بیولوژي

د ساينس د خونديتوب اصول

د ساينس د خونديتوب اصول

  • د خپل ښوونکي، ټولګيوالو او د لابراتوار درنښت وکړئ.‌ په ياد ولرئ چې ساينسي‌ مواد اسباب دي، نه د لوبو شيان.
  • لارښونو ته غوږ ونيسئ او په پوره دقت يې تعقيب کړئ. که چيرې تاسې د کومې تجربې د پروسې په اړه مغشوش ياست، خپل لاس پورته کړئ او مرسته وغواړئ.
  • تر څو چې تاسې ته د بل ډول کار هدایت نه وي درکړ شوی، پخپل ځای کې کښينئ. که تاسې اړتیا لرئ چې په ټولګي کې وګرځئ، ډیر کرار او دقت سره دا کار وکړئ چې د موادو د تویولو او يا کوم ټکر څخه مخنيوی وشي.
  • تر څو چې ويل شوي نه وي، هيڅ شی مه څکئ، مه لاس وروړئ او نه په لوی لاس څه شی پر پوزه کشوئ.‌ تر هغې چې لارښونه نه وي درته شوې منتظر پاتې شئ.
  • د اړتیا په صورت کې عينکې کيږدئ چې سترګې مو وساتي. که په سترګو کې مو کوم شی ولویږي، سمدستي یې پر پاکو اوبو ومينځئ.‌
  • د هر فعالیت وروسته ځان پاک کړئ او مواد په ښه توګه له ځانه لرې کړئ. که له تاسې کومه ښيښه ماته شي، کوم شی توی کړئ او يا څوک ژوبل شول، سمدستي مو ښوونکی خبر کړئ.

خوشاله او خوندي اوسئ!

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: