د زیاتې موسیقي اورېدلو روغتیايي زیانونه
د روغتیا نړیواله اداره په یو راپور کې وایي: د غوږونو او غږیز سیسټم د ساتنې لپاره باید په ورځ کې له یو ساعت زیاته موسیقي وانه ورېدل شي.
د ډبلیو ایچ او د راپور په اساس اوس مهال په ټوله نړۍ کې یو میلیارد او سلو میلیونو نه زیات ځوانان او د نهه کلونو په عمر ماشومان په لوړ غږ موسیقي اوري چې پدې سره یې غږیز سیسټم او غوږونه زیانمنیږي.
ددغه ادارې د شمېرو له مخې د دولسو نه تر پنځه دېرشو کالو په عمر درویشت مېلیونه او یو لک داسې خلک دي چې د اورېدو له نعمته بې برخې شوي او دا شمېر ورځ تر بلې په لوړېدو ده.
ډبلیو ایچ او وایي: پدې کې نیم یې داسې خلک دي چې په متوسط او غني هیوادانو پورې اړه لري، چې د موسیقۍ د اورېدو لپاره شته وسایل یې غېرې صحي دي.
راپور مخکې وایي: د دغه شمېرې څلوېښت فیصده یې هغه ځوانان دي چې کلبونو او شراب خانو کې له موسیقۍ نه متاثره شوي وي.
د ډبلیو ایچ او د زیان نه د ساتنې ادارې مشر ډاکټر ایټائین کرګ بي بي سي ته ویلي چې دا ډېر ښه ګام دی چې د داسې موضوع په اړه عامه پوهاوی تر سره کیږي چې تر اوسه پرې زیاتې خبرې ندي شوي.
په 1994 کال د امریکا په متحده ایالاتو کې د غږیز سیسټم زیانمن شوي ځوانان درې عشاریه پنځه فیصده وو چې په 2006 کال دغه شمېره لوړه شوه او پنځه عشاریه درې فېصدو ته ورسېده.
ډبلیو ایچ او د راپور په اساس له 60 فیصدو په کمه درجه کې موسیقي اورېدل خوندي.
ډاکتر کرګ وایي دولتونو ته پکار ده چې په لوړ غږ د موسقۍ اورېدلو په اړه سخت قوانین وضعه کړي څو خلک له زیانه وه ژغول شي.