روژه

د روژې احکام او مسایل | پيل په ح توري

پيل په ح توري:

د حائضې خوراک او څښاک:

حائضه مېرمن کولای شي په رمضان کې خوراک او څښاک وکړي؛ خو که له نورو روژه تيانو يې پټ وکړي غوره ده.([1])

حيض په حالت کې روژه:

مېرمنو ته روا نه دي چې د حيض په موده کې روژه ونيسي او يا لمونځ وکړي . ([2])

حيض هغې وينې ته وايي چې د يوې روغې او بالغې مېرمنې له رحم څخه د کم ترکمه پنځلس ورځو په ځنډ سره راځي، د حيض کمه موده درې ورځې او درې شپې ده او زياته موده يې لس ورځې او لس شپې ده، که له دې څخه کمه يا زياته موده د کومې مېرمنې وينه راغله، هغه حيض نه بلل کيږي؛ بلکې ناروغي (استحاضه) ده، د استحاضې په شپو-ورځو کې به مېرمن روژې هم نيسي او لمونځ به هم کوي.([3])

که یوه مېرمن د رمضان په منځ کې له حيض څخه پاکه شي، هغه دې نورې روژې پيل کړي او د پاتې روژو دې بيا قضا راوړي او د حيض په موده کې د پاتې شويو لمونځونو قضا پرې نشته .

که يوې مېرمنې روژه نيولې وه او د ورځې په منځ کې يې حيض راغی، روژه يې فاسده شوه او کولای شي خوراک او څښاک وکړي، بيا چې د حيض د ورځو د روژو قضا راوړي د همدې ورځې قضا دې هم راوړي.([4])

د حيض په حالت کې کوروالی کول، قرآن کريم ته لاس ور وړل، مسجد ته تلل، لمونځ کول، روژه نیول او د بيت الله طواف کول ناروا او حرام دي.([5])

د حيض په شپو کې د پاتې شويو لمونځونو قضا نشته؛ خو د خوړلو روژو قضا لازمه ده.([6])

که يوې مېرمنې فرض لمونځ د وخت په وروستۍ برخه کې کاوه او د لمانځه په منځ کې يې حيض راغی، لمونځ يې مات شو، له پاکېدلو وروسته د همدې لمونځ قضا هم پرې نشته .

او که د نفل لمانځه په منځ کې يې حيض راغی، له پاکېدلو وروسته يې قضا لازمه ده.([7])

که يوه مېرمن نفل روژه ونيسي او د ورځې په لړ کې يې حيض راشي، د دې روژې به هم قضا راوړي اګر که حيض يې د ورځې په وروستۍ برخه کې راغلی وي.([8])

که د کفارې د روژو په منځ کې د يوې مېرمنې حيض راغی د کفارې د روژو پرله پسېوالي (تسلسل) ته يې زيان نه رسوي، له پاکېدلو سمدستي وروسته دې بيا روژې پيل او دوه مياشتې پوره کړي، او که له پاکېدلو وروسته يوه ورځ هم روژه پرېږدي، تسلسل يې له منځه ولاړ او بيا به دوه مياشتې له سره پيلوي.([9])

[irp][irp][irp]

که د يوې مېرمنې حيض درې ورځې راغی خو درې شپې رانغی، د مثال په توګه د جمعې په سهار پيل شو او د يکشنبې له لمر پرېوتلو وړاندې بند شو، حيض نه؛ بلکې ناروغي ګڼل کيږي، ځکه چې د حيض لپاره کم تر کمه وخت پوره درې شپې او درې ورځې دی.([10])

د حيض په موده کې چې  سور، زېړ، شين، خاورين هر رنګ راشي، حيض ګڼل کيږي، کله چې ايښودل شوی ټوکر داسې سپين ښکاره شي څنګه چې له ايښودلو وړاندې و، بيا پاکوالی راغی.([11])

له نهه (۹) کلنۍ وړاندې او پنځه پنځوس (۵۵) کلنۍ وروسته د مېرمنې حيض نه راځي؛ نو که له نهه کلنۍ وړاندې د کومۍ نجلۍ وينه راشي هغه ناروغي ګڼل کيږي، دغه راز که له پنځه پنځوس کلنۍ وروسته هم د مېرمنې حيض نه راځي؛ خو راتلل يې ممکن دي؛ نو که له دې عمر وروسته هم د کومې مېرمنې وينه راشي هغه دې وګوري، که د تېر عمر په څېر، زېړ، شين او خاورين رنګ پکې و، حيض دی او که هغسې رنګونه نه  وو، ناروغي (استحاض) ګڼل کيږي.([12])

که د يوې مېرمنې د حيض موده تل درې يا څلور ورځې وه؛ خو يو ځل يې موده زياته شوه؛ نو که له لسو ورځو زياته نشوه، حيض ګڼل کيږي، اوکه له لسو ورځو زياته شوه، بيا حيض هماغه درې يا څلور ورځې دی او نوروې ورځې ناروغي شمېرل کيږي.

د دې مثال داسې دی لکه د یوې مېرمنې حيض تل څلور ورځې و خو یوه مياشت لس ورځې او لس شپې راغی؛ نو دا ټولې لس ورځې او لس شپې حيض ګڼل کيږي؛ خو که له لسو ورځو او شپو لږ وخت هم زيات شو، بيا له پخواني عادت څخه زیاته موده ناروغي ګڼل کيږي، د هغو ورځو د لمونځونو قضا به راګرځوي .

که د يوې مېرمنې د حيض موده معلومه نه وه، کله څلور، کله پنځه ، کله شپږ، او کله لس ورځې راځي، دا ټول حیض ګنل کیږي؛ خو که يوه مياشت له لسو ورځو یو څه وخت هم زياته موده راغی بيا دې وګوري چې له دې نه وړاندې مياشت کې يې حيض هر څو ورځې و هغومره ورځې يې دا میاشت هم حيض ګڼل کيږي او نورې ورځې ناروغي (استحاضه) ده.

که د يوې مېرمنې عادت څلور ورځې و او بيا يوه مياشت پنځه ورځې شو او ورپسې مياشت يې پنځلس ورځې وينه راغله؛ نو د نوموړې حيض به پنځه ورځې حسابيږي او لس ورځې ناروغي،  د پخواني عادت اعتبار يې له منځه ځي او داسې ګڼل کيږي لکه د نوموړې عادت چې له څلورو ورځو څخه پنځو ورځو ته بدل شوی دی.([13])

که د يوې نجلۍ په لومړي ځل حيض راغی؛ نو که له لسو ورځو کم يا لس ورځې و، حيض دی او له دې زيات استحاض ګڼل کيږي .([14])

که د يوې نجلۍ لومړی ځل حيض راشي او همداسې روان وي او ډېره موده دوام وکړي؛ نو له لومړۍ ورځې څخه تر لسو ورځو او شپو پورې حيض شمار کيږي او شل ورځې ناروغي، د بلې مياشت هم لومړنۍ لس ورځې حيض او ورپسې شل ورځې ناروغي، د ناروغۍ په ورځو کې به لمونځونه  کوي او روژې به هم نيسي.([15])

د دوو حيضونو تر منځ کمه موده پنځلس ورځې ده او د زياتې مودې ټاکلی وخت نه دی معلوم؛ نو که د يوې مېرمنې حيض د يو څه له امله بند شي، ترڅو يې چې حيض راځي ټوله موده به پاکه وي.([16])

که د يوې مېرمنې درې ورځې حيض راغی او بيا پنځلس ورځې پاکه وه، او بيا درې ورځې حيض راغی؛ نو هغه د سر درې ورځې او دغه درې ورځې يې حيض شمېرل کيږي او په منځ کې پنځلس ورځې پاکوالی دی.([17])

که يوه يا دوه ورځې يې وينه راغله او بيا پنځلس ورځې پاکه وه، بيا يوه يا دوه ورځې وينه راغله؛ نو ټولې ورځې يې پاکوالی شمېرل کيږي؛ ځکه چې د حيض کم ترکمه موده درې ورځې ده.([18])

که د يوې مېرمنې يوه يا څو ورځې وينه راغله او بيا له پنځلسو کمې ورځې پاکه وه، د پاکوالي ورځې معتبرې نه دي، داسې ګڼل کيږي چې ټولې ورځې يې وينه راغلې ده، نو چې پخوانی عادت يې هر څو ورځې و هغومره به حيض شمېرل کيږي او نورې ورځې ناروغي (استحاضه) .

د مثال په ډول  د يوې مېرمنې عادت دی چې د هرې مياشتې لومړۍ، دوهمه او دريمه ورځ يې حيض راځي؛ خو يوه مياشت داسې پېښه شوه چې د مياشتې په لومړۍ نېټه يې يوه شپه وينه راغله او بېرته ودرېده، بيا څوارلس ورځې پاکه وه او بيا يې يوه ورځ  وينه راغله، دا داسې ګنل کيږي لکه شپاړس ورځې ټولې يې چې وينه راغلې وي؛ نو د نوموړې له عادت سره سم د مياشتې لومړۍ درې ورځې يې حيض او نورې ديارلس ورځې ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي، او په همدې صورت کې که د کومې مېرمنې عادت د مياشتې څلورمه، پنځمه او شپږمه نېټه د حيض ورځې وي؛ نو څلورمه، پنځمه او شپږمه ورځ  يې حيض او لومړنۍ درې ورځې او لس  ورځې وروستۍ يې ناروغي (استحاضه) شمېرل کيږي، او که پخوا يې عادت  نه  و او لومړی ځل يې وينه راغله؛ نو لومړی لس ورځې يې حيض او نورې ورځې ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي.([19])

د مېندوارۍ په ورځو کې چې وينه راشي هم حيض نه ګڼل کيږي؛ بلکې ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي.([20])

د کمکي د پيدا کېدو پر وخت چې له پېدايښت وړاندې کومه وينه راځي هغه هم استحاضه ده؛ بلکې څو پورې چې د کمکي ډېره برخه نه وي راوتلې، تر هغو وينه ناروغي (استحاضه) ګڼل کيږي.([21])


([1] ) و اجمعوا على أنه لا يجب التشبه على الحائض والنفساء(خلاصة الفتاوى: 1/263). ومن لم يكن على تلك الصفة لم يجب الامساك كمافي حالة الحيض والنفاس ثم قيل الحائض تاكل سرا لا جهرا وقيل تاكل سرا وجهرا. (البحرالرائق: 2/289).

([2] ) يمنع (اي الحيض) صلاة مطلقا ولو سجدة شكر وصوما اي يحرمه و يمنع صحته لاوجوبه. (فتاوى شامي 1/290).

([3] ) وهو دم ينفضه رحم امرأة سليمة عن داء وصغر و اقله ثلاثة ايام واكثره عشرة, فما نقص من ذلك او زاد استحاضة. (البحرالرائق: 1/190).

([4] ) الحائض والنفساء لاتصومان و تقضيان (تاتارخانية: 2/387). اذا حاضت المرأة او نفست افطرت وقضت, بخلاف الصلاة (تاتارخانية: 2/272).

([5] ) و اما حكم الحيض…..فمنع جواز الصلوة والصوم وقرأة القرآن ومس المصحف الا بغلاف ودخول المسجد والطواف بالبيت (بدائع الصنائع: 1/44).

([6] ) (و منها) أن يسقط عن الحائض والنفساء الصلوة فلاتقضي…(ومنها) أن يحرم عليهما الصوم فتقضيانه. (عالمكيري 1/38).

([7] ) لو افتتحت الصلوة في آخرالوقت ثم حاضت لايلزمها قضاء هذه الصلوة بخلاف التطوع.(عالمكيري: 1/38, وفي الشامية: قوله (قضتهما) للزومهما بالشروع 1/291).

([8] ) لو توضأت ووضعت الكرسف ثم احست بنزول الدم اليه قبل المغرب ثم رفعته بعده تقضي اليوم.(البحرالرائق: 1/191). و اذا شرعت في صوم النفل ثم حاضت يلزمها القضاء (عالمكيري: 1/38).

([9] ) ولا يقطع التتابع في صوم كفارة القتل والفطر(البحرالرائق: 1/194).

([10] ) و اقله ثلاثة ايام واكثره عشرة فما نقص من ذلك او زاد استحاضة…حتى لو رأت عند طلوع الفجر يوم السبت, وانقطع عند غروب الشمس يوم الإثنين لايكون حيضا(البحرالرائق: 1/191).

([11] ) ان الوان الدماء ستة: السواد, والحمرة, والصفرة والكدرة والخضرة والتربية…. وكل هذه الألوان حيض في أيام الحيض الى أن ترى البياض. (البحرالرائق: 1/192).

([12] ) وهو من تسع سنين الى الاياس…الاياس مقدر بخمس وخمسين سنة وهو المختار….وعليه الفتوى….فما رأت بعدها لايكون حيضا(عالمكيري: 1/36).

([13] ) لوزادت ولم تجاوز العشرة كان الكل حيضا بالاتفاق(البحرالرائق: 1/203) و ان جاوزالعشرة ففي…..المعتادة معروفتها في الحيض حيض والطهر طهر. (عالمكيري: 1/37).

([14] ) فان لم يتجاوز العشرة فالطهر والدم كلاهما حيض سواء كانت مبتدأة او معتادة و إن جاوز العشرة ففي المبتدأة حيضها عشرة أيام.(عالمكيرية: 1/37).

([15] ) اذا بلغت مستمرة الدم فيقدر حيضها بعشرة أيام من كل شهر وباقيه طهر(عالمكيريه: 1/37). ان المبتدأة اذا استمر دمها فحيضها في كل شهر عشرة وطهرها عشرون(شامي: 1/286).

([16] ) واقل الطهر خمسة عشر يوما ولاغاية لاكثره. (عالمكيري: 1/37).

([17] ) اذا كان الطهر خمسة عشر يوما او أكثر يعتبر فاصلا فيجعل كل واحد من الدمين او احدهما بانفراده حيضا(عالمكيري: 1/37).

([18] ) قوله فما نقص من ذلك او زاد استحاضة اي مانقص من الأقل او زاد على الأكثر فهو استحاضة(البحرالرائق: 1/192). و أقل الطهر خمسة عشر يوما بإجماع الصحابة رضي الله عنهم(البحرالرائق: 1/208).

([19] ) فَلَوْ رَأَتْ مبتدأة يَوْمًا دما وَأَرْبَعَةَ عَشَرَ طُهْرًا ويوما دَمًا كانت الْعَشَرَةُ الْأُولَى حَيْضًا يُحْكَمُ بِبُلُوغِهَا وَلَوْ رَأَتْ الْمُعْتَادَةُ قبل عَادَتِهَا يَوْمًا دَمًا وَعَشَرَةً طُهْرًا ويوما دَمًا فَالْعَشَرَةُ التي لم تَرَ فيها الدَّمَ حَيْضٌ إنْ كانت عَادَتُهَا الْعَشَرَةَ فَإِنْ كانت أَقَلَّ رُدَّتْ إلَى أَيَّامِ عَادَتِهَا.

([20] ) و اما شرطه…..فراغ الرحم عن الحبل الذي تنفس بوضعه لان الحامل لاتحيض(البحرالرائق: 1/191).

ايضا: وكذا استحاضة ماتراه الحامل ابتداء او حال ولادتها قبل خروج الولد(عالمكيرية: 1/38).

([21] ) وما تراه حامل ولو قبل خروج أكثر الولد استحاضة(شامي: 1/285).

صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: