ساینسي معلومات

د ستورو او سپوږمۍ پلټنه

په ۲۰۰۴ كال كي په خلايي ساينس كي ډېر كارونه ترسره شول، د مريخ په اړه د ډېرو مالوماتو د ترلاسه كولو لپاره د امريكا د هوايي شركت ناسا او اروپايي ساينسپوهانو هڅي څرگندي وې چي په ځينو كي بريالي سول ،خو مريخ ته د سټلايټ لېږلو د موخي د ناكامۍ مايوسي يې هم په برخه سول . مريخ ته د ناسا لېږل سوى سټلايټ (بېګلا دو) په خپلي موخي كي ناكام  سو.

په پنځه كروړه ډالره برابرسوى سټلايټ سره  مريخ ته تر رسېدو وړاندي د ساينسپوهانو اړيكي پرې شول..

په هر حال مريخ ته تلونكى د (ناسا) بل سټلايټ ( مارس رووراپورچونيټي) خپل هدف ته ورسېدى اوله هغې سرې سيارې څخه ېې نوي نزي عكسونه رالېږل، له دې عكسونو څخه ساينسپوهانو د دې سيارې په اړه داسي مالومات تر لاسه كړي چي وړاندي يې په اړه هيچا هيڅ هم په ډاډ نه سواى ويلاى .

په همدې كال ساينسپوهانو خپله مصنوعي سيارگۍ ( گييسني) د زحل سيارې ته ولېږل چېري چي يې د لومړي ځل لپاره د زحل سپوږمۍ وموندل.

ساينسپوهان د زحل د سيارې د عكسونو تر ليدلو وروسته و ويل چي هغوى دې ثابتولو ته ډېر نژدې دي چي د زحل پر سپوږمۍ (ټايټان) باندي مايع هايدروكاربن سته.

ددې رادار له لارې د زحل د سپوږمۍ په اخيستل شوي عكسونوكي ژور غارونه ښكارېدل چي د ميتان او يا ايتان شتوالى ښيي     

همدا كال برتانوي سوداګراو داو ورجن ګروپ اف انډسټريز خاوند  چرډبرينسن اعلان كړى چي هغه به په نژدې كي مسافر خلا ته بوزي هغه د (پيس شپاون) نومي الوتكو جوړونكي كمپنۍ سره تړون كړى چي په راتلونكو دوو كلونو كي به خلا ته د مسافرو تگ امكان ولري. د دې لپاره به د يوه مسافر خرڅ يولك برتانوي پونډونه وي.

(پيس شپاون) الوتكي داكال دويم ځل په فضا كي تر سلو كلومترو لوړوالي پوري الوتنه بشپړه كړه او د لس ميليونه ډالرو انعام يې وگاټه.

هندوستان همداكال د خپل لومړى ښوونيز سټلايټ ( ايډو سيټ) خلا ته د لېږلو اعلان وكړ. داپه هيواد كي جوړه شوې د هندوستان لومړنۍ الوتكه ده  چي د ۱۴ مسافرو د ناستي گنجايش لري.

هيله ده چي په ۲۰۰۴ كال كي به د امريكا خلايي پروسه بيا پيلېږي ، خلاته د امريكايي هوابازونو لېږنه په ۲۰۰۳ كال كي د كولمبياشټل تر ورانېدو وروسته بنده شوې وه.

ساحل

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: