افغانستان مشاهیرتاریخ

د سيد جمال الدين افغان علمي او ادبي برخه

سيد جماالدين دکنړدساداتو دکورنۍ پوه ، هوښيار او عالم شخصيت چي دامير دوست محمدخان په دربار کې هم لوړ ځای درلود او هغه امير دخپل زوی محمد اعظم خان استاد مقرره کړی ؤ، دامير دوست محمد خان تر مرګ وروسته په ټولنه او شاهي کورنۍ کي نارامي را منځته سوه ، چي دغه ناارامي خپله ده هم ليده ، سيد جمال الدين ١٨٥٥ـ ١٨٥٧م کي يو ځل هند ـ عراق ـ شام ـ او حجازته سفرکړی ؤ. او دمنځني ختيځ دجرياناتو او دهغه څخه پوهيدی،کله چي بيرته هيواد ته را غی، بيا دلوی امير مرګ واقع شو، اوپه دې وخت کي شيرعلي خان او وروڼه يې سره اخته سوه.نو دوهم ځل چي اميرشيرعلي خان قدرت ترلاسه کړ. او امير محمد اعظم خان ايران ته وتښتيدی، دشيرعلي ددربار تو طيه ګرانو اميرته دا خبره ورسول ، چي سيد جماالدين دمحمد اعظم خان استاد دی.او ستاسره همکار کيدای نه سي . چي په دې جمله کي محمد رفيق خان لودي دسيد جماالدين دنفوذ څخه ويريدی. نودپاچاه نظريې خراب کړ، او هغه په ايشاره سيد جماالدين په دې پوه کړ، چي دباندي ولاړسي ، نه دايران دلاري . نو ويل کيږي چي څه وخت جماالدين دهيوادنه وتلی نو دغه طومار يې په مفصل ډول وامير شيرعلي خان ته ور پريښود،او په نوموړي طومار کي هغه څه ليکل سوي وه چي امير شيرعلي خان په هندوستان کي لا دهغه په باب فکر کاوه، په طومار کي په مفصله توګه رفورمونه ياد سوي وه. سيد جماالدين دعصري کابيني ،مواصلاتو،مطبوعاتو،ښوونه اوروزنه ،اردو او حتا اقتصادپه باب يادونه کړې دۀ.

ده امير شير علي خان ته ليکلي وه ، چي انګريزان دټوله مشرق زمين دښمنان دي او هغه په دې دښمنۍ کي بريالي هم دي. دا ځکه چي په شرق کي ټول نظامونه پر ظلم اوداستبدادپربنسټ ولاړ دي او خلک دنا پوهۍ څخه دخرافاتو په کنده کي پراته دي. نو دغو ملتونو ته دنجات ورکولو وظيفه دپا چهانو پرغاړه ده .

په دې توګه امير شيرعلي خان دسيد جماالدين هدايتنامه عملي کړه،سيد له هيواده ولاړی او بيرته بيا په ژوند کي را نه غلی.

په ١٨٧٤م کال امير شيرعلي خان اداري تشکيلاتوته پا ملرنه وکړه . دا دافغانستان په تاريخ کي لومړی ځل ؤ ، چي په عصري ډول يوه کابينه جوړه سوه ، په دې کابينه کي صدرا عظم اووزيران پيژندلي(نامتو) دښه نوم خاوندان او تر ډيرځايه پوه او ښوونيز کسان وه . او په اداري کارهم پوهيدل.ددې کابينې کيفيت په دې کي ؤ ، چي دخپلي کورنۍ ياسردارانوڅخه يې يو کس هم مقرر نه کی .دنوموړي شورا په رأس کي خپله امير شيرعلي خان اونور کسان يې په لاندي توګه وټاکل چي هروزارت ته يې افغاني نومونه ورکړل . کابينه په لاندي ډول ده .

١ ـ سيد نور محمد شاه کندهاری لوی ټولواک مختار (صد راعظم )

٢ ـ حبيب الله خان ورد ګ لوی ملک (وزيري ماليه ) .

٣ ـ ارسلا خان جبار خيل لوی مين دباندي ( وزيري خارجه )

٤ ـ عصمت الله خان غلجی لوی مين دغرو (وزيري داخله )

٥ ـ ميرزامحمد حسن خان لوی کښل ( حضورسرمنشي )

٦ ـ حسين علي خان پنجشيري ټول مشر ( سپه سالار ـ وزيري جنګ )

٧ ـ احمد علي خان چغتايي لوی ټول وال ( دخزانې وزير )

برسيره پردې دپوستې ادارې په پيښوراودهيوادپه ګوټ ، ګوټ کي جوړي سوې چي نه يوازي يې دهيواد اړيکي ديوې سيمي او بلي سيمي وتړلې ؛ بلکي ددولت په سياسي اړيکو کې ژوره اغيزه درلودل .همدغسي سيد جماالدين افغان وامير ته دعصري مطبعاتو توصيه کړې وه ؛ چي دعصري مطبعاتودپيل دپاره په هغه وخت کي يو منا سب منورسړی ميرزا عبدالعلي ؤ .١٨٧٣م کال کې د شمس النهار په نامه يوه جريده خپره کړه ، چي دهغه شکل او محتوا تر يوځايه دعصري مطبعاتو نما ينده کي کوله . نوموړې جريده په هفته کي دوه ځله په ١٦ مخونو کي خپريده . دجريدې په دننه کي دولتي اعلاميې ـ خبرونه ـ علمي اوادبي مقالې خپرونې . دجريدې ډيره برخه فارسي وه خو ځيني پښتو خپرونې هم درلودې .دليکني ژبه يې خورا سخته اومقيده فارسي وه چي يو مطلب به په ګرانه ځيني افاده کيده .اوپه سنګي مونوټيپ حروفو خپريدل . جريدې بر سيره پر دې چي ددولت په ګټه يې خپروني درلودلې، خو دعاموخلکو دذهنونو دروښانه کولو دپاره يې هم تيز ګامونه اخيستي وه .او دانګريزي ښکيلاک په مقابل کې هم خپروني درلودې . او دکابل په مطبعه کي يو لړ کتابونه او تر جمې هم خپرې سوې .چي ددې کار عامل سيد جماالدين ګڼو. او که دانصاف څخه تيرنه سو خپله شيرعلي خان هم په دې کي ځانته افتخارات لري .او په دغه ډول وامير ته هم دانګليستان او هندوستان څخه خپروني را تللې ، او امير هم دخپل وخت منور پاچاه .

په نظامي برخه کي هغه څه چي سيد جماالدين افغان هدايت کړی ؤ ، هغه په منظمه توګه عملي سو اويو غښتلی اردو چي شمير يې ٥١٠٩٩٠ته رسيده جوړ کړاو په افغاني ژبه يې نومونه ورته انتخاب کړه. په اردو کي ينفرم رواج پيدا کړ حتا کله چي به امير اردو تفتش کاوه نو خپله به يې هم عسکري ينفارم اغو ستۍ او عسکري قظعات به يې په جشنونو کي دشا خيز يا نندارې دپاره را ايستل او عسکري قطعات به يې تيرول. چي دهغه وخت په اصطلاح پلټن بلل کيده . چي برسيره پر دې يې دعسکري نظم دپار دهند څخه هغه مسلمانان استاذان چي په عسکري نظم پوهيده ،دځانه سره را وستل چي دبده مرغه هغه د انګريزانو جاسوسان وختل .

همدغسي دلويو لارو جوړول ، دکابل ښار او بالا حصار بيا جوړول اوداسي نور علمي او مترقي ګامونه ددې سبب سول چي انګريزان يوځل بيا په وهم اوبيره کې راسي ، چي بيا يو پراخه امپرا طوري پر سيمه دافغانانو جوړه نه سي ، نوانګريزو په ١٨٧٨م کي دوهم جنک دافغانانو سره پيل کی او هغه نوښتګر پلانونه يې بيا هم دخاورو سره خاوري کړه ،افغانان يې دې ته پرې نه ښودل چي ځانونه دتاريکي څخه خلاص کړي .

دسيد جماالدين افغان په باب دشرق او غرب ډير پوها ن لکه : فرانسوې رونان ، د مصراعظم مفتي ، شيخ محمد عبده ، ابراهيم اللقاني ، عبدالله نديم ، علي مظهر، اديب اسحاق ، ابراهيم علاوالدين ، سيد حسن تقي زاده، ډاکټر ترا چند ، جرجي زيدان ، پروفيسر ګولډزهير، کاسن کاهن ، دبريتانيکا سايکلو پيډيا ، امريکائي ختيځ پيژندونکی لاتراب ستووارت، انګليسی شرق پيژندونکی الفرد بلنت ، لاهوري علامه محمد اقبال ، پروفيسرادوارد برن اوداسي نور و پو هانو دسيد جماالدين دشخصيت په باب دقدر وړ څيړني کړي دي . دده په باب موږ يو لنډ نظر دادواردبرن راوړو؛ هغه ليکي : (… دغه لو ی سړی ماهير سياست پوه ، بشپړه عالم ؤ ، چي په نړۍ کې لږ ساري ليدل کيږي . دده سياسي پوه نړۍ ليد اودژبي فصاحت ، داسلام سره رښتنۍ مينه په نړۍ کي ساری نه درلود.او دختيځ دآزادۍ غوښتونکو جنبشونو په لو مړۍ ليکه کې ولاړ ؤ . او دمبالغې پرته ويل کيدای سي ، چي دداسي قوت خاوند ؤ چي پاچهان يې پر تخت ريږدولای سوای اود اروپا ئيانو پرو ګرا مونه او نقشې که څه هم ښې تر تيب سوي وي بيا يې هم شنډولای سوای . اوداسي نوښتونه يې درلودله چي دختيځ او لو ديځ سيا ست پو هان نه په پوهيدل ) .

په همدې توګه علامه اقبال لاهوری دفارسي شعر لوی استاد دسيد جماالدين په باب داسي ستاينه کوي .

سيد السادات مولانا جمال

زنده از ګفتار او سنګ وسفال

بنده حق بې نياز از هر مقام

نه غلام کس ، ونه اورا غلام

فطرتش از مغرب ومشرق بري است

ګرچي از روی نسبش خاوري است

بنده حق مرد آزاد است وبس

ملک وائينش خداداداست وبس

سيد جماالدين افغان خپلي ټوله مبارزې په مشرق زمين کي د انګريزي استعمار او ملي جنبشونو دپاره وقف کړې وې . او دنړيوال غربي ښکيلاک ګرو په مقابل کې شرق ته يو حرکت اوتکان ورکړ.

چي ددنيا مجله دده په باب داسي ليکي ( درصد سال اخير نهضت ها وجنبش هاي متعدد ووسيعی به همت اشخاص روشن ومترقي اسلام بوجودآمده است که شايد بتوان سيد جماالدين را آغازګر آن دانست .

وبه ګفته فقيد مطهري : سيد جماالدين مهمترين ومزين ترين درد جامعه اسلامي را استبداد داخلي واستعماري خارجي تشخيص داده بود وتمام کوشش خودرادرو صف بيداري واتحاد اسلام عليه تسلط خارجي کرد. سيد جماالدين با مشاهده تر قيات علمي وصنعتي اروپا ئيان استنباط کرده بود که عقب مانده ګي علمي تکنولوژيک مسلمين را به آ مو ختن حکمت وعلوم فراميخواند . در باره سيد کافي است به نقش سازنده وی درجنبش هاي ګوناګون .

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: