د زنجبیل چای مو وزن کموي

کېدای شي  په دې اړه مو اورېدلي وي، خو له دې به نه وی خبر چې  د زنجبیل چای مو په اسانۍ سره وزن کمولی شي.

 څنګه او څه ډول یې وکاروو، تر څو مو  وزن کم کړي؟

د زنجبیل چای له طبیعي درملو څخه ګڼل کیږي، چې ګڼې ځانګړتیاوې لري او په روغتیایې برخه کې د بدن لپاره ګټور ثابت شوی دی.

د زنجبیل چای څښل له ټولو ښېګڼو سره سره چې  لري یې، له موږ سره د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.

زنجبیل هغه ګټوره ماده، چې په بدن کې د اضافي غوښو په له منځه وړلو کې مرسته کوي. او د بدن التهاب او دردونه له منځه وړي.

نو هغه کسان چې د وزن کمولو په هڅه کې دي کولی شي په غذایي رژیم کې دې زنجبیل زیات کړي.

په دې مطلب کې د زنجبیل د چای څښلو له لارې د وزن کمولو لارې چارې په ګوته شوې دي.

که فکر کوی چې وزن مو ډیر او بدن مو دروند شوی دی، نو د له منځه وړلو او وزن کمولو لپاره لاس په کار شئ.

که د څو ورځو لپاره په پر له پسې ډول د زنجبیلو چای وکاروئ، خپله به وګورئ، چې پر نورو ښېګڼو سر بېره به مو خپل وزن هم بایللی وي.

د دې ترڅنګ د وزن کمولو لپاره کولی شی، په خوړو کې له سبزیو څخه هم ګټه واخلی ځکه ترکاري هم په وزن کمولو کې پوره ونډه لري.

همدارنګه پر دې لارو چارو سربیره مو په ورځني ژوند کې سپورت خپله ورځنۍ دنده وګرځوئ. ډاډه اوسئ چې تر هرځل خوړو وروسته یوه پياله د زنجبیلو چای په څښلو سره به مو په پنځو اونیو کې وزن بدلون ومومي. نو دا هرڅه کلکه اراده غواړي. پرېکړه وکړئ او لاندې لارې چارې عملي کړئ.

د زنجبیل چای څښل څه وخت ګټوردي؟

لومړی: هره ورځ سهار یوه یا هم دوه پيالې زنجبیلي چای له خوړو وروسته او یوه پیاله هم د ماښام له ډوډۍ ورسته څښلی شی.

دویم، تر پنځلسو ورځو پورې دغه چاره تکرار کړئ.

له پنځلس ورځو ورسته یې په کارولو کې یوه اونۍ دمه وکړئ، له یوې اونۍ وروسته یې بیا پيل کړئ، خو یوه شي ته مو باید پام وي، چې د سبزۍ خوړل او سپورت کول دغه چاره لا بریالۍ کوي او کولی شئ په خپل بدن کې مثبت بدلونونه وګورئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب