د سږ کال روژې لپاره زما دعا

تر ټولو لومړی، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دغه لاندې دعا کوم:
۱ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو روژې، پخپل دربار کې قبولې کړي. آمین یارب العالمین.
۲ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، ټول عبادتونه قبول کړي. آمین یارب العالمین.
۳ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، تراویح او ختمونه قبول کړي. آمین یارب العالمین.
۴ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، دین او دنیا برابر کړي. آمین یارب العالمین.
۵ – الله(ج) د په اففانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته، قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
۶ – الله(ج) دې، د شهیدانو ارمانونه په هرځای کې پوره کړي. آمین یارب العالمین.
۷ – الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې، حقیقي اسلامي نظام، قایم کړي. آمین یارب العالمین.
۸ – الله(ج) دې، د اسلام د لارې ټول بندیان، آزاد کړي. آمین یارب العالمین.
۹ – الله(ج) د مسلمانانو ته، حقیقي اتحاد، په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۱۰ – الله(ج) د ټولو مریضانو ته، عاجله شفاء ورپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
۱۱ – الله(ج) د ټول قرضداران، له قرضه خلاص کړي. آمین یارب العالمین.
۱۲ – الله(ج) د مونږه ټولو ته د نېکو کارونو د سرته رسولو، توفیق راپه برخه کړي. آمین یارب العالمین.
۱۳ – الله(ج) د مونږه ټول، له بدو کارونو څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
۱۴ – الله(ج) د افغانستان، له هر نوعه اشغال څخه خلاص کړي. آمین یارب العالمین.
۱۵ – الله(ج) د ټولو ته، د نېکۍ هدایت وکړي. آمین یارب العالمین.
۱۶ – الله(ج) د مونږه ټول له هر نوعه تعصب څخه پاک وساتي. آمین یارب العالمین.
۱۷ – الله(ج) د مونږه ټولو ته اسلامي عقل او پوهه په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۱۸ – الله(ج) د زمونږه ټولو په زړونو کې، د اسلام سره حقیقي مینه پیدا کړي. آمین یارب العالمین.
۱۹ – الله(ج) د زمونږه ټولې خبرې، لیکنې، او کړنې، په اسلام برابرې لري. آمین یارب العالمین.
۲۰ – الله(ج) د، افغانستان له خاینو، ظالمانو، غلو، بې ناموسه وګړو، د بهرنیو جاسوسانو، د بهرنیو غلامانو، او وطن پلورونکو، څخه پاک‌ کړي. آمین یارب العالمین.
۲۱ – الله(ج) د یو تکړه مسلمان، پوه، او عادل افغان مشر، د افغانانو په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۲۲ – الله(ج) د زمونږه د ژوند هره لحظه، په اسلامي شرایطو برابره لري. آمین یارب العالمین.
۲۳ – الله(ج) د مونږه، او د مونږه اولادونو، ملګرو، دوستانو، او خپلوانو ته، هر وخت خیر پېښ کړي. آمین یارب العالمین.
۲۴ – الله(ج) د مونږه ټول، د اسلام په لاره کې، تر آخرینۍ لحظې، ثابت قدم پاته کړي. آمین یارب العالمین.
۲۵ – الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د قبر له عذابه وساتي. آمین یارب العالمین.
۲۶ – الله(ج) د مونږه ټول مسلمانان، د دوزخ له اوره وساتي. آمین یارب العالمین.
۲۷ – الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته، جنت الفردوس په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۲۸ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، آخره خاتمه، په اسلام برابره لري. آمین یارب العالمین.
۲۹ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، میندې، او پلرونه وبښي. آمین یارب العالمین.
۳۰ – الله(ج) د مونږه ټول له حرامو وساتي. آمین یارب العالمین.
۳۱ – الله(ج) دې، د زمونږه ټولو حلال رزق په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۳۲ – الله(ج) د زمونږه ټولو په دنیا او آخرت کې پردې وکړي. آمین یارب العالمین.
۳۳ – الله(ج) د هېچا ته قدرت نه ورکوي، چې پر مونږ ظلم وکړي. آمین یارب العالمین.
۳۴ – الله(ج) د مونږه ته قدرت نه راکوي، چې پر یوه چا ظلم وکړو. آمین یارب العالمین.
۳۵ – الله(ج) د زمونږه له خبرو، لیکنو، او کړنو څخه، هېڅوک نه ګمراه کوي. آمین یارب العالمین.
۳۶ – الله(ج) د مونږه د چا په خبرو، لیکنو، او کړنو، نه ګمراه کوي. آمین یارب العالمین.
۳۷ – الله(ج) د زمونږه ټولو شرعي مقصدونه، تر سره کړي. آمین یارب العالمین.
۳۸ – الله(ج) د ټول بشریت، او په خاصه توګه، د نړۍ ټول مسلمانان، د کورونا د وایرس څخه په امن کې وساتي. آمین یارب العالمین.
۳۹ – الله(ج) دې، د نړۍ په ټولو مسلمانانو، ورحمیږي. آمین یارب العالمین.
۴۰ – الله(ج) د، مونږه د نړۍ ټول مسلمانان، د ایمان د زوال، فقر، غم، او ټنبلۍ څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
۴۱ – الله(ج) د مونږه د نړۍ ټول مسلمانان، د کبر، ریاء، حسد، بخل، احتیاج، او ځان ښودنې څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
۴۲ – الله(ج) د زمونږه ټولو مسلمانانو، نېک اعمال پوره راته وساتي. آمین یارب العالمین.
۴۳ – الله(ج) د مونږه ټول د خپل لاس، خولې، سترګو، او پښو د ګناه څخه وساتي. آمین یارب العالمین.
۴۴ – الله(ج) د زمونږه ځوان نسل په صراط المستقیم برابر لري. آمین یارب العالمین.
۴۵ – الله(ج) د زمونږه ځوانانو هلکانو، او نجونو ته، په ترتیب سره، ښې مسلمانې ښځې، او ښه مسلمان مېړونه، په نصیب کړي. آمین یارب العالمین.
۴۶ – الله(ج) د زمونږه د عقیدې، ایمان، عزت، اولادونو، مال، او ناموس ساتندوی شي. آمین یارب العالمین.
۴۷ – الله(ج) دې، د افغانانو، تر منځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.

عبدالله وردک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب