د شاتو مچۍ له نېش لګولو وروسته ولې مري؟

له مودو راهېسې به د خلکو ترمنځ دا ګنګوسې وې چې د شاتو مچۍ له نېش لګولو له چیچلو وروسته (چیچلو) څخه وروسته ولې په خپله هم مري؟ هر یوه به د خپلو معلوماتو، لیدلوریو او تجربو له مخې بېلابېلې نظریې ورکولې.

په دا وروستیو کې امریکاېي انځورګرې ته له همدې لامله یوه ښایځه(جائزه) هم ورکړل شوه چې د چیچلو په عین مهال د شاتو له مچۍ څخه په انځور وېستلو بریالۍ شوې.

په امریکا کې د کالیفورنیا ایالت پوهنتون د حشراتو دڅانګې خصوصي انځورګرې(کیتي کیټلي ګریفي) له یوې مچۍ څخه د چیچلو پرمهال داسې انځور اخېستی، د کوم له مخې چې له چیچلو وروسته د شاتو د مچۍ د مرګ لامل په ډاګه کیږي.

په دې انځور کې ښکاري چې د شاتو مچۍ د چیچلو عملیې په پایته رسولو سره کله چې خپل نېش په چیچل شوي ځای کې پرېږدي ورسره همهاله د مچۍ له معدې سره لي او اوبدلي تارونه هم پرې کیږي، چې همدغه له معدې سره د اوبدلي تارونو پرېکون یې د مرګ سبب کیږي.

ښاغلې (کیتي کیټلي ګریفي) په کالیفورنیا پوهنتون کې د حشراتو په څانګې کارکوي د شاتو د مچۍ چیچلو نېږدې یو ملیون(۱۰۰۰۰۰۰) انځورونو وېستلو باندې توانېدلې ده په خپل ترټولو وروستي اخېستل شوي انځور د ویاړ پر وخت ویلي: دا وروستي انځور هغه څه راته جوت کړي کوم دغه تېرو یوملیون(۱۰۰۰۰۰۰) انځورونو راته جوت نه کړی شول.

سره له دې چې الله پاک جل جلاله د شاتو مچۍ په ګبینو(شاتو) کې د زیاتو ناروغیو له پاره دواېي پیدا کړې او همدا لامل ده چې نن سبا خلک ګبین(شهد) هم دوا بولي او هم غذاء(خواړه)، ددې ترڅنګ یې شاتو مچۍ په چیچلو کې هم د مختلفو ناروغیو لکه: تبه، روماتیزم، د بندونو او پلو(عضلاتو) درد، رنګارنګ دماغي ناروغیو، عرق النساء، جلدي ناروغیو، سرطان(ناسور)، د سترګو او غوږونو ناروغیو، خونریزۍ، ایډز، حمل او دېته ورته نورو له پاره شفاء په کې نغښتې ده، او که خلاصه یې کړو د شاتو مچۍ په خپله د الله پاک د قدرتونو له لویو نښانو څخه یوه ده، که څوک عبرت ترې اخېستلای شي. /کلیم الله صادق

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب