د شمزۍ لرونکو حیواناتو د اطراح جهاز

د شمزۍ لرونکو حیواناتو د اطراح جهاز

سره له دې، چې بیلا بیل شمزۍ لرونکي  حیوانات اضافه او بیکاره مواد له بدن څخه په مختلفو لارو اطراح کوي مثلا کاربن دای اکساید د سږو یا برانشونو او یا د پوستکي په واسطه ډکې بولې د کولمو له لیارې اطراح کوي، خو د یوریا، نایتروجني  او نور اضافي مواد اطراح د پشتورګو له لیارې صورت نیسي. په کبانو کې یوه جوړه پښتورګي وي، چې اضافه او بیکازه مواد له وینې څخه اخلي او د تشو متیازو د سوري له لارې یې خارجوي. چونګښه سره له دي، چې کاربن دای اوکساید د پوستکي په واسطه اطراح کوي یوه جوړه پښتورګي لري. اضافه او بیکاره مواد او نایتروجن لرونکې مالګې د مثانې له لارې کلواکا ته استول کیږي. اولتونکي یوه جوړه تت قهوه یي رنګ ته ورته پښتورګي لري. اضافه مواد لکه یوریک اسید او نور له وینې څخه اخلي، د نري نل په واسطه یې کلواکا ته استوي. الوتونکي مثانه نه لري، د مثانې نشتوالی په الوتلو کې ورسره مرسته کوي. هغه الوتونکي چې نه الوزي، لکه اوښ مرغه، مثانه لري. همدارنګه په الوتونکو کې د خولو غدې نشته، ځکه چې د خولو غدې وزن زیاتوي او الوتل سختوي. تې لرونکي هم یوه جوړه پښتورګي لري چې د ملا د تیر یو خوا او بل خوا د ګیدي په برخه کې پراته دي هر پښتورګی اوبه او اضافي مواد له وینې څخه اخلي. د پښتورګو د نلونو په واسطه مثانې ته ځي او له هغه ځایه د تشو بولو د مجرا له لارې اطراح کیږي.

لاندې د انسان اطراحي سیستم توضیع کوو ترڅو د اطراحي سیستم په دنده چې په ټولو کې مشترکه پوه شو.

د اطراح سیستم (Excretory System)

زموږ او د نورو ژندیو د بدن حجرې بیلا بېل فعالیتونه ترسره کوي چې په نتیجه کې یي د انرژۍ ترڅنګ فاضله مواد هم منځته راځي. دا فاضله مواد باید له بدن څخه خارج شي تر څو ژوند په صحي توګه دوام وکړي. کله چې په حجره کې حجروي تنفس صورت نیسي نو د انرژۍ ترڅنګ کاربن داي اکساید، فالتو اوبه، مالګه، او یوریا منځته راځي. کاربن داي اکساید د سږو له لارې خارجیږي او ځنې نور یی لکه اضافه اوبه او یوریا د اطراحیه سیستم له لارې خارجیږي، نو وېلی شو هغه سیستم چې له بدن څخه فاضله مواد دفع کوي د اطراحیه سیستم په نامه یادیږي.

د بولي سیستم غړي

بولي سیستم له پښتورګو، حالبینو، مثانې، او بولي مجرا څخه جوړ شوی دی.

بولي مجرا
مثانه
حالبین
پښتورګي

پښتورګي

انسانان په نورمال ډول له دوه پښتورګو سره دې نړۍ ته راځي. دا غړي لوبيا ته ورته شکل لري. هر پښتورګی له 4 تر 5 انچو پورې اوږدوالی او 3 اينچه سور لري. پښتورګي د شا په لاندينۍ برخه کې دولسمې پښتې ته څيرمه د ملا د تير په دواړو خواو کې موقيعيت لري. ښی پښتورګی د ځيګر لاندې او کيڼ پښتورګی د حجاب حاجز لاندې توري ته نږدې موقيعيت لري. څرنګه چې ښی پښتورګی د ځيګر لاندې موقيعيت لري، له دې کبله له کيڼ پښتورګي څخه لږ لاندې پروت دی.

پر هر پښتورګي ادرينال غدې پرتې دي. هر يو پښتورګی د شحم په دوه طبقو کې نغښتل شوی دی چې له صدماتو څخه يې وژغوري. هر پښتورګی له مثانې سره د يو ټيوب په مرسته نښتلی دی چې حالب يې بولي. پښتورګي پورې اړوند هره چاره پښتورګيزه بلل کيږي. که يو سړی يوازې يو سالم پښتورګی هم ولري ژوند کولی شي.

پښتورګي په بدن کې ګڼې مهمې دندې ترسره کوي.

  1. د وينې فلترول: پښتورګي له وينې څخه فاضله مواد لرې کوي. وينه پښتورګي ته د پښتورګيزې مرغړۍ له لارې راځي. په هره دقيقه کې د ټول بدن د وينې څلورمه برخه له پښتورګو تيريږي. پښتورګي وينه کنټرولوي او په يوه ورځ کې يې 400 ځلې فلتر کوي.همدارنګه په ورځ کی دوه زره لیتره وینه تصفیه کوي. د هر يوه پښتورګي په منځ کې په ميليونونو کوچني فلترونه موجود دي چې نيفرون يې بولي، دا فلترونه له وينې څخه فاضله مواد اخلي او بيا یې له اوبو سره د يو ځای کولو له لارې اطراح کوي. نیفرون ته د پښتورګي جوړښتي او وظیفوي واحد ویل کیږي.

 

  1. پښتورګي متيازې جوړوي: په بدن کې فاضله او هغه مواد چې نوره اړتیا نه ورته ليدل کيږي سره راټوليږي، او بيا له اوبو سره يو ځای کيږي چې متيازې جوړې کړي. هر يو پښتورګی متیازې جوړوي او بيا يې د حالب له لارې مثانې ته ليږي. مثانه له عضلاتو جوړه شوې کڅوړه ده چې متيازې ذخیره کوي. کله چې مثانه نيمه ډکه شي، مرکزي عصبي سيسټم د خبرولو لپاره يو پیغام ليږي چې اړوند سړی تشناب ته د تللو اړتیا لري. بيا متیازې له مثانې څخه احليل ته ځي، دا هغه ټيوب دی چې متیازې له بدن څخه بهر انتقالوي.

 

  1. پښتورګي په بدن کې انډول ساتي: پښتورګي د بدن د مايعاتو او منرالونو د اندازې انډول ساتي. مایعات له بدن څخه په بيلابيلو لارو اطراح کيږي لکه خوله او متيازې. کله چې د بدن د مايعاتو اندازه ولويږي، پښتورګي تر هغه وخت پورې مايعات ساتي چې اړوند شخص اوبه او يا نور مایعات واخلي. د پښتورګو له خوا د بدن د مایعاتو او منرالونو د انډول ساتنه د هوميوستازز په نامه ياديږي.

 

  1. پښتورګي د وينې د فشار په تنظيم کې مرسته کوي: پښتورګي يو داسې هورمون جوړوي چې د بدن شريانونه تنګولی شي، او دا د دې لامل ګرځي چې پښتورګي مالګه او اوبه بيا جذب کړي او د وينې فشار پورته کړي.

 

  1. د وينې د سرو کروياتو په جوړولو کې مرسته کوي: پښتورګي يو داسې هورمون جوړوي چې بدن ته د اړتیا پر مهال د سرو کروياتو د جوړولو دستور ورکوي.

پښتورګو ته د پاملرنې په موخه بايد يو سړی په يوه ورځ کې له 6 تر 8  ګيلاسه اوبه او يا کوم بل صحي څښاک لکه تازه جوس او يا شيدې وڅښي. سړی باید صحي خوراک او تمرين وکړي.

 

حالبین

د تشوبولو کانالونه دي چې ۳۰ سانتي متره اوږدوالی لري او تشې بولې له پښتورګو څخه مثانې ته لیږدوي.

مثانه

داسې ویلۍ شو چې مثانه یوه ارتجاعي پیړه کڅوړه ده چې د شمزۍ د وروستۍ برخې (لګه حاضرې) په تش ځای کې پرته ده او د تشوبولو په زیاتېدو سره پراخېږي. د مثانې ښويې عضلې کیکاږل کېږي او فشار راولي چې د مثانې د عضلاتي حلقې یا سفینکترونو له لارې تشې بولې ووځي.کله چې په مثانه کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ ملي لیتره تشې بولې ټولې شي نو انسان د تشو بولو ته دفع کولو حاجت احساسوي. مثانه تر ۸۰۰ ملي لیتره پوري بولې ساتلی شي خو بیا خوږیږي.

بولي مجرا

یو نری تیوب دی چې تشې بولې له مثانې څخه بهر باسي. بکتریا د بولې مجرا او مثانې د میکروبي کیدو، سوي او خارښت لامل ګرځي. او کله له زیات تخریش له کبله په تشوبولو کې وینه هم راځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب