زکات

د زکات نصاب (اندازه) څومره ده؟

د سپينو او سرو زرو زکات او دهغه نصاب :

…… مِن كُلِّ اَربَعِينَ دِرهَماً دِرهمُ ُ وَلَيسَ فِي تِسعَةٍ وَتِسعِينَ وَماءةٍ شَيي ُ ُ فَاِذاَ بَلَغَت مَاء تينِ فَفِيهَا خَمسَة ُ ُ دَرَاِهمَ  (رواه الترمذي وابوداود).

پس اداء کړي زکات  د سپينو رزو  دهر څلويښت درهمو نه يو درهم – اود 199 درهمو پوري هيڅ واجب ندي او کله چي 200 دوه سوه پوره شي نو په هغه کي پنځه درهم زکات واجب دي .

حضرت ام سلمه (رض ) وايي : ما بنګري په لاس کول ، بيا مي له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه چي اي دخداي ج رسوله ! آيا دا هم کنز دي ؟ ( کوم چي د توبي په سورت کي د کنز په باب سخت وعيد نازل شوي ) هغه (ص) راته په ځواب کي وفرمايل : کوم مال چي د زکات ورکولو اندازي ( نصاب ) ته ورسيږي او زکات يي ورکړ شي هغه کنز نه دي .

د سپينو زرو زکات دوه سوه 200 شرعي درهم دي، او دسرو زرو 20 طلايي مثقاله دي.

دا چي درهم او مثقال د ګرام له رويه  څرنګه حساب شي  دنوي عصر علماوو داسي  بيان کړي .

داسلامي نړي  ستر مصري عالم دوکتور وهبة الزحيلي  پخپل کتاب فقه اسلامي دوهم جلد کي داسي ليکلي دي

(( دسرو زرو نصاب شل مثقاله يا اووه نيمي تولي دي  چي دا شل مثقاله بيا دعراق په مثقال سره د سلو 100  ګرامو سره برابر دي او دغه شل مثقاله دعجمي په مثقال سره له شيږ نوي  96  ګرامو سره برابر دي  )).

(( دسپينو زرو  نصاب دوه سوه شرعي درهمه  يا دوه پنځوس نيمي تولي  چي بيا دا دوه سوه شرعي درهم له اووه سوه 700  ګرامو سره برابر دي  او دجمهورو علماؤ په نزد دوه سوه شرعي درهم د 642 ګرامو سره برابر دي )) .

په نورو فقهي کتابونو کي لکه درالمختار ، احسن الفتاوي  او فتاوي  عثماني  کي  بيا  دسرو زرو 87   ګرامه او د سپينو زرو 612  او 628  ګرامه  ليکلي دي .

د سعودي عربستان د اوقاف دعوة او ارشاد وزارت د سرو زو نصاب 85 ګرامه او د سپينو زرو 595  ګرامه  ښودلي دي .

همدارګه  د قطر،يمن ، سودان  او لبنان  هيوادونو د زکات ادارو هم د سروزرو شل مثقاله له ( 85 ) ګرامه اود سپينو زرو دوه سوه درهمه له  595  ګرامه برابر ښودلي دي .

نو پدي خاطر چي همدا دسعودي عربستان  ټاکل شوي  مقدار اقل دي (دغريبانو په ګټه  دي )  او هم ديوه  هيواد پر سطحه تعين شوي دي  داعتبار وړ دي .

دسرو اوسپينو زرو د زکات اندازه ٪ 2.5  يا 40 څلويښتمه برخه ده .

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: