زکات

د زکات مسایل؛ د زکات وجوب، د کرهڼې او ادا کولو مسایل

د زكات ورکولو پر وخت ځینې مسایل:

  1. كله چې په مال باندې كال تير شي نو په سملاسي ډول دې زكات ادا شي , ځكه چې په غوره كار كې ځنډ كول ښه خبره نده , هسې نه چې خدای مكړه ناببره مرګ راشي او دزكات دنه ادا كولو ګناه د انسان پر غاړه پاتې شي ,كه چيرې دكال له پوره كيدو سره سم زكات ادا نه كړل شو نو بيا دې په راتلونكي كال كې دلومړني كال د زكات د نه ادا كولو له امله په توبې ايستلو سربېره د دواړو كلونو زكات په يو وار ادا كړي .لنډه دا چې په ژوند كې دې هرو مرو پاتې زكات اداكړې او دا وجيبه دې پر ځان باندې نه پرېږدي
  2. د ټول مال څلوېښتمه برخه وركول په زكات كې اړين دي یانې په سلو كې دوه نيمې روپۍ او په څلوېښتو كې يوه روپۍ .
  3.  مسكين (بې وسه ) ته دمال د وركولو پر مهال دې په زړه كې هرو مرو دا ور وګرځوي چې زه دا مال دزكات په بڼه وركوم , كه يې داسې نيت نه وي كړى او هسې يې مال فقير ته وركړى وي نو بيا زكات نه ادا كېږي له سره يې ادا كول اړين بلل كېږي ، البته دوركړل شوي مال به ځانته اجر او ثواب وركول كېږي .
  4. كه يې مسكين ته دمال دوركولو پر مهال نيت نه وو كړى نو تر كومه مهاله چې هغه مال دفقير په لاس كې وي تر هغو دزكات وركوونكي له لورې نيت پكې سم ( صحیح ) دى او كه يې اوس نيت وكړ هم زكات ادا كېږي ,خو كه فقير هغه مال خرڅ (مصرف ) كړى وي نو بيا دنيت كولو هيڅ اعتبار هم نشته بلكې له نوي سره به زكات وركوي.
  5. كه چا له خپله ماله يوه برخه فقيرته دزكات په نيت له نوره ماله را جلا كړه او ويې ويل چې فقير ته به یې دزكات په بڼه وركوم بيا يې هغه كوم فقيرته وركړخو هغه مهال يې نيت هير شو نو بيا هم زكات ادا شو , البته كه يې د جلا كولو پر مهال دزكات نيت په هغه مال كې نه و كړى نو بيا يې زكات هم نه ادا كيده .
  6. د زكات په وركړه كې زكات وركوونكي ته اختيار دى چې دزكات ټولې روپۍ يوه مسكين ته وركوي او كه يې په څو مسكينانو وېشي، همداراز كه وغواړي چې ټولې روپۍ په يوه ورځ چاته وركړي او كه وغواړي لږې لږې روپۍترڅو مياشتو هم مسكينانو ته وركولای شي.
  7. غوره داده چې مسكين ته دومره روپۍ وركړي چې لږ تر لږه یې ديوې ورځې كار خو پرې وشي ,اوپدې ورځ له چا څخه بسپنې اخیستلو ته اړ نه شي .
  8. يوه مسكين ته دومره مال وركول چې د ډير والي له امله يې په مسكين زكات فرض شي مكروه دي , خو كه بيا هم فقير ته چا دومره مال وركړ نوزكات يې ادا كېږي , او تردې لږ مال وركول بې له كراهيته روا دي .
  9. كه كومه ميرمن چې تنګلاسي يې ټولو ته څرګنده وي يا هم دپور په نه ادا كولو كې وتلې وي چاته دپور غوښتلو په موخه راشي نو زكات وركوونكى هغي ته دپور په نامه دزكات پيسې وركولای شي البته په زړه كې به يې دا وي چې زه دا روپۍ دې ميرمنې ته دزكات په بڼه وركوم نو زكات ادا كېږي , كه څه هم دغه ميرمن به دا فكر كوي چې ګواكې هغې ته دا پيسې دپور په توګه وركړل شوي دي .
  10. كه چاته دجايزې په توګه روپۍ وركړل شي او په زړه كې يې دا تيره شوې وي چې زه دزكات روپۍ وركوم نو بيا هم زكات ادا كېږي .
  11. كه دزكات وركوونكي په كوم مسكين باندې دساري په توګه لس روپۍ پور باندې وې نو زكات وركوونكى دا روپۍ دزكات په بڼه مسكين ته نشي وربښلای , البته كه يې لس روپۍ زكات مسكين ته وركړې او بيا يې بيرته له مسكين نه دخپل پور په بدله واخيستې نو دا روا دي , او زكات هم ادا كيږي .
  12. كه له چا سره دساري په توګه دسپينو زرو دومره ګيڼه ( ګاڼه ) وي چې له امله يې دساري په توګه په هغه سړ ي باندې دسپينو زرو درې تولې زكات وركول واجبيږي , او په بازار كې دساري په توګه د درېيو تولو سپينو زرو بيه دوه روپۍ ده نو دا سړى اوس د درېيو تولو سپينو زرو په ځای دهغو بيه (دوه روپۍ) نشي وركولای ,ځكه چې د دوو روپو وزن د دريو تولو سره برابر ندى , او دسپينو زرو په زكات كې كه سپين زر وركول كېږي نو دوزن اعتبار يې كېږي نه دبيې .خو كه په همدې مسئله كې دزكات ور كوونكى په نوموړو دوو روپو سره زر واخلي ،يا ګيلټ واخلي ، يا كپړه ( رخت ) يا يو بل شى واخلي او دزكات په بڼه يې وركړي ,يا پخپله درې تولې سپين زر دزكات په بڼه وركړي نو بيا زكات ادا كېږي .
  13. كه دزكات وركوونكي دزكات روپۍ پخپله مسكين ته ورنكړې بلكې بل چا ته يې وركړې او ورته ويې ويل چې ته دا روپۍ زما له لورې مسكينانو ته دزكات په بڼه وركړه ، نو كه چېرې هغه سړي دغه روپۍ مسكينانو ته وركړې ،خو د وركړي پر مهال يې دزكات نيت هم نه وو نو بيا هم زكات ادا كېږي .
  14. زكات وركوونكي چاته دساري په توګه دوه روپۍ وركړې ، خو هغه چا بعينه دزكات وركوونكي له لورې وركړل شوې روپۍ مسكين ته ورنه كړې بلكې له خپله ځانه يې نورې دوه روپۍ مسكين ته وركړې او له ځانه سره يې وويل چې هغه دزكات وركوونكي دوه روپۍ به زه ځانته راوګرځوم نو پدې صورت كې زكات ادا كېږي خو پدې شرط چې دزكات وركوونكي دوه روپۍ به له نوموړي سړي سره موجودې وي او هغه به دخپلو دوو روپیو په بدل كې دزكات وركوونكي ددوو روپو د اخیستلو نيت هم كړى وي ، ليكن كه چېرې دزكات وركوونكي دوه روپۍ له هغه سړي نه دزكات تر وركولو د مخه مصرف شوې وې او له هغه وروسته يې غريب ته خپلي روپۍ وركړې نو پدې صورت كي زكات نه ادا كيږي . همداراز كه يې دخپلو روپو دوركړې پر مهال دا نيت هم نه وو چې دى به دزكات وركوونكي دوه روپۍ ځانته ورګرځوي نو بيا هم زكات نه ادا كيږي . اوس به هغه له سره نورې دوه روپۍ په زكات كې وركوي .
  15. كه چېرې زكات وركوونكي چاته روپۍ نه وي وركړي بلكې يواځې دومره يې ورته ويلي وي چې ته زما له لوري زكات وركړه او هغه سړي دده له لورې زكات ادا كړ نو د زكات وركوونكي زكات ادا شو ،او څومره روپۍ چې نوموړي سړي دده له لورې په زكات كې وركړې زكات وركوونكى به هغه روپۍ نوموړي سړي ته وركوي.
  16. كه چېرې زكات وركوونكي د زكات د وركړې په اړه هيچا ته هم څه نه وو ويلي مګر بيا هم كوم دخدای بنده راولاړ شو اود زكات وركوونكي له اجازې پرته يې دهغه له لورې زكات اداكړ نو دا زكات نه ادا كېږي ،كه چېرې دزكات له وركولو وروسته زكات وركوونكي هغه ته اجازه هم وكړه بيا هم دا زكات نه ادا كېږي ، او هغه روپۍ چې نوموړي سړي دزكات وركوونكي له لوري اداكړې نو د هغو دغوښتلو حق شرعاً دوى له زكات وركوونكي څخه نشي كولای .
  17. كه زكات وركوونكي چاته روپۍ وركړې چې ته دا زما له لوري كوم غريب ته وركړه نو دهغه اختيار دى چې پخپله يې كوم غريب ته وركوي او كه يې بل چاته وركوي او ورته وايي چې دا كوم غريب ته دزكات په بڼه وركړه (د نوم وراخستل اړين نه دي چې د فلاني له لوري يې وركړه ) او که هغه سړي دا روپۍ كوم خپل خپلوان يا پلار مور ته چې غريب وو وركړې نو زكات ادا كېږي .خو كه هغه پخپله غريب وو نوځان ته يې نشي ګرځولای .
    خو كه زكات وركوونكي ورته ويلي وي چې ته چې څه غواړې پدې پيسو يې وكړه او يا چې چاته يې وركول غواړې وريې كړه نو بيا يې په هغه صورت كې ځانته هم ګرځولاې شي .
  18. كه كوم ښار دكفارو په ولكه كې و او كفار پكې اوسېدل ، بيا مسلمانانو په هغه ښار بريد وكړ او هغه يې تر خپلې ولكې لاندې راوست او هلته يې اسلام خپور كړ ، او اسلامي پاچا هغه ځمكې له كفارو نه راوګرځولې او په مسلمانانو يې وويشلې نو داسې ځمكو ته په شريعت كې عُشري ځمكې وايي . همداراز كه ددې ښار اوسېدونكي پخپله خوښه اسلام راوړي او له هغوی سره دجګړې كولو اړتيا نه وي پېښه شوي بيا هم دنوموړي ښار ځمكو ته عُشري ويل كېږي .او د عربو د هيوادونو ټولې ځمكې عُشري دي.
  19. كه چاته له پلار نيكه نه دا ځمكې عُشري په لاس ورغلي وي ،يا يې له كوم داسې مسلمان نه اخيستي وي چې آن تر هغه پورې دا ځمكې عُشري تللي وي نو په داسې ځمكو كې چې هرڅه پيدا شي نو په هغه كې صدقه خيرات وركول واجب دي ، چې د زكات د وركړې طريقه به يې څه په دې ډول وي :كه يې كښت اوبه كړى نه وي بلكې يواځې دباران په اوبو يې پيداوار كړى وي ،يا يې دلښتي يا درياب له غاړې په لمده بله ځمكه څه كرلي وي او اوبه يې نه وي پرې لګولي نو دداسې كښت له پيداوار نه لسمه برخه خيراتول واجب دي ،یانې په لسو منو كې يو من او په لسو سېرو كې يو سېر .

    او كه يې چېرې كښت ته اوبه وركړي وي او يا يې له نوموړو طريقو پرته په كومه بله طريقه خړوبه كړې وي، نو دداسې پيداوار نه شلمه برخه خيراتول واجب دي ،یانې له شلو منو نه به يو من او له شلو سېرو نه به يو سېر خيراتوي .او همدا حكم دبڼ هم دى ،پداسې ځمكو كې دصدقې په وركړه كې دلږ يا ډېر پيداوار هيڅ توپير نشته بلكې په هر حال كې دصدقې وركول اړين دي .كه پيدا وار لږوو كه ډير .

  20. د دانو ،ساكو،تركاريو،ميوو، او ګلانو يانور هغه څه چې پدې ځمكو كې پيداشي همدا حكم دى.
  21. په عُشري ځمكو،غرونو يا ځنګلونوكې كه شات (شهد) راوايستل شي نو په هغو كې هم داصدقه واجبه ده .
  22. كه چا پخپل كور كې ونه ولګوله يا يې دتركارۍ كوم شى وكرلواو په هغو كې ميوه راغله نو په هغو كې صدقه واجبه نه ده .
  23. كه عُشري ځمكه كوم كافر واخلي نو هغې ته اوس عُشري نه ويله كيږي، كه يې بيرته مسلمان واخلي يا يې په يوه بل ډول تر لاسه كړي نو بيا هم هغې ته عُشري نه ويل كيږي .
  24. داخبره چې آيا دا لسمه يا شلمه برخه دچا په ذمه واجبه ده: دځمكې دڅښتن ؟ كه د پيداوار دڅښتن ؟ كه څه هم پدې كې د علماوو اختلاف دى خو غوره خبره داده چې زكواة د پيداوار د څښتن په غاړه واجب دى . كه چېرې كښت چاته د نغدوپه بدل کې په ټېکه ورکړي يا د غلې دانې په بدل كې ، نو بيا دا صدقه د بزګر(چاچې په ټېكه اخيستى) له غاړې كيږي ، اوكه يې كښت په دهقانۍ وركړى وي (په دوهمه برخه يا دريمه برخه يا چې په څو يې وركړى وي ) نو بيا به دځمكې څښتن او بزګر دواړه هريو يې دخپلې خپلې برخې سره سمه صدقه وركوي .
  25. له چا سره چې دوه پنځوس نيم تولې سپين زر يا اووه نيمې تولې سره زر يا له نوموړو شيانو سره برابر د سوداګرۍ سامان موجودوي نو داسې چا ته په شريعت كې شتمن ويل كېږي ، داسې چا ته دزكات پيسې وركول روا نه دي،او داسې چاته دزكات اخستل هم روانه دي ، همداراز كه له چا سره د ذکر شویو شيانو (سپينو او سرو زرو ) له بيې سره سم سوداګريز مال خو نه وي ليكن په همدې بيې برابرله اړتيا نه ډير مال ورسره وي نو دا سړى هم شتمن دى او دزكات وركول ورته ناروادي ،كه څه هم پداسې شتمن باندې پخپله دزكات وركول واجب نه دي.
  26. او كه له چا سره دومره مال نه وي بلكې لږوي يا بيخي ورسره نه وي يانې ديوې ورځې دتيرولو په اندازه مال هم ورسره نه وي نو داسې چا ته په شريعت كې غريب يا مسكين وېل كېږي ، چې هغه ته دزكات وركول او هم يې اخیستل دواړه روادي .
  27. هغه غټ اوستر دېګونه ، فرشونه ( قالینې او داسې نور ) شامیانې ( ترپالونه او لویې لویې پردې ) اودې ته ورته نورشیان ، چې هره ورځ نه کارول کېږي ، بلکې یواځې په ودونو او خیراتونوکې ترې کار اخیستل کېږي ، نو داډول شیان په اړینو توکو کې نه شمېرل کېږي .
  28. داوسېدو لپاره كور ، داغوستو لپاره کالي ( جامې یا کپړې ) ، او دكار او چوپړكولو لپاره خادمان نوكران او دكورهغه څه ، چې ډېرى مهال ورته اړتيا ليدل كيږي دا هرڅه اړین توکي ګڼل کېږي ، ددې شيانو په درلودلو څوك نه شتمن كيږي كه څه هم نوموړي شيان د ډېرې بيې هم وي ځكه نو داسې چاته دزكات وركول روادي ، همداراز له لوستو كسانو سره دخپلې پوهې سره سم كتابونه درلودل دهغه د اړينو اسبابوپه ډله كې راځي .
  29. كه یوڅوک تراړتیازیات کورونه لري (درې ،پنځه ،لس …) اوهغه یې په كرايه وركړي وي او ددغو کورونو نه چې کومه کرایه ورته راځي په هغې خپل كور چلوي ، يا يې يو كلى وي او دهغه آمدني ورته راځي ليكن دده بچيان ،او په كوركې نور خوړونكي كسان دومره ډير وي چې سره له نوموړې آمدني يې هم ګزاره ډېره تنګه وي او له هغه سره نور داسې مال هم نه وي چې له امله يې په دې کس زكات واجب شي نو داسې چاته دزكات وركول روا دي .
  30. که له يوچا سره زر روپۍ نغدې وي (دساري په توګه )، خو له بله پلوه هغه زر یاتردې زیات پوروړی وي نو داسې چا ته زكات وركول روا دي،او كه له زرو روپو نه لږ پور ورباندي وي نو بيا كتل پكار دي چې دزكات له وركولو وروسته له سړي سره څومره روپۍ پاتې كېږي ؟ كه چيرې دزكات له وركولو وروسته دومره روپۍورسره پاتې شي چې له امله يې زكات ورباندې واجبېږي نو بيا داسې چا ته دزكات وركول نه دي روا، او كه دزكات له وركړې وروسته تردې لږ روپۍ ورسره پاتې شي نو بياهغه ته دزكات وركول روا دي .
  31. يو سړى دخپل كور لوی شتمن دى ليكن په سفر کې ترې چا ټول مال غلاکړ آن تردې چې كورته بېرته دتلو لپارهم ورسره هېڅ پيسې نشته نوداسې سړي ته هم دزكات وركول روادي ،همداراز كه له حاجي سره په لاره كې خرڅ خلاص شي خو دهغه په كور كې ډيره شتمني موجوده وي نو داسې حاجي ته هم دزكات وركول روادي .
  32. دزكات پيسې كوم كافر ته وركول نه دي روا مسلمان ته به يې وركوي ، همداراز له زكات ،عُشر،صدقۀ فطر،نذر او كفارې پرته نور هرډول خيراوخیرات كافر ته وركول هم روادي .
  33. دزكات روپۍپه كوم مسجد كې لګول ،يا دكوم لاوارثه مړي په كفن دفن كې لګول او يا دمړي له لورې د هغه ( مړي ) پور پرې اداكول يا په كوم بل نيك كار كې لګول نه دي روا،ترڅو پورې چې يې دا روپۍ كوم مستحق ته نه وي وركړي نو زكات يې نه اداكېږي .
  34. دزكات روپۍ خپل پلار ،مور،نيكه،انا( نیا ) ، اونورو هغه كسانو ته چې دى ورنه پيدا شوی وي وركول نه دي روا ،- همداراز خپلو بچيانو، لمسيانو كړوسيانو اونورو هغو كسانو ته چې دده په اولادكې راځي هم دزكات وركول روانه دي ،- همداراز خاوند خپلې ميرمنې او ميرمن يې خپل خاوندته هم دزكات پيسې نشي وركولای .
  35. له پورتنیویادوشویو خپلوانو پرته نورو ټولو خپلوانو ته دزكات وركول روا دي لكه :ورور :خور ،ورېره ،خورځه ،تره ،ترور،خاله ،ماما،میرنۍ یا ناسكه مور،نا سكه پلار ،نا سكه نيكه ،خواښې،خسر او نورودغسې ټولوخپلوانو ته دزكات وركول روادي .
  36. دنابالغ هلك يا نجلۍپلار كه شتمن وي نو داسې نابالغ ته دزكات وركول روانه دي ، او كه هلك يا جينۍبالغ وو او پخپله دوی خو شتمن نه وي ليكن پلار يې شتمن وي نو داسې هلك اوجينۍ ته دزكات وركول روادي .
  37. كه د واړه (کوچني ) هلك پلار شتمن نه و ليكن مور يې شتمنه وه نو داسې هلك ته دزكات وركول روادي .
  38. سيدانو او علويانو ته ، همداراز هغه چاته چې دحضرت عباس رضي الله عنه ،حضرت جعفر رضي الله عنه ،حضرت عُقيل رضي الله عنه ، اوحضرت حارث بن عبدالمطلب له زامنو نه وي دزكات وركول ناروادي ،همدارازنوموړو كسانو ته هغه صدقه چې شرعا واجبه شوې وي لكه نذر ،كفاره ،عُشر او صدقة الفطروركول هم ناروا دي او له نوموړو شيانو پرته نوره كومه صدقه او خيرات وركول روادي .
  39. دكور نوكر ،چاپړاسي ،او خدمت ګارې ته دزكات وركول روادي ،ليكن دهغوی په تنخواه كې حسابول يې روا نه دي البته كه يې له تنخواه پرته دجايزې او اكرام په ډول وركول او په زړه كې يې دزكات نيت وكړ نو داهم صحيح ده زكات يې اداكيږي.
  40. كوم هلك ته كه زكات وركوونكې ښځې شيدې وركړې وي هغه ته ،يا دزكات وركوونكي ته په ماشومتوب كې كومې ښځې شيدې وركړې وي هغې ته دزكات وركول روادي .
  41. كه دكومې ښځې مهر زر روپۍ وي ليكن دهغې خاوند ډيرغريب وي او مهر نه شي اداكولای نو داسې ښځې ته دزكات وركول روادي ،ليكن كه يې خاوند شتمن وي ليكن مهر نه وركوي ،يا ښځې خاوند ته مهر وباښه نو بيا هم ښځې ته دزكات وركول روادي ،ليكن كه دمېرمنې دا تمه وه چې كله هم زه له خاوند نه دخپل مهر روپۍ وغواړم نو راكوي يې نو داسې ښځې ته بيا دزكات وركول روا نه دي .
  42. كه يوچاته پدې ګومان زكوة وركړل شي چې مستحق دى خووروسته ورته څرګنده شوه چې هغه شتمن ياسيددى. اويايې هم په تياره كې چاته زكات وركړخووروسته ورته په ښکاره شوه چې هغه يې ياخوموريا لوروه اويايې هم یوله هغو خپلوانوڅخه و چې زكات وركول ورته ناروادي، نو پدې ټولو صورتونو كې زكات ادا شو او له نوي سره يې بیا اداكول واجب ندي. خوكه اخستونكي ته داڅرګنده شوه چې هغه مستحق نه دى اوداهم ورته جوته وه چې دا دزكات پيسې دي نونه دې اخلي اوكه يې واخستلې نوبېرته دې زكات وركونكي ته وروسپاري.اوكه له زكات وركولووروسته معلومه شوه چې ده خپل زكات كافرته وركړى نوزكات يې نه اداكېږي اوله سره دې اداكړي .
  43. كه د چاپه اړه څوك شك لري چې خدای خبرهغه به خواروي كه شتمن نوترڅوچې يې دهغه په اړه پوره تحقيق نه وي كړى زكات دې نه وركوي.خوكه يې پرته له تحقيقه زكات وركړنوودې ګوري چې زړه يې څه وايي.كه يى زړه ويل چې هغه خواردى نوزكات يې اداشواوكه يې ويل چې شتمن دى نوزكات يې نه اداكېږي اوله سره دې وركړي . اوكه دزكات له وركولو وروسته هغه ته معلومه شوه چې هغه غريب دى نوزكات يې اداشو اوله نوي سره دزكات اداكول اړين نه دي .
  44. دزكات اودصدقې په وركړه كې دې دلومړيتوب حق خپلوخپلوانوته وركړل شي ځكه چې له نبوي احاديثونه په ډاګه كېږي چې خپلوخپلوانوته زكات ياصدقه وركول دوه ګوني اجرلري . لومړى يې دخيرات اجردى اودوهم يې له خپلوانوسره داحسان اوښيګڼې . البته ددې لپاره چې هغوی يې بد ونه ګڼي هغوی ته بايدداونه ويل شي چې دغه پيسې دزكات ياصدقې دي (كه څه هم چې دوركونكي نيت به دزكات ياصدقې وي)
  45. له يوه ښارنه بل ښارته دزكات لېږل مكروه دي خوكه چيرې په بل ښاركې اوسيدونكي دهغه خپلوان ، دنژدې اوسيدونكو په پرتله خواران وو نو بياي ې هلته لېږل بې له كراهيته روا دي. البته علماوو طالبانو او د دين په نورو كارونو كې بوختو خلكو ته زكات وركول خورا اجر او ثواب لري .والله اعلم بالصواب
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: