روژهفقه او عقیده

د روژې ډولونه او د نيت څرنګوالى

روژه پر شپږو ډولونو وېشل كېږي:

فرض

واجب

سنت

مستحب

مكروه

حرام

۱_ فرض روژه: د رمضان د مياشتې له روژې څخه عبارت ده.

۲_ واجب روژه، لاندې ډولونه لري.

الف- د هغه نفلي روژې بېرته پر ځاى كول ( قضايي راوړل) چې مخكې يې فاسده كړې وي.

(ب)- د نذر روژه.

(ج)- د كفارې روژې.

د روژې كفاره په لاندې صورتونو كې لازمه ګرځي:

(الف) له عذر پرته په قصدي ډول د روژې ماتول.

(ب) په قصدي توګه د رمضان په روژه كې جماع كول.

(ج) د ظهار د كفارې روژه.

(د) د قسم ماتول.

(ه) د احرام پر مهال د حاجي او عمره كوونكي لپاره د هغو ځينو منعه كړى شويو شيانو ترسره كول.

(و) په خطا وژنه او هغه څه چې د هغه په حكم كې راځي.

۳_ سنت روژه عبارت ده، د محرم د مياشتې د نهمې يا يوولسمې ورځې روژه د عاشورا له روژې سره.

۴_ مستحب روژه عبارت ده، له:

(الف) په هر مياشت كې درې ورځې روژه نېول، فرق نه كوي چې د مياشتې په هره برخه كې وي.

(ب) د هرې مياشتې د بيض ( ۱۳_۱۴_۱۵) مې ورځې روژه نېول.

(ج) په هره اوونۍ كې د دوشنبې او پنجشنبې ورځې روژه نېول.

(د) د شوال د مياشتې د شپږو ورځو روژه نېول.

(ه) پرته له حاجي، د عرفې د ورځې روژه نېول.

(و) د حضرت داوود (عليه السلام) په څېر روژه نېول، هغه په دې ډول، چې يو څوك دې يوه ورځ روژه ونيسي او بله يې وخوري، او دا د روژې تر ټولو ښه ( افضلې) او هغه روژې دي، چې لوى خداى ( ج) يې ترټولو يې ډېره خوښوي.[irp][irp][irp]

۵_ مكروه روژې عبارت دي، له:

(الف) د عاشورا په ورځ روژه نيول، يعنې كه هغه يې د محرم له نهمې يا يوولسمې ورځې څخه پرته په يوازې ډول ونيسي او دغې ورځې يې پرې ونه نښلوي.

(ب) د شنبې د ورځې روژه نېول، كه يې يوازې ونيوله.

(ج) د وصال روژه، او هغه دا ده، چې روژه نېوونكى په اصل كې له ماښامه وروسته روژماتۍ ونكړي او د سبا ورځې روژه ورسره يوځاى كړي.

حرام روژې عبارت دى، له:

(الف) د كوچني اختر په ورځ روژه نېول.

(ب) د لوى اختر په ورځ روژه نيول.

(ج) د تشريق د ورځې روژه نېول او هغه عبارت ده د ذوالحجې د مياشتې له ( ۱۱_۱۲_۱۳) مو ورځو څخه.

د روژې د نيت كولو وخت:

روژه نه سهي كېږي مګر په نيت سره.

د نيت محل: زړه دى.

روژه له شپې بياد ورځې تر نيمايي پورې په نيت كولو سره سهي كېږي:

۱_ د رمضان د روژې په ادا كولو كې.

۲_ د ټاكلي نذر په روژه كې.

۳_ په نفلي روژه كې.

د رمضان د روژې نېول په مطلق او همدارنګه د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.

د ټاكلي نذر روژه په مطلق نيت او همدا راز د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.

د نفل روژه په مطلق نيت او همدا راز د نفل روژې په نيت سره سهي كېږي.[irp][irp]

او د لاندينيو روژو د نيت ټاكل او په شپه كې نيت كول شرط دى، چې د سهار له راختو څخه وروسته نه سهي كېږي.

۱_ د رمضان د قضايي روژې په نيولو كې.

۲_ د هغو قضايي روژو په ادا كولو كې، چې نفلي روژې يې فاسدې كړې وي.

۳_ د كفارې روژې په نيولو كې.

۴- د مطلق نذر روژې په نيولو کې.

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: