د سپي او بيزو پاچهي ـ منظوم نکل

دغه او ورته نور ګڼ شمېر د ماشومانو منثور او منظوم نکلونه پر کوچنی ټکی کام www.kochnai.com هم لوستلای سئ.

د يو ځنګل عادل باچا ؤ
داسي زمری چي ډېر دانا ؤ
تاج يو پر سر يې طلايي ؤ
هغه نښان د باچهي ؤ
زمری چي زوړ سو او بيا مړ سو
نظام ډېر ژر سره خړ پړ سو
دعوې شروع د باچهۍ سوې
ځنګل کي پېل نوي سيالۍ سوې
خرو ګيدړانو او لېوانو
ټول خچرانو موږکانو
هر یو حيوان ويل چي زما دی
تاج طلايي چي د باچا دی
آخر دوی ټول په دې سلا سول
پسله لانجو په دې رضا سول
چي هغه څوک دي نن باچا سي
جوړ چي پر سر يې تاج رشتيا سي
خو تاج هيڅ نه اصل کېدی
د چا پر سر نه ټينګېدی
لوی به ؤ تاج د چا پر سر
تر تاج به ؤ لوی د چا سر
حايل به ول د چا ښکرونه
د چا به ول شک شک غوږونه
پيدا هيڅ نه سو يو حيوان
تاج چي پر سر يې سي آسان
خو بيزوګۍ راغله يوه
پېښې يې وکړې په ښېوه
تاج به يې پورته غورځوی
او بيا به يې بېرته ونيوی
د سپيانو مشر بيا غپل
حيوانان نور يې بېرول
وړانديز بيا وکړ خنځيرانو
چي مشر راولئ د سپيانو
وسره مل کړئ بيزوګۍ
او پاچهۍ ته يې وروزئ
همداسي وکړه حيوانانو
دا بدبختانو سادګانو
سپي بيزوګۍ ويل کورسونه
په لاس يې راوړل دپلومونه
په کومه ورځ چي تاجپوشي وه
په ټول ځنګل کي خاموشي وه
سپي او بيزو سول پاچهان
د لوی زمري دوی وارثان
خو سپي بيزو ډېر سره وران ول
دوی به تر خپل منځ په جنګان ول
يو به ژړل بل به خندل
يو به خندل بل به غپل
چيغي غپا او ناپوهي وه
له دواړو پاته پاچهي وه
له دې حالت څخه خوشال ول
چي خنځيران ول مالا مال ول
هغوی منځګړي ول د دواړو
پينه کول به يې په ناړو
ښودل بيزو ته به يې لاپه
بيا به يې سپي ته ويل غاپه
حيوانان ټول اخته په شر سول
ناوخت ؤ کله چي خبر سول
اول چي سپی بيزو يې سر سي
پسي بيا دواړه سر په سر سي
بيا مشاور يې هم خنځير وي
په مرداريو کي راګير وي
نااهلان چيري چي پر کار وي
شادي يا سګ چي يې سردار وي
داسي ځنګل داسي نظام
ناکام يې بوله دی ناکام

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۶ مه نېټه، بون

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب