بیلابیل اسلامي لیکنې

د زړه د سختوالي علاج

 

ډېر خلک وخت تربله دا پوښتنه کوي : څه وجه کېدای شي چې مونږ الله رب العزت ته د خپلو عباداتو په مخکې کولو کې ؛ د عبادت کوم لازم خوند او لذت دی هغه نه محسوساوو، کوښښ کوو چې د خشوع او الله ته د توجه څخه برخمن شو خو هغه نه ترسره کېږي، ددې کوښښ کوو چې د عبادت په وخت کې مو ټول حواس الله تعالی ته متوجه وي. خو فکر مو کله یو خوا او کله بل خوا وي.

ددې په ځواب کې داسې ويلی شو : ددې یوازينی سبب او عامل د الله تعالی د نعمتونو پټوالی کېدای شي، الله رب العزت چې کوم د قوت ، پوهې ، مالدارۍ او.. نعمتونه خپل بنده ته ورکړي، ددې نعمتونو طبیعت داسي دی چې د انسان څخه کمزوري او بې وسي هېروي، د انسان څخه بنده توب او مريېتوب هیروي، دا نعمتونه انسان ته استقلالیت او آزادي ورکوي، انسان ته یورنګه شخصي توانايي وربخښي؛ چې بیا پر خپل قوت ، مالدارۍ او پوهې ډېر غره او فخرمن وي… او چې بیا کله خپل رب ته درېږی نو ددغه نعمتونو په وجه دده څخه فقر وېر وي، څه شی به يې خشوع او عاجزۍ ته اړ کړي چې دده په خیال او تصور کې مالداري ، شخصي توانايي او استقلالیت ګرځي؟!، هغه به څنګه پوې شي چې د الله په وړاندې ولاړ ، دالله تعالی سره خبرې اترې کوي او الله تعالی يې څاري حال داچې هغه نعمتونه چې الله تعالی ورکړي هغه يې په سر کې چورلي؟! دغه نعمتونه يې ددې څخه غافله کوي چې هغه الله تعالی ته خپله عاجزي او کمزوري وښايي، ددې څخه يې بې پروا کوي چې الله رب العزت څخه خپل حاجات وغواړي..

دا پورته سبب وو ، اما علاج به يې څه وي؟

علاج دا دی انسان باید پدې پوې شي چي هغه یو عاجز او کمزوری بنده دی، هغه ذاتا فقیر او غریب دی، هغه په اصل کې الله رب العزت ته محتاج او اړ دی، او دغه نعمتونه چې پرې ورېږي دا عارضي دي (مانا داچې دا نعمتونه تل نه وي، نن وي او صبا نه وي)، یقینا هغه چې انسان یې د نشت څخه دې شتې دنیا ته راوستو هغه اوچت رب او خالق دی، الله رب العزت انسان بې وزله لوڅ او بربنډ پیداکړ، دې دنیا ته يې جاهل او ناپوهه راوست…

کله چې انسان دا پورته حقیقت درک کړي، او پدې پوې شي چې دغه زما یوازينی هویت او شخصیت دی؛ بیا که هغه هرڅومره مالداره ، پوې او غښتلی وي؛ نو دغه هویت يې د الله رب العزت خشوع او عاجزۍ ته راکاږي، او بیا به د خپل خالق پر وړاندې د عبادت په خوند او لذت پوې شي. تاسو دې مانا ته وګورئ چې الله رب العزت انسان ته د څه خطاب کوي: (یُرِیدُ اللهُ أَنْ یُخَفِّفَ عَنْکُمْ وَخُلِقَ الإِنْسَانُ ضَعِیفًا) ژباړه: (الله پرتاسې آسانتیا غواړي (ځکه چې) انسان ډېر کمزوری پیداشوی).یانې کمزورتیا د انسان د خلقت او پيدایښت ملګرې پیدا ده.

همدارنګه دغه بل آیت ته فکر وکړئ: (اللهُ الَّذِي خَلِقَکُمْ مِنْ ضَعْفٍ) ژباړه: (الله پاک هغه ذات دی چې تاسې يې (دکوچني توب) په کمزوري بڼه پیداکړئ)، مانا داچې انسان په حقیقت کې کمزوری پیدا شوی، ددې څخه الله رب العزت غواړي دا راوښايي چې پکار نده د قوت ، مالدارۍ او پوهې نعمتونه  له مونږ څخه خپل هویت او اصلي حقیقت چې مونږ پرې پیدا شوي یو هېر کړي، پدې باید پوې شو چې دا نعمتونه عارضي دي نن وي او صبا نه وي..

نو دا پورته يې علاج دی او که چېرې انسان خپل نفس په پورته حقیقت قانع کړ، نو بیا ددغه مشکل څخه چې دی ترې شکایت کوي د الله په فضل خلاصيږي.

ګرانو! که چېرې مونږ د الله تعالی لطف ، مهربانۍ او شفقت ته ځير شو، اوهغه مهربانې او شفقت داچې هغه مونږ وخت تربله په رنګارنګه امتحانونو او مصیبتونو کې راګيروي، لکه ناروغه کوي مو، د مالدارۍ څخه وروسته مو بې وزله او فقیروي، د قوت څخه مو وروسته کمزوري کوي، د آرامۍ او اطمينان څخه مو وروسته نا آرامه او ويروي، الله رب العزت رښتیا ويلي: (وَنَبْلُوکُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَیْرِ فِتْنَةً وَإِلَیْنَا تُرْجَعُونَ) ژباړه: (او مونږ په ښو او بدو حالاتو کې په غورځولو سره پرتاسې ټولو ازمېښت کوو ؛ په پای کې همدا زمونږ لوري ته ستاسې راګرځېدل دي) همدارنګه: (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ) ژباړه: (او مونږ به ارومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کې پر تاسې ازمېښت کوو).

یو انسان دې ددې فکر نه کوي چې د الله تعالی لطف ، مهرباني او شفقت په دې آفتونو ، مصیبتونو او امتحاناتو کې کوم ده؟

دالله رب العزت شفقت او مهرباني دا ده : هغه زمونږ څخه دا خوښوي چې کوم نعمتونه يې پر مونږ لورولي هغه مو نشه نه کړي او دغه نعمتونه مونږ د الله رب العزت د څار او مراقبت څخه بې پروا نکړي. او دغه نعمتونه راڅخه خپل هویت او اصلي حقیقت پټ نه کړي هغه داچې مونږ دهغه رب عاجزه او کمزوری مخلوق یو.

که چېرې دغه نعمتونه تل او دوامداره وای، نو زمونږ څخه به يې خپل هویت او کمزورتیا وېره کړی وای. مګر الله رب العزت وخت تربله انسان ددې لپاره په رنګارنګه امتحانونو او مصیبتونو کې راګېروي چې هغه خپل رب ته عاجزي او کمزورتیا وښايي او پدې پوې شي چې دغه نعمتونه تل او دوامداره نه وي بلکې عارضي وي.

الله رب العزت فرمايي: (وَاللهُ أَخْرَجَکُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِکُمْ لاَتَعْلَمُونَ شَیْئًا وَجَعَلَلَكُمُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ) ژباړه: (الله تاسې د خپلو مېندو د ګېډو نه په داسې حالت کې راوېستلئ، چې تاسې په هيڅ نه پوهیدلئ. هغه تاسې ته غوږونه درکړل، سترګې یې درکړې، او فکرمن زړونه يې درکړل). مانا داچې ای انسانه ! ما ته یو کمزوری، بې وزله، او عاجزه شخصیت پیداکړی يې، او هغه نعمتونه مې چې درباندې لورولي په هغه مه غره کېږه، هغه عارضي دي ، نو دغه عارضي نعمتونه دې د خپل هویت او حقیقت څخه پټ نکړي.

کله چې انسان په دغه حقیقت پوې شي او خاصتا کله چې مصیبتونه د نعمتونو سره د یواځي کېدو په وخت وګوري، نو هرومرو به يې دا اشکال له منځه ولاړ شې او کله چې په خپلې عاجزۍ او کمزورتيا پوی وي؛ نو بیا به دارنګه پوښتنې هيڅکله نه کوي.

که چېرته د نعمتونو څخه برخمن وي نو د الله تعالی څخه دا غواړي چې دا نعمتونه راباندې تل او دوامداره کړې، او که داسې نه وي نو دالله تعالی څخه دا غواړي چې بېرته دا نعمتونه راوګرځوي، نو په هر حالت کې الله تعالی ته متوجه وي، نو دغه حقیقت دی ، او پکار ده چې پرې پوی شو.

د حیرانتیا ځای دی چې انسان د ډېرې پوهې او معرفت سره سره ډېر ځلې دېته اړ دی چې د ماشومانو څخه درس او عبرت واخلي، آیا دابه مو تر سترګو کړي وي چې یو ماشوم خپل پلار په غیږ کې کلک رانغاړلی په تورتم او یا په داسې وېروونکي خوړ یا دشته کې روان کړی وي، دا ماشوم به دڅه احساس کوي چې پلار په خپله غېږ کې رانغاړلی او کلک نیولی دی؟ دا ماشوم د سختې وېرې او ډار احساس کوي ، دغه ماشوم دوېرې دوجې خپل پلار څومر کلک نیولی وي او ټول حواس او مشاعر يې د وېري له وجې خپل پلار ته متوجه کړي وي. دا ماشوم پر دې پوهيږي چې زه پلار په غيږ کې کلک نیولی یم؛ خو ددې سره سره پدې وېره کې وي چې پلار مې پرېنږدي، نو هغه د خپل پلاره دا غواړي چې شفقت ، رحم او مهرباني ټوله دېته متوجه کړي او دا همداسې کلک او غښتلی ونیسي او پرېېنږدي. تاسو فکر وکړئ دا ماشوم پر خپلې کمزورتیا پوی او قانع دی، ماشوم خپل هویت او شخصيت پېژني، پدې پوهېږي چې هغه د خپل ځان هېڅ نشې کولای، پدې پوهېږي چې دهیڅ یوې حملې دفاع نشي کولای، نو ځکه خو هغه خپل پلار ته د شفقت او مهربانۍ سترګې غوړولي وي ، او پلار پورې يې خپل ځان ټینګ نیولی وي. او ترې جداکېږي نه. مونږ ولې د خپل رب او خالق سره داسې رفتار چې ماشوم يې دپلار سره کوي؛ نه کوو؟!

زه داسې پوهېږم لکه څنګه چې دا ماشوم پوهېږي، که چېرې زه خپل ځان آزاد ، مستقل ، بې اړه او بې پروا وګڼم نو زه خپله هېڅ هم نشم کولای، په ژوند کې هېڅ پرمختګ نشم کولای، او هغه وخت چې الله تعالی را څخه جدا شي نو زه هيڅ شي ته اوړم. نو ولې زما رفتار خپل رب او خالق سره د دغه ماشوم چې خپل پلار سره يې کوي ؛ په څېر نه وي؟!

همداراز که چېري د انسان زړه ډېر سخت وي نو د نرموالي په خاطر باید انسان د ناروغو پوښتنې ته ولاړ شي ، هغه باید روغتونو ته ولاړ شي ترڅو هغه بیماران چې په سخت حالت کې دي وګوري ، دهغوی دردونه باید حس کړي او دافکر وکړي چې دوی هم زما په شان په عافیت او صحت کې وو. زما په شان په آرام او هوسا ژوند کې وو، دهغو ضعف او بې وسي باید مشاهده کړي. او پدې قانع شي چې انسان کمزوری دی او دکمزورتیا په لور روان دی..

هغه باید د قبرونو زیارت وکړي ترڅو زړه يې نرم شي، په هدېره کې باید دا فکر وکړي چې دا خلک پرون ستا په شان په مزو او مرفه ژوند بوخت وو او دا دی نن خاورې پرې بار دي، جنازې ته دې فکر وکړي کېدای شي په دې کې یوه ښایسته انجونه وي ولې دې وېروونکې ځای ته راغله؟ کېدای شي پدغه سپین کفن کې یو لوی مشر ، یا لوی شخصیت او یا یو ظالم پاچا چې په یوه امر به ټول دهغه دامر تابع وو هغه نغښتی وي! ولې دوی دغه کندې ته ورګوځارېږي؟!

ای ربه! زمونږ زړونه نرم کړې! مونږ د غرور او تکبر څخه وساتې، د خپلو نعمتونو چې پر مونږ دې لورولي دعبادت حایل او مانع يې مه ګرځوې. ددې توفیق راکړې چې ستا عبادت په پوره ایماندارۍ او اخلاص وکړو او ته راڅخه راضي شې. وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وآله وصحبه وسلم.

عمر الخراساني

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: