د زده کوونکو (محصلينو) لپاره ۱۲ مهمې لارښوونې او وړاندیزونه

که ښه زده کوونکي اوسئ، نه یوازې دا چې ښې نمبرې او درجې به خپلې کړئ، بلکې ډیرې نورې ګټې هم لري، ځکه که چیرته ښه او تکړه زده کوونکي یاست، کالج، پوهنتون او ان سکالرشیپونو او وړیا زده کړو ته رسېدو کې مو هم د بریا چانسونه ډیر وي.

دلته د ښه زده کوونکي په اړه څو خبرې دي، په دې هیله یې له تاسې سره شریکوو چې ګټه ترې واخلئ.

۱- چمتو اوسئ

ټول اړین او ضروري شیان چې په ښوونځي کې مو په کاریږي له ځانه سر یې یوسئ، لکه کتابونه، قلمونه، پینسلونه، کورنۍ دنده، دوسیه یعنې (هغه پوښونو واله کاغذ چې ځیني مهم نوټونه او دوسیه ګانې په کې ساتل کیږي)، څادر، که ښوونځي کې ناستې لپاره روجايي ته اړتیا وي، نو بیا دا روجايي او همداسې نور اړین شیان چې تاسې ورته په ښوونځي کې اړتیا لرۍ. که مو دا کار وکړ او دا نظریه مو عملي کړه، نو باوري یوو چې تاسې به د زده کړو او درس یادولو لپاره تر ټولو ښه چمتو اوسئ.

۲- منظم اوسئ

د ښوونځي لپاره تل منظم اوسېدل او د هر څه ترتیبول تر ټولو زیات اړین دي، ځکه که چیرته مو وسایل او د ښوونځي سیستم سم تشکیل او تنظیم کړی وي، نو دا ستاسو د کامیابۍ پر لور لومړنی ګام دی.

مثلاً د هر مضمون لپاره دوسیه واخلې، کله چې تاسې د ریاضي یادښت اخلئ، نو دا یادښت پاڼې یا لکچر مو په هماغه دوسیه کې بیل کیږدئ، د ژبې هنرونو مثلاً انګلیسي ژبه، ددې اړوند پاڼې او نوټونه په بیله دوسیه کې وساتئ، د ساینس پاڼې مو د ساینس لپاره ځانګړې شوې دوسیه کې کیږدئ او همداسې نور…ددې لپاره چې دا کار درته لا ډیر اسانه شي، نو هڅه وکړئ، چې د هرې دوسیې په مخونو باندې رنګه کوډونه ووهئ یا لیکل شوې لیبلې پرې ولګوې، مثلاً یو ورقه راواخلئ د اړوند مضمون نوم پرې ولیکئ او هغه د دوسې په مخ یې سلیښت یا سریشت (ونښلوئ).

۳- ټوله پام مو ټولګي ته واړوئ

کله چې په صنف کې کیښنئ، کوښ وکړئ چې ټول تمرکز مو پر ټولګي وي، نه بهرني سوچونه او فکرونه، مثلاً کله چې استاد تاسې ته درس وايي، نو مهم نقاط یا یاداښتونه یې ولیکئ، که چېرته پوه نه شوۍ، ګوته پورته کړئ او له ښوونکي مو پوښتنه وکړئ، ځکه که پوښتنه مو وکړه، نو لا به ډیر ښه درس یاد کړئ.

همدا راز په صنف کې د استاد له خولې نوټ اخیسل به د درس په زده کړه او همدا راز دا چې راتلونکې نور څه تدریسیږي، د هغوی په زده کړه کې درسره مرسته وکړي.

په ټوله کې؛ ۱- استاد له تاسې د پوښتنو کولو هیله لري، ځکه که تاسې پوښتنه وکړئ، ښوونکی به درځیني خوښ شي او داسې فکر وکړي چې زده کوونکي د درس لپاره ډیر مایل دي او باید درس ورته ښه په ذوق سره ووايي.

۲- ډیر په تمرکز کې پاتې شئ، خپلې سترګې مو ښوونکي ته متوجه کړئ، غوږونه مو د ښوونکي درس ته خلاص او بیدار کړئ او نوټ یا یاداښتونه له درس ځینې واخلئ.

۴- شیطاني مه کوئ

نورو ته مزاحمت او شیطاني مه کوئ او په نورو هم ځانته مزاحمت مه جوړوئ، مثلاً: یو بل نه بې ضرورته له شیطانې کتاب کشول، قلم پټول، یو بل سره د درس پر مهال د خبرو کولو غوښتنه او داسې نور…

که چیرته نور همصنفیان یا ټولګیوال له تاسې سره د درس پرمهال خبرې کوي یا داسې کار کوي چې توجه مو ور واوړئ، دا هیڅ کومه خبره نه ده، هغوی ته ووایه چې اوس باید زه او تاسې کار وکړو، استاد ته غوږ ونیسو او همداراز ورته ووایه کله چې تفریح شوه بیا به خبرې وکړو او هلته به سره ښې ټوکې ټکالې وکړو.

۵- په وزګار وخت کې په خپلو یاداښتونو بیا کتنه وکړئ

په صنف کې د اخیستلو شویو نوټونو بیا کتنه او لېکنه درسره ډیره مرسته کوي، په ځانګړي ډول د سختو مضمونونو لکه حقوي یا شرعي، اقتصادي او انجینرۍ اړوند درسونه او کتابونه او داسې نور…

۶- هڅه وکړئ هغه ستونزې چې په درس کې یې لرۍ، ځان سره یې ولیکئ او یا له نورو ملګرو، کورنۍ له غړو یا بل چا نه پوښتنه وکړئ چې تاسې ته پوښتنې ولیکئ، اول هڅه وکړئ چې خپله ورته ځوابونه پیدا کړئ، که خپله نه وي، بیا یې له ښوونکي وپوښتئ.

۷- اضافه لوستل وکړئ

که تاسې ښه یا پوخ لوستونکي نه یاست، نو هڅه وکړئ چې د لوستو کچه او کار مو لوړ کړئ یا یې ښه کړئ. کیدای شي چې تاسې به پرې سم پوه نه شۍ، خو په سختو او چیلینج کوونکو کتابونو او درسونو لوستلو سره د لغاتونو ذخیره پراخیږي او له لوستو سره په قراره قراره اشنا کیږۍ.

۸- له ځان سره ذهني نقشې جوړې کړئ

که چیرته خپل ذهن کې له ځانه سره نقشې او طرحې جوړې کړئ، نو دا به درسره مرسته وکړي چې څو په سختو موضوعاتو او درسونو ښه وپوهیږئ، ځکه کله چې په ذهن کې له ځانه سره نقشې او شکلونه جوړ کړئ، درسونه مو په ذهن کې ښه پاتې کیږي.

۹- په بشپړه او طریقه سره درس ووایه

په زده کړه کې مطالعه تر ټولو ډیره مهمه او اړېنه ده، ځکه دوه ساعته مطالعه مو درجې لوړوي او ډیر څه در زده کوي. خو دا دا دوه ساعته مطالعه باید ډیره رغوونکي او په تفسیري ډول سره وي، ټول هغه شیان چې درس کې درته اخلال جوړوي له ځانه لرې کړه؛ لکه موبایل ټیلیفون، تلویزیون، میوزیک او ډیرې خبرې کوونکي ملګري او خپلوان، څو یو ارام چاپيریال درته برابر شي او درس په کې ووایې.

۱۰- تدریس شوی درس شاته مه اچوه

دا ځانته ورځنی عادت جوړ کړه، چې هره ورځ پخواني درسونه تکرار کړې. ټول هغه شیان چې بې ځایه دې بوختوي لکه برقي وسلې، مثلا فون، اپاډ او لیپ ټاپ ډیر مه کاروه. همداراز کله چې له ښووځي یا زده کړو نه راغلې هغه درسونه له ځانه سره تکرار کړه چې په صنف کې درته استاد ویلي دي.

۱۱- د درس ویلو پرمهال ډیره لنډه دمه واخله

مثلاً په هر دوو ساعتونو کې یو پنځلس دقیقې دمه وکړه. د درس لپاره دې رابیدار شوی ذهن مه یخوه، فقط لنډه دمه واخله او بیرته په خپلو درسونو فکر راټول کړه او ویې لوله.

۱۲- خپله کورنۍ دنده مو ولیکئ

هره وخت چې په ښوونځی کې کورنۍ دنده درکول کیږي، باید ویې لیکئ او سبا ته یې ښوونکي ته ښکاره کړې.

که چیر ته کومه ستونزه دې په کې درلوده نو دا کومه خبره نه ده، بلکې هڅه وکړه چې خپل بل ملګري، ښوونکي، د کورنۍ غړي او له بل کوم کس نه په کې مرسته وغواړه، خو بیا هم ونه شو، همدا سخت ټکی سبا ته هماغه استاد نه وپوښته څو یې ښه درته ځواب کړي، خو ته یې ولیکه، بې لیکلو یې مه پریږده.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب