د سپوږمۍ پرمخ درځ د قرآن کريم معجزه | شق القمر

 د نبوت په لومړيو کلونوکې د مکې خلکو له پيغمبر عليه السلام څخه غوښتنه وکړه ، وېل : که ته ريښتونى پيغمبر يې نو موږ ته سپوږ مۍ دوه ټوټې وښايه، که داسې دي وکړل نو موږ به ايمان راوړو، پيغمبر عليه السلام دعا وکړه؛ نو  الله تعالى يې غوښتنه پوره کړه او خلکو کتل چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه ، يوه ټوټه يې د “صفا”  بله د “قَيْقُعان” غرونو ترشا داسې ولاړه چې ترمنځ  يې د حراء  غر ښکاره شو؛ خو ددې حقيقت له څرګندېدو سره سره  د مکې مشرکانو بياهم انکار وکړ او پيغمبر عليه السلام ته يې وويل :
تا ز موږ په سترګو جادو وکړ ، بيايې ويل :  دى خو په ټولو خلکو جادو نشي کولى، ګورو به که  ز موږ مسافر يا د ليري پرتو سيمو خلک راغلل او هغوى هم دا پېښه ليدلې وه نو سهي ده، څه موده وروسته هغوى  راغلل او دا پېښه يې تائيد کړه ، په خپلو سترګو يې ليدلي ول  چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوې وه؛ خو بيا هم دوى و نه منل او ويل يې : دا يو دوامداره جادو دى ، نو الله تعالى دا اياتونه رانازل کړل :

اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ (1) وَإِنْ يَرَوْا آَيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ (2)
ژباړه:  قيامت رانژدې شو او سپوږمۍ و چوده (١) او دوى چې کومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه را روانې کوډې دي(٢)

د دې ايت په تفسير کې زياتره مفسرينو ليکلي دي، چې د شق القمر (د سپوږمۍ چودلو)  پېښه د مکې په “منى”  کې رامنځته شوې ده او مفتي شفيع رحمه الله په خپل تفسير معارف القرآن کې ليکلي دي : د هند “تاريخ فرشته” نومي مستند او باوري کتاب کې راغلي دي چې په هند کې  “مهاراجه ليبار” دا پېښه په خپلو سترګو ليدلې وه چې بيايې له همدې امله ايمان راوړ.

 دغه راز د حديثو په کتابونو کې هم د دې پېښې په اړه ډېر روايتونه رانقل شوي دي:

your ads

عَنْ اَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ـ رضي الله عنه اَنَّ اَهْلَ، مَكَّةَ سَاَلُوا رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم اَنْ يُرِيَهُمْ آية، فَاَرَاهُمُ الْقَمَرَ شِقَّتَيْنِ، حَتَّى رَاَوْا حِرَاءً بَيْنَهُمَا‏.‏ رواه البخاري
ژباړه: انس بن مالک رضى الله عنه وايي : د مکې خلکو له پيغمبر عليه السلام نه و غوښتل چې کومه معجزه ورته و ښايي؛  نو سپوږمۍ يې دوه ټوټې ورته و ښودله تر دې چې د دواړو ترمنځ حراء (د حراء غر) هم وليدل شو.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ ـ رضي الله عنه ـ قَالَ انْشَقَّ الْقَمَرُ وَنَحْنُ مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم بِمِنًى فَقَالَ ‏”‏ اشْهَدُوا ‏”‏‏.‏ وَذَهَبَتْ فِرْقَةٌ نَحْوَ الْجَبَلِ.
په بل روايت کې عبد الله بن مسعود رضى الله عنه  وايي: سپوږمۍ دوه ځايه شوه او هغه مهال موږ د پيغمبر عليه السلام سره په منى کې و، هغه صلى الله عليه وسلم وويل: تاسو ګواه اوسئ او يوه ټوټه يې د غره لور ته ولاړه.

امام مسلم رحمه الله روايت رانقل کړى، وايي: عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وويل:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ بَيْنَمَا نَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم بِمِنًى إِذَا انْفَلَقَ الْقَمَرُ فِلْقَتَيْنِ فَكَانَتْ فِلْقَة ٌوَرَاءَ الْجَبَلِ وَفِلْقَةٌ دُونَهُ فَقَالَ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ‏”‏ اشْهَدُوا ‏”
ژباړه: عبد الله بن مسعود رضى الله عنه  وايي: موږ د پيغمبر عليه السلام سره په منى کې و چې سپوږمۍ دوه ټوټې شوه، يوه ټوټه يې د غره شاته ولاړه او بله د غره مخ  ته؛ نو پيغمبر عليه السلام وويل: تاسو ګواهان اوسئ.

 نوي انکشافات :

د امريکا د فضا پوهني اداره ناسا وايي:  هغه انځورونه  چې د فضاپوهانو او سپوږمکيو په مټ اخيستل شوي دي ښيې چې د سپوږمۍ پر مخ درځونه دي او د نښو نښانو څخه معلوميږي  چي اوږد درځ دى  خو د ځيني اسماني توکيو د ورلويدلو له امله  پټ شوى دى؛ نو په څرګند ډول ويلاى شو چې همدې ادارې  هغه درځ کشف کړى دى کوم چې د شق قمر له امله منځته راغلى دى، مخکې دا ګومان کيده چې دلته يوازې درې او يا ويالې دي .

[irp][irp][irp]

دوى وايي:

A spider web of cracks on the crater floor suggested to R. B. Baldwin (1968) that the floor was bowed up in the middle. Later, dark mare lavas flooded low areas in the outer part of the floor and covered the cracks

 ژباړه: د سپوږمۍ پرمخ چې دوى د درځونو کومې څرګندې نښې کشف کړې دي دا دهغه درځ لړى ده چې په ټوله سپوږمۍ راګرځېدلى دى، دوى په ځينو برخو کې يوازې يوڅو ځايونه کشف کړي دي او نور ټول د اسمان څخه ور پرېوتيو توکيو له امله  پټ دى.

 د مصنوعي سپوږمکيو په مټ اخيستل شوى انځور

هغه درځ ښيي چې اوږد والى يې ٣٠٠ کلو متره دى

ځيني خلک په دې لټه کې دي چې ټول درځ معلوم کړي چې د سپوږمۍ ټول قطر يې نيولى وي، خو دا کار ناشونى دى؛ ځکه د دې معنا داچې دوى به يا ټوله سپوږمۍ کني تردې چې  ها بل لور ته يې ووځي. . . او يا به داسې لار پيدا کوي چې د ختيځ نه لويديځ ته وتلې وي .

 بل دليل داچې د سپوږمۍ پرمخ موجودې  ويالي يا کندې  د سپوږمۍ د ماتيدلو له امله پيدا شوې دي، مخکې دوى په دې عقيده ول چې دا د اسمانې توکيو د ور وليدو نښې اويا خوړونه دي لکه په مځکه چې د کوم وچ سوي سيند خوړ وي ؛ خو په حقيقت کې دا د سپوږمۍ د ماتيدلو يو څرګند درځ دى چې اوس يې ډېره برخه کشف شوې ده.

 آياد شق قمر معجزه په نورو هيوادونو کې هم ليدل شوې وه؟

 دا داسې پېښه ده چې د پخوانيو ټولنو د فلکياتو په علم پوري اړه لري، يو له هغو ټولنو څخه چې داپېښه يې ثبت کړې ده د مايا ټولنه وه، دا ټولنه په ٢٠٠٠ قبل الميلاد کې راڅرګنده شوه. او د  ٣٠٠ او ٩٠٠ ميلادي کلونو ترمنځ يوه پرمختللى ټولنه شوه چې ستر ښارونه لکه ټيکال، باينک، بيدراس نجراس او کوبان يې ودان کړل او د دوى سياسي مرکزونه هم دلته ول، په همدې ښارونو کې د دوى په فارسي او مدرې ژبه ځيني داسې مخطوطې پاتې دي  چې په هغو کې د سپوږمۍ ټوټه کيدل ثبت دي، په مدريه مخطوطه ٩١ – ٩٢ – ٩٣ مخونو کې همدا پېښه ثبت ده او په فارسي ژبه کې يو انځور کښل شوى چې ښيې يو تن اسمان ته اشاره کوي او هلته سپوږمۍ ټوټه شوې ښکاري، او نېټه يې شپږمې  ميلادي پېړۍ خواو شا ښودلې ده.

 انځور ښيې چې  خلک سپوږمۍ ته  اشاره کوي چې پرمنځ ټوټه شوې اود دوى په عقيدهدا کار د ايريک تومسن له خوا شوى دى چې  دا نوم به دوى خپل د سپوږمۍ خداى ته کاراوو..

 دغه راز په هند کې هندي او فارسي مخطوطاتو هم ليکلي چې د شپږمې ميلادي پېړى په لومړيو کې د سپوږمۍ ټوټه کيدو پېښه رامنځته شوې ده، او ځيني مورخينو ليکلې چې په چين کې يو معبد دى په هغه کې ليکني شوي دي او د ودانولو نېټه يې د انشقاق القمر کال ښودل شوى دى.

دا او دې ته ورته پېښه چې انساني عقل  يې اوس انکشاف کوي هغه حقائق روښانه کوي کوم چې الله تعالې او د هغه رسول صلى الله عليه وسلم د نن نه څوار لس سوه کاله وړاندې ويلي دي.

 وَقُلِ ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ سَيُرِيكُمْ ءَاياتِهِ فَتَعْرِفُونَهَا  وَمَا رَبُّكَ بِغافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب