوي دي.
ستا په جمال باندي شيدا سوم
لـه خپلي سټي را جلا سوم
په ژړا ژاړم چي بېلتون دى
يمه پردېسى بل مي تون دى

د شيخ متي بابا د مناجات لـه دغه بند څخه دده لوړ عرفاني، فكري او فلسفي مقام ښكاري، دى وايي كه لمر او سپوږمۍ روښانه وي. كه په دښتو باندي ګلان خاندي. كه په پسرلي د مځكي مخ زرغونېږي. كه په غرو كي د ميني شپېلۍ ږغېږي. كه بورا وي په ګل كړېږي. دا ټول د يوه ابدي عرفاني جمال مظاهر دي. او انسان تل ددغه جمال په مينه ژوندى پاتي او هر شى د جمال په څېر وي انسان پخپله هم لـه فياضۍ او ښكلي منبعو څخه راوتلى دى، نو په دې دنيا كي هم پر ښكلا مين دى او تل ميل لري چي بيرته خپلي ښكلي مرجع ته ولاړ سي. نو شيخ متي بابا هم كټ مټ دغه فكر تصوير كوي او د مولانا بلخي په قول خپل روحاني مرجع ته ميل كوي
مولانا وايي :
بشنو ازني چون حكايت مېكند
وز جدائى ها شكايت ميكند

د شيخ پورته بيت كه څه هم په ښكاره ډول ساده ويل شوى دى مګر حقيقي معنٰى پكښي نغښتې ده ځكه برسېره په دې چي لـه نوموړي سره حقيقي پوهه تصوف او پرهېزګاري ورسره وه مګر د دنيا بېلتون ورته سخت معلومېده او كومي كړني چي يې په دنيا كي ترسره كړې دي د الله  د رضائيت لـه پاره يې هيڅ نه ګڼي او هم د دنيا ژوند موقف او آخروي ژوند همېشنى بولي. لكه چي پاك پروردګار  د قرآن مجيد په 30مه پاره د اعلٰى په سوره (17) شماره آيت كي داسي فرمايلي دي.
ژباړه :- ” آخرت غوره او ښه پاتې كېدونكى دى”. ځكه نو شيخ د خپل آخروي ژوند لـه پاره په دنيا كي پرهېزګاري غوره كړې ده او لكه چي رحمان بابا هم وايي.
ښه ده ښه ده دا دنيا
چي توښه ده د عقبا

همدارنـګه پاك خداى ج د قرآن كريم په 26مه پاره د الحجرات په سوره (13) شماره آيت كي داسي فرمايي.
ژباړه :- ” بېشكه چي ډېر بزرګ ستاسي په نزد د خداى پاك پرهېزګار ستاسي دي”. په دې هكله يو نبوي حديث شريف د ابي هريره رض څخه بخاري او مسلم شريف نقل كړى دى وايي چي رسول اكرم ص و فرمايل تقوا په دنيا كي د زړه او بدن استراحت راولي.
لـه پورتنيو څېړنو څخه ښكاره شوه چي شيخ متي د خپل عصر په تصوف واقف سړى و، په عرفاني او تصوفي برخه كي يې پاخه افكار درلوده او د پښتو د متصوفو شاعرانو امام ګڼل كېږي، چي تر ده وروسته په دغه فكر او دغه ډول ډېر اشعار روښانيانو عبدالقادر خټك، رحمان بابا او نورو شاعرانو ويلي دي. روح دي يې ښاد وي

پوهنيار شاه محمود برى / كندهار

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: