د زنجبیل چای، ډېرو ناروغیو درمل

د زنجبیل چای؛ د بې شمیرو عامو ناروغیو تر ټولو غوره او بې ضرره درمل

د الله (جل جلاله) په فضل سره طبیعي بوټي بې شمیره روغتیايي ګټې لري او د بې شمیرو مهلکو ناروغیو مخه نیولی شي. په همدې اساس له نوو څیړنو سره د طبیعي بوټو نورې ګټې هم کشف کیږي. یوې نوې څیړنې ثابته کړې چې د زنجبیلو څخه جوړ شوی چای د ویټامین سي (Vitamin C) یو له غوره منابعو څخه دی.

دلته مو له ځینو هغو عامو ناروغیو سره چې د زنجبیل په مرسته يي درملنه ممکنه ده معرفي کوو:

کانګې
هغه خلک چې په سفر کې د کانګو کولو له خنډ او ستونزې سره مخ وي باید د سفر له پیل څخه وړاندې یو ګیلاس د زنجبیلو چای وڅښي کوم چې په ټول سفر کې انسان له کانګو څخه ژغورلی شي. د زنجبیل له یو ګیلاس چای سره له خپل سفر څخه خوند واخلئ.

د معدې وړتیا پیاوړی کوي
د زنجبیل چای د هاضمې نظام پیاوړی کولو سره په معده او بدن کې د غذايي مواد د جذبیدو وړتیا پیاوړی کوي. په ځانګړی ډول له ډیر خواړه خوړلو وروسته د زنجبیل چای مو خیټې ګیس ختموي او په خیټه کې د ګیس له امله پیدا شوی سوی هم له منځه وړي.

سوی له منځه وړي
زنجبیل د سوی پیدا کوونکي عناصرو د له منځه وړلو وړتیا لري چې له دې سربیره د زنجبیل د چای یو ګیلاس د سږو او پښتورګو درد هم اراموي.

د ساه اخیستلو ناروغۍ
د زنجبیل چای د سینې خرابوالی او سخت زکام لپاره ډیر زیات ګټور دی له دې سربیره له چاپیریال سره د حساسیت له امله پیښدوونکی د ساه اخیستلو ناروغۍ لپاره هم تر ټولو غوره درمل دی.

د وینې دوران غښتلی کوي
په زنجبیل کې شته ویټامینونه، معدني مواد او امینو اسید په بدن کې د وینې دوران پیاوړی او غوره کولو سره د زړه له زیات شمیر ناروغیو څخه مخنیوی کوي. د زنجبیل چای په رګونو کې پیدا کیدوونکی غوړ له منځه وړي او په دې ډول د زړه د حملې مخه نیسي.

د ښځو د ځانګړو ورځو لپاره ګټور دی
د زنجبیل چای ښځې د حیض په دوران له تکلیف څخه ژغوري. که چیرې ښځې د زنجبیل په ګرم چای لنده شوې ټوټه په خیټه کیږدي او له دې سره د زنجبیل چای له ګبینو سره ګډ او وڅښي نو دغه عمل يي د حیض له بې شمیره ناروغیو او تکلیفونو څخه يي ژغورلی شي.

د بدن دفاعي نظام لپاره ګټور دی
د زنجبیل چای په بدن کې د تکسید عملیي اندازه کمولو سره د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي او په دې ډول انسان ډیر لږ په ناروغیو اخته کیږي.

ذهني فشار کمولو کې مرسته کوي
د زنجبیل چای د انسان عصابو ته په سخت ذهني فشار پر مهال سکون او ارامتیا ورکوي او په دې ډول د ذهني فشار له امله د پیښیدوونکي ناروغیو څخه مخنیو کوي.
روغتیايي کارپوهانو په وینا کې چیرې د زنجبیل چای خوند نه درکوي نو په کې د لیمو او ګبینو له استعمال سره خوند زیاتولی شئ

داكتره مريم زينب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب