ادیبان، لیکوالان، شاعران

د سید راحت لله راحت زاخیلي ژوندلیک

سید راحت لله چې په راحت زاخیلي مشهور دی ،د سید فریح لله  زوی دی دی د ۱۳۰۴ هجري قمري کال د بزرګې میاشتې په څلورمه د نوښار د تحصيل په زاخیل کې زیږیدلی دی  ښاغلي همیش خلیل په پښتانه لیکوال کې دده په باره کې لیکلي دي :

ابتدایی  تعلیمات یې له خپل پر څخه کړي دي دذدکړې دپاره له خپل هیواد نه بهر وتلی دی عربي صرف نحوه او د طب کتابونه  یې ویلي دي د خپل کشر ورور دمړینې په غم کې په ادیرو ،شاړو ،میرو سم شوی او بیا یې شعرونه لیکلي دي د راحت پلار چې دده شعرونه ولیدل ورته یې وویل:

تا ددې لپاره خپل لیونتوب په کاغذ کې ښکاره کړ چې نور خلک لیونیان کړې؟

ددې نه وروسته د یو فرنګي پادري  ډاکټر لین کاسټر سره د فقیرۍ په جامه اوسیده خو تر دوو میاشتو وروسته یې د یو سوال په ځواب کې  یې هغه ته وویل (( ستاسو د کتابونوپه کتنه زما په دماغ نوره هم تیاره خپره شوه )) هغه یې پریښود او د قرآن شریف مطالعه  یې په غور سره شروع کړه

د ګذارې د پاره یې خطاطي کوله په ۱۹۱۰ ع کال یې د پښتو ناول (نتیجه عشق) ولیکه د علامه اقبال (شکوه و جواب شکوه)یې په پښتو نظم ترجمه کړې ده د خپل وخت پوهانو دی (افغاني اقبال) باله په ۱۹۲۲ ع کال کې یې د سعدي ګلستان په پښتو کړ په ۱۹۳۰ ع کال کې یې یوه مجله د (ستړې مشې ) په نامه جاري کړه چې څو موده پس حکومت بنده کړه تر دې وروسته یې په (فراینټریډوکیټ )اخبار کې پښتو ته خدمت کاوه بیا د (افغان)اخبار کې مدیر شو  په ۱۹۴۸ ع کال کې د (شهباز) د ورځپاڼې د پښتو برخې مدیر شو

دی ځینې ادیبان ((په پښتونستان کې د خطاطانو  بابا ادم او د ادیبانو لار ښوونکی )) بولي او وایی چې ((دزړې شاعرۍ واګي یې موجوده رنګ ته را ګرځولي دي))

حمزه شینواری وايي :((د بلې ژبې نه نثر په نثر او نظم په نظم په پښتو کې لکه چې راحت صاحب ترجمه کوي داسې بل ځوی پښتني دنیا لا نه دی پیدا کړی ))

ښاغلي بینوا په اوسني لیکوال کې لیکي :((دا شاعر که یو خوا د پښتو د منظومو افسانو او داستان ګوئ استناد منلی شي نو بل خوا د یو ستر ادیب حیثیت هم لري . د شعر او شاعرۍ په میدان کې د یوې ممتازې درجې او د غزلو ،نظمونو، رباعیاتو او غیره عام فهمو او رنګینو اشعارو د یو څو مجموعو خاوند دی کلام یې اکثر د شعري ښیګڼو حامل دی ))

دشعر نمونه

نه سوزي

ولې په آه باندې زما به تن بدن نه سوزي
چې په دې آه مې د ښایست چیرې لمن نه سوزي

سپرلی چې راشي په چمن کې نو ممکنه نه ده
چې تندر پرې نه وځي زما پرې نشیمن نه سوزي

ستا په مجلس کې خو له ویرې نه ژاړمه نه
چې په تودو اوښکو مې زړه د انجمن نه سوزي

ما دبیلتون دشپې سحر چیرته لیدلی نه دی
بیا مې دې شمع تر قیامته په مدفن نه سوزي

ټوله دنیا چې شوه قایله د راحت په وفا
نو بیا به ولې په خپل اور کې یې دښمن نه سوزي

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close