روژه

د روژې مسائل (ب)

بالغ کېدل

که څوک په روژه کې د ورځې بالغ شي يا يو نامسلمان په رمضان کې د ورځې ايمان راوړي، په همدې ورځ دې خوراک او څښاک نه کوي؛ خو که داسې يې ونه کړل، پر دواړو قضا نشته . ([1])

که په روژه کې يو هلک له غرمې وړاندې بالغ شي او په دغه ورځ يې تر همدې وخته خوراک-څښاک نه وي کړی، او له غرمې وړاندې د روژې نيت وکړي او پوره يې کړي، روژه يې سهي ده. ([2])

بوډاوالي له امله د روژې نيولو وس نه لرل

که يو نر يا ښځه د بوډاوالي يا دوامداره ناروغۍ له امله روژې نشي نيولای او په راتلونکي کې يې هم د وس او روغتيا هيله نه وي، کولای شي د هرې روژې په بدل کې د يوې سرسايې هومره (۲.۳۲ کلو ګرامه غنم) يا يې قيمت ورکړي، او که له دې وروسته بېرته روغ شو بيا پرې قضا هم لازم ده. ([3])

بلغم

په روژه کې قصدا له خېټې څخه بلغم را وېستلو او توکولو سره روژه نه فاسديږي، خو که  بلغم له خېټې څخه خولې ته راوستل شي او د ډکې خولې په اندازه وي، او بيا قصدا بېرته تېر کړل شي؛ نو د امام ابويوسف رحمه الله په نزد یې روژه فاسديږي او د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد نه فاسديږي؛ ځکه احتياط پکار دی.([4])

او که بلغم يې له خولې څخه پر زنه را توی شي؛ نو که له خولې را جلا شوي و، او بیا يې خولې ته ننوېستل او تېر يې کړل،  روژه يې فاسديږي او که نه و جلا شوي، بلکې يو سر يې پر زنه او بل په خوله کې دننه و، بيا په بېرته کش کولو او تېرولو سره روژه نه فاسديږي . ([5])

بواسير

كه يو څوک د خوني بواسيرو ناروغي ولري او د روژې له امله يې ناروغي زياتيږي او له ډېر تکليف سره مخ کيږي او د روژې نه نيولو په صورت کې يې ناروغي ښه کيږي؛ داسې ناروغ ته اجازه شته چې د رمضان روژې وخوري، چې کله روغ شي بيا دې قضا راوړي او فديه ورکول يې سهي نه دي .

خو که يو څوک داسې ناروغ وي چې د رغېدو اميد يې نه وي، هغه کولای شي د روژو فديه ورکړي؛ خو که له فديې ورکولو وروسته بيا روغ شو، فديه يې له منځه ولاړه او د هماغه روژو قضا به راوړي . ([6])

د بواسير ناروغ نشي کولای په روژه کې له مقعد دننه برخې باندې ملهم، تېل يا بله دوا وکاروي؛ ځکه چې له دې سره ډېر امکان شته چې دوا خيټې ته دننه ولاړه شه چې بیا یې روژه فاسدیږي  او که تر هغه حده ونه رسيږي هم يې د رسېدلو امکان شته، چې په دې صورت کې يې کارول مکروه دي؛ ځکه احتياط پکار دی .

که د قضا حاجت پر وخت د بواسير تڼاکې بهر را ووځي؛ نو له استنجا کولو وروسته بېرته له دننه کولو وړاندې يې وچول اړين دي، کنه د اوبو دننه تللو په صورت کې روژه فاسديږي . ([7])

د بېلمازه روژه

که څوک رمضان کې روژه نيسي او لمونځ نه کوي، روژه يې سهي ده او د لمانځه نه کولو ګناه يې پرخپل ځای ده، روژه جلا او لمونځ جلا حکم دی، يو له بل سره نه دي تړلي، که څوک روژه نيسي د الله يو امر پرځای کوي او چې لمونځ نه کوي له بل امر څخه يې سرغړونه کوي چې د هر يوه بدله به ور رسېږي . ([8])

بې هوښي

که څوک په رمضان کې بې هوښه شي؛ نو چې بې هوښي يې هر څو ورځې دوام وکړي د هغو ورځو قضا به راوړي البته په کومه ورځ چې بې هوښه شوی وي د هغې ورځې قضا به نه راوړي؛ ځکه چې د هغې ورځې روژه يې د نيت له امله سهي ده، او که په لومړۍ ورځ يې روژه له سره نيولې نه وه او يا يې کومه دوا يا اوبه له ستوني تېر شول بيا به د دې ورځې قضا هم را ګرځوي .

که چا د شپې له خوا د سبانۍ ورځې روژې نيت کړی و او له سهار راتللو وړاندې بې هوښه شو؛ نو که له صبح صادق وروسته تر ماښامه يې له ستوني څه تېر نه کړل د همدې ورځې روژه يې سهي شوه، اګر که ټوله ورځ يې په بې هوښۍ کې هم تېره شي .

د بې هوښۍ له امله روژه نه ماتيږي، او په داسې وخت کې د دوا او درملنې په موخه روژه ماتول روا ده . ([9])

که څوک د رمضان ټوله مياشت بې هوښه وي، له روغتيا وروسته به د ټولو روژو قضا راوړي . ([10])

د بل په روژه ماتي روژه ماتول

د بل چا په رالېږلي روژه ماتي روژه ماتولو کې هيڅ خنډ او بدوالی نشته، د روژې په ثواب کې هيڅ کموالی نه راځي او روژه ماتي ورکوونکي ته د روژه نيوونکي هومره ثواب ورکول کيږي.([11])

د بهر اوسېدونکو سرسايه

ځينې خلک چې په بهرنيو هېوادونو کې اوسېږي خپلو خپلوانو ته وايي چې د هغوی له خوا هم سرسايه ورکړي؛ نو په داسې وخت کې د هر هېواد قيمت د اعتبار وړ دی.

د دې ښه لاره دا ده چې د هغه ځای په ميانه مميزو، کجورو، يا غنمو د هغوی سرسايه ورکړي او يا دې د هغه ځای قيمت ورکړي، او که د دې شيانو قيمت دلته زيات وو، بيا دې د دې ځای حساب وکړي چې نېستمنو ته يې ډېره ګټه ورسيږي. ([12])

بنديانو ته سرسايه ورکول

که کوم بندي مسکين وي او د نصاب څښتن نه وي، سرسايه ورکول سهي دی.([13])


([1] ) ولو بلغ الصبي او اسلم كافر امسك يومه ولم يقض شيئا

([2] ) و انما تجوز النية قبل الزوال اذا لم يوجد قبل ذلك بعد طلوع الفجر ما ينافي الصوم. (عالمكيري ۱/۱۹۶).

([3] ) (ومنها كبرالسن) فالشيخ الفاني الذي لايقدر على الصيام يفطر ويطعم لكل يوم مسكينا كما يطعم في الكفارة كذا في الهداية والعجوز مثله كذا في السراج الوهاج وهو الذي كل يوم نقص الى ان يموت كذا في البحرالرائق….. لوقدرعلى الصيام بعدمافدى بطل حكم الفداءالذي فداه حتى يجب عليه الصوم هكذا في النهاية(عالمكيري 1/207)

([4] ) سئل ابراهيم عمن ابتلع بلغما, قال ان كان اقل من ملألفم فيه لاينقض اجماعا, وان كان ملأ فيه ينقض صومه عند أبي يوسف وعند أبي حنيفة لاينقض (فتاوى الشامي 2/400-415).

([5] ) وَلَوْ سَالَ لُعَابُهُ من فيه إلَى ذَقَنِهِ من غَيْرِ أَنْ يَنْقَطِعَ من دَاخِلِ فَمِهِ ثُمَّ رَدَّهُ إلَى فيه وَابْتَلَعَهُ لَا يُفْطِرُهُ لِأَنَّهُ لَا يَتِمُّ الْخُرُوجُ بِخِلَافِ ما إذَا انْقَطَعَ كَذَا في الظَّهِيرِيَّةِ في الْمُقَطَّعَاتِ في الْحُجَّةِ رَجُلٌ له عِلَّةٌ يَخْرُجُ الْمَاءُ من فَمِهِ ثُمَّ يَدْخُلُ وَيَذْهَبُ في الْحَلْقِ لَا يَفْسُدُ صَوْمُهُ كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة. (الفتاوى الهندية: 1/203)

ايضا: ولو أخرجه عن فمه الى ذقنه لم ينقطع عما كان دخل فمه ثم رده الى فمه وابتلعه لايفطره(خلاصة الفتاوى1/254)

([6] ) وان خاف زيادة العلة وامتداده فكذلك عندنا وعليه القضاء اذا اقطر (التاتارخانية: 2/383). وفي البحرالرائق: وللشيخ الفاني وهو (يفدي فقط) اى له الفطر وعليه الفدية وليست على غيره من المريض. (البحرالرائق: 2/286). وفي الهندية: ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم. (عالمكيرية 1/207).

([7] ) واذا خرج دبره وهو صائم ينبغي ان لايقوم من مقامه حتى ينشف ذلك الموضع بخرقة كيلايدخل الماء جوفه فيفسد صومه…. والصائم اذا استقصى في الإستنجاء حتى بلغ الماء مبلغ الحقنة يفسد صومه. (عالمكيرية 1/204).

([8] ) كما في الشامية: وفيها فرأ القرآن ولم يعمل بموجبه يثاب على قرأته كم يصلي ويعصي, تحته في رد قوله يثاب على قرأته وان كان ياثم بترك العمل فالثواب من جهة والاثم من جهة اخرى. (شامي6/397). فتاوى دارالعلوم ديوبند 6/499.

([9] ) (وَيَقْضِي باغماء سِوَى يَوْمٍ حَدَثَ في لَيْلَتِهِ ) لِأَنَّهُ نَوْعُ مَرَضٍ يُضْعِفُ لقوى( القوى )وَلَا يُزِيلُ الحجى(الحجا)فَيَصِيرُ عُذْرًا في التَّأْخِيرِ لَا في الْإِسْقَاطِ  وَإِنَّمَا لَا يَقْضِي الْيَوْمَ الْأَوَّلَ لِوُجُودِ الصَّوْمِ فيه وهو الْإِمْسَاكُ الْمَقْرُونُ بِالنِّيَّةِ إذْ الظَّاهِرُ وُجُودُهَا منه وَيَقْضِي ما بَعْدَهُ لِانْعِدَامِ النِّيَّةِ  وَلَا فَرْقَ بين أَنْ يَحْدُثَ الْإِغْمَاءُ في اللَّيْلِ أو في النَّهَارِ في أَنَّهُ لَا يَقْضِي الْيَوْمَ الْأَوَّلَ وَإِنَّمَا ذَكَرَ الْمُصَنِّفُ حُدُوثَهُ في لَيْلَتِهِ لِيُعْلَمَ حُكْمُ ما إذَا حَدَثَ في الْيَوْمِ بِالْأَوْلَى لِوُجُودِ الْإِمْسَاكِ وهو ليس بِمُغْمًى عليه. (البحرالرائق: 2/290)

([10] ) ولو اغمى عليه رمضان كله قضاه وهذا بالاجماع كذافي معراج الدراية (فتاوى العالمكيرية:1/208).

([11]) عن زيد بن خالد الجهني قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من فطر صائما كان له مثل أجرهم من غير أن ينقص من أجورهم شيئا.(سنن ابن ماجة, حديث رقم: 1746, حديث صحيح)

([12]) فتاوى رحيميه: 7/195.

([13]) وجاز دفع كل شخص فطرته الى مسكين.(شامي:2/367).

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: