د زړه د پردو او رګو سیستم

په زړه کښې د وینو بهیر په دوه ډوله دی :

یوه دوره ئي د زړه د ډکولودوره یا مرحله چې (Diastole) ورته واي، ده .  بله مرحله یا دوره چې دزړه د تشېدو دو ره یا (Systole) ورته واي، ده .

د وینو دبهېدو لپاره په زړه کي څلور پردې فعاله دي٬ چې په انځور کي سپین کرښي ښکاري پردې ښیي . چې د بدن ویني په زړه کښې ښه بهیر یاني جریان ولري .  د دغه کار لپاره دغه پردې ځانونه تړي او خلاسوي  .دغه پردې  د والونو دنده لری .   ترمخ تردې چې د زړه د ډکېدو او تشېدودوران ته راسو ، ګورو چې زړه پخپله څرنګه انځور لري : زړه څرنګه چې په  شکل کي ښکاري  یو بیضوي شکل لري٬ چې کښته خوا ئي د هګۍ دسر غوندي او پورته خوا ئي د هګۍ کونک غوندي ښکاري  . ټوله رګونه د زړه په پورته خوا کې په زړه پوري تړلي دي . زړه څرنګه چې په انځور کې ښکاري دوې حجرې لري .  یوه  ګيڼه حجره چې په انځور کي باریکه ښکاري، ده او بله شی حجره ده چې په انځور کي  څه غټه ښکاري  . دواړي حجرې  په یوه کلکه غوښه سره جلا کېږي٬ چې دغه ته د زړه بېلونکی دېوال واي .د زړه دواړو حجروته په عین وخت کې وینه راځې یاني د زړه حجرې ډکېږي او په عین وخت کي وینه ځني ځي یاني زړه تشېږي .

د زړه پردې څرنګه چې پورته و ویل سوه څلور دي . دوې پردې اره ئي پردې دي٬ چې یوه ئي دزړه په کیڼه حجره کي ده  او بله ئي د زړه په شی حجره کي ده . دغه دوې دزړه حجرې ځانونه خلاسوي زړه د وینو ډکه  وي٬ چې دغه دوران ته (Diastole) واي  .  د کیڼي خواد اره ئي پردې له لیاري دسېږي څخه سرې ویني چې اکسجن لري زړه ته راځي او دشی خوا حجرې ته له بدنه څ خه شنې ډوله ویني چې اکسجن نه لري دزړه حجرې ته راځي . په دغه مهال کي د زړ ه دواړې حجرې د ساپو او ناساپ وینو ډکي وي .

دویم :-  دزړه د تشېدو دوره چې (Systole) ورته واي  . په دغه مهال کي د زړه  د  دواړو حجرو څخه  د جیبي پردو  له لياري چې یوه جیبي پرده په کیڼه حجره کي اوبله جیبي پرده چې په شی جحره کي ده٬ زړه داسي تشه وي : په کیڼه حجره کي چې ساپه وینه ده دجیبي پردې له لیاري بدن ته ساپه وینه ورکوي او په شی حجره کي چې ناساپه وینه ده هغه د جیبي پردې له لیاري وسېږي ته د ساپېدو لپاره وینه استوي .  په دغه ډول زړه د وینو څخه تشېږي .

ه دوینو  د ډکېدو رګونه :

وکيڼي حجرې ته له کیڼي خوا د سېږي څخه دوه سره رګونه راغلي دي او شی حجرې ته دبدنه څخه دلاندي خوا او پورته خوا نه دوه پنډ رګونه له بدن څخه راغلي دي ٬ چې زړه ته دبدن ناساپه وینه ورکوي  . پورته مو د دغو رګونو پردې په زړه کي وښودلې دغه رګونه پورته د زړه په انځور کي ښکاري .

 د زړه د تشېدو رګونه :

د کیڼې حجرې په پورته خوا کي یوغټ رګ دی چې درې نور رګونه ځني د پورته خواته جلا سوي دي څرنګه چې په انځور کي ښکاري . دغه رګ و بدن ته د زړه څخه پاکه سره وینه رسوي . او د شی حجرې کیڼې خواته یو شین رګ ښکاري چې سېږي ته د زړه څخه ناساپه شنه وینه د ساپېدو لپاره  ور استه وي٬ څرنګه چې دزړه په انځورکي ښکاري. دا وو دزړه دوینو دوران درګو او دهغه د پردو له لیاري .

ژباړه دیوې المانۍ روغتیا ئي  مجلې څخه .

ژباړونکی محمدسرور وکیلي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب