د سکندر مړینه

هیچا فکر نه کاوه چې ګنی دی به مړ شي. عسکرو خو یې بیخي ابدی ژوندی ګاڼه. ولې داسې نه وه، زرګونه میله له خپل وطنه لرې په بابيلان کې د اوړي ګرمي او د شپې تیارې د دوزخ او مرګ سمبولونه ګرځېدلي ول.

د دویم فیليپ زوی چې په نولس کلنې کې د پلار په تخت ناست و، هغه وخت ټولو خلکو ماشوم ګاڼه، حتی، دښمنو ګاونډيانو ورته هم د وړوکي فکر کاوه، ولې نن په لوی سکندر پېژندل کیده. لس ورځې سرپرسر جوش تبې نیولی و، هرې خوا ته اوازې په خپرېدو وې چې هغه ځوان او نه ماتېدونکی باچا د مرګ تر تمبو رسېدونکی دی. د تاریخ دا ستر جنګیالی په خپله کوټه کې دومره کمزری پروت دی چې  اوبو څښلو ته هم سر نه شي پورته کولای. لښکر د حیرانۍ، ویرې او د یو ستر ناورین د پيلېدو ګومانونه کوي. ټول عسکر غلي دي. دیارلس کاله یې د باچا سره اوږه پر اوږه تورې وهلې دي. خواوس هر یو د خپل سلطان د اخري دیدن لپاره په قطار کې ولاړ دي. شاید لس زره نفره به یې د کټ ترمخې  تېر شوي وي ولې سلطان یو هم نه شو پېژندلی. سکندر، لوی سکندر دومره ناتوانه شوی و چې حتی د خپلو سترګو ګاټي یې هم راتاو نه کړای شول. هر سړی داسې معلومیده لکه ماضي ته چې ورګرځېدلی وي.

د سلطان هغه ارمان چې ځان د نړۍ اخري سرحد ته رسوي، خاورې کیده. د یونان، پارس، افغانستان او هند د نسلونو او پېړیو خزانو چې یو وخت یې د لوی سکندر د تخت ضمانت کاوه نن یې باچا ته له فلزونو پرته بل نوم نه درلود. د ارسطو شاګردۍ ځوان سلطان ته کلتو او فرهنک هم زده کړی و، مګر اوس هیڅ شي ګټه نه کوله. سکندر پر بستره پروت دی ولې جوړ کړو ښارونو کې د ژوند او حرکت مسلسله هنګامه روانه ده. له دې مخکې چې زمونږ له نړۍ سره د باچا اخرتار هم وشکېږي، چا ترې پوښتنه وکړه: څوک ستا پرتخت کښېنو؟ باچا لاړې تېرې کړې، د میږي په غږ یې وویل، تر ټول وړ کس. دا د ۳۲۲م کال د جون لسم یا یولسم تاریخ و، چې لوی سکندر د لوی مرګ تاج واغوست. هیڅوک پوه نه شول چې سلطان ولې په دومره ځوانۍ کې نړۍ پرېښوده. ممکن د ملاریا یو وړکي ماشي د سکندر زور اوبه کړی وي یا د خپل نژدي ملګري و معشوق هیفیستون د مړینې غم، د شرابو دوزخ ته وغورځاوه.  سکندر  په ټوله مانا یو بدله نړۍ له ځان وروسته پرېښوده.  له مړینې پس یې امپراتوري د باران د څاڅکو په څير شیندل کېږي او په نړۍ کې د هیلینیزم دوره تېغ وهي.

لیکوال محمد قسیم ځير

your ads

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب