د روژې روغتیايي ګټې

الله تعالی د روژې فريضه د دې لپاره رالېږلې ده چې مسلمانان د الله تعالی امر ومني، او پرهېزګاره شي.

الله تعالی فرمايې: ﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴾ [سورة البقرة: ۱۸۳]  ای مؤمنانو ! په تاسو باندې روژه فرض کړل شوې ده لکه څرنګه چې ستاسو څخه په مخکينيو امتونو فرض کړل شوې وه، د دې لپاره چې تاسې پرهېزګاره شئ.

د روژې ديني ګټې ډېرې زياتې دي، چې يو له هغې څخه پرهيزګاري ده، يا د انسان خواهشات کنټرولوي، او له دې څخه زياتې نورې ګټې هم لري خو اوس د روژې روغتيايې ګټې بيانوو.

اوسني طب دا معلومه کړې ده چې انسان روژې ته دومره اړتيا لري لکه څومره چې تنفس، حرکت،خوراک او څښاک ته اړتيا لري، لکه څرنګه چې انسان له خوراک يا څښاک او يا حرکت څخه منع شي نو ناروغه کېږي، همدارنګه که يو تن روژه ونه نيسي نو له ناروغۍ سره به مخ شي، روژه د انسان زړې او د ضرورت څخه زياتې حجرې له منځه وړي، او د هغې په ځای نورې نوې حجرې منځ ته راځي.

د روژې له برکتونو څخه يوه دا هم ده چې روژه د زياتو ناروغيو مخنيوی کوي، او انسان ته روغتيا بښي، او هغه خلک چې په اسلام باندې دا اعتراض کوي چې روژه انساني قوت له منځه وړي، هغوی دا خبرې له ځانه کوي، بلکې اوسني طب دا ثابته کړې ده چې د زياتو ناروغيو علاج په روژې سره سرته رسېږي، په لاندې توګه د روژې ځينې روغتيايې ګټې بيانوو:

۱/ د انساني بدن له پړسوب څخه ژغوري:

روژه د انساني بدن بې کاره او کمزورې حجرې له منځه وړي ، کله چې انسان وږی شي نو داخلي سيستمونه په حرکت راشي او د ولږې له منځه وړلو لپاره هغه کمزوري حجرې له منځه وړي، په دې سره انسان د راحت احساس کوي، او انسان ته بېرته قوت را ګرځوي، همدارنګه د بدن هغه غړی چې ناروغه وي د روژې سره يې حجرې بدليږي، همدارنګه روژه د انسان بدن له زياتره رسوباتو څخه ژغوري، د انسان په بدن کې کلسيمي او غوړ رسوبات له منځه وړي.

۲/ له شوګر څخه انسان ساتي:

روژه د انسان شوګر کموي، چې په دې سره د پانکراس غده آرام اخلي، د پانکراس غده د انسولين ماده ترشح کوي، کله چې انسان خواږه وخوري نو د دې مادې په واسطه په نشوياتو بدلېږي، همدارنګه په نسجونو کې غوړ مواد ذخيره کوي، کله چې خواړه د ترشح شوي انسولينو څخه زيات شي، نو پانکراس د ستړتيا احساس کوي، او له خپلې وظيفې څخه عاجزه کيږي، په دې توګه په وينه کې شوګر زياتېږي، او په دې توګه په بدن کې د شوګر اندازه زياتېږي تر دې چې انسان د شوګر په ناروغۍ اخته شي.

ډاګټران هم د شوګر ناروغ ته د لس ساعتونو لپاره د خوراک او څښاک بندولو وصيت کوي، بيا له هغې وروسته ناروغ لږ خوراک کوي، او دغه عمليه به درې هفتو پورې پوره کوي، چې دې عمليې ډېر ښه پايلې او نتيجې ورکړي دي، او د شوګر په کنټرولو کې يې پوره برخه اخيستې ده.

 

۳/ د وزن کموالي سبب ګرځي:

روژه د انسان وزن کموي، په دې شرط چې د روژه ماتي په وخت په خوراک کې له اعتدال څخه کار واخيستل شي، او خپله معده له خوراک او څښاک څخه ډکه نشي، نو هغه خلک چې د وزن له زياتوالي څخه شکايت کوي، روژه يو بهترين علاج دی.

کله چې انسان د روژه ماتي په وخت خورما وخوري، نو خورما انسان ته د هغه شوګر پوره کوي، او په دې توګه انسان ته قوت حاصلېږي، خو که روژه ماتی په غوښو، سبزيانو، او د غنمو په ډوډۍ پيل شي، نو د دې موادو هضمېدل ډېر وخت ته اړتيا لري، او يوه څه برخه يې په نشوياتو بدلېږي چې انسان ورسره د ولږې احساس کوي، په دې وخت کې دا انسان د معدې د طاقت پورته خوراک کوي او داسې فکر کوي چې تر اوسه پورې وږی دی، په دې توګه خپله روغتيا له لاسه ورکوي، له دې سره د انسان چاغوالی نور هم زياتېږي. او معلومه ده چې روژه د دې لپاره نده  فرض شوې چې انسان پکې زيات خوراک وکړي، بلکې زيات خوراک مسلمان د روژې د اصلي هدف څخه چې عبادتونه دي؛ وباسي.

۴/ د جلدي ناروغۍ په علاج کې:

روژه د جلدي ناروغۍ په علاج کې کومک کوي، ځکه په روژې سره په وينه کې اوبه کمېږي، چې په دې کار سره لاندې فعاليتونه ترسره کېږي:

  • د ميکروب په مقابل کې د جلد مقاومت زياتېږي، همدارنګه د معدې ميکروبونه له منځه وړي.
  • په ټول بدن کې د دې مرض د خپرېدو مخنيوی کوي.

يوه مصرۍ مېرمن وايې: زه لس کلنه وم او په يو داسې جلدي ناروغۍ اخته شوم چې د هغه علاج ناشونی وو، تر دې چې ډاګټرانو ماته وويل چې ته له دې ناروغۍ سره ځان عادت کړه، په دې کې ډېر وخت تېر شو، کله چې زه د واده حالت ته ورسېدم نو ټولو څخه جدا شوم، بيا په آخره کې زما د پلار يو ملګري راته د روژې نيولو مشوره راکړه، راته يې وويل: چې يوه ورځ روژه ونيسه او يوه ورځ يې مه نيسه، دا تجربه کړه ځکه په روژې سره ډېرې ناروغۍ ښه شوي دي، خو دا خبره په ياد ساته چې شفا ورکوونکی الله تعالی دی، لومړی هغه څخه شفا وغواړه، بيا روژې نيسه.

له دې وروسته روژې مې روژې نيولې، او د روژه ماتي په وخت کې مې سبزي او ميوې خوړلې، او له دری ساعتونو وروسته مې ډوډۍ خوړله، دا کار مې تر دوه میاشتو وکړ  چې بالآخره له دې ناروغۍ څخه الله تعالی شفا راکړه او داسې ګومان مې کاوه چې هيڅ مې دا ناروغي تېره کړې نه وي.

۵/ د بندونو او جوړونو د ځانګړې ناروغۍ علاج دی:

دې ناروغۍ ته د پادشاهانو ناروغي هم وايې، چې اساسي علت يې د زياتو غوښو خوړل دي، چې د دې له کبله په جسم کې پروتينونه تغير کوي، او له خپل اصلي حالت څخه بدلېږي،  په دې سره يو ډول تېزاب چې پوليک اسيد ورته وايې د پښې د غټې ګوتې په بند کې را جمع کېږي، او په هغې سره دا بند پړسوب او سوروالی پيدا کوي، او ناروغ ترې د سخت درد احساس کوي، ځينې وخت کې د تشو متيازو برخه کې مالګې زياتوي چې په هغه سره په ګرده کې کاڼي پيدا کېږي. د دې لپاره روژه ډېر ښه علاج دی کله چې په خوراک کې لګښت راشي.

همدارنګه په دې سره د نورو بندونو عامې ناروغۍ له منځه ځي، د جوړونو او بندونو دردونه او پړسوب د دېرش کلنۍ او پنځوس کلنۍ تر منځ پيدا کېږي، تر اوسه پورې د دې ناروغۍ علاج چا نه دی موندلی، خو په روسيه کې دا کشف شوې چې د دې ناروغۍ اساسي علاج روژه ده.

۶/ زړه او دماغ له جټکې څخه ژغوري:

زياتره ډاګټرانو او ساينس پوهانو دې نتيجې ته رسېدلي چې روژه دانسان په بدن کې غوړ کموي، چې په دې سره په بدن کې کليسټرول کمېږي.

کليسټرول څه شی دی؟ دا يوه داسې ماده ده چې د شريانونو په ديوال باندې رسوب کوي، کله چې انسان غوړ زيات استعمال کړي دغه ماده هم زياتېږي، چې د دې له امله شريانونه راټولېږي، او له امله يې د زړه او دماغو حمله صورت نيسي.  نو تاسې وګورئ څومره خلک له ډېرو خواړو څخه په زياتو ناروغيو اخته شوي، که دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر په ځای کړي او په خوراک کې تېری او اسراف ونه کړي نو له داسې ستونځو سره به مخ نشي.

۷/ په روژې سره زياتره مزمنې(دايمي) ناروغۍ له منځه ځي:

ډېرو څېړنو دا ثابته کړې چې په روژې سره ډېرې دايمي ناروغۍ جوړېږي، مثلا د ځګر، ګردې، سرطان او نورې ډول ډول ناروغۍ ورسره له منځه ځي.

Le Farm actuelle فرانسوي اوونېزې مجلې خپاره کړي چې يوې ډلې امريکاي او ايټالوي څېړونکو دا کشف کړې چې روژه د زياتو ناروغۍ درملنه کوي، چې د هغې له جملې سره د سرطان ناروغي هم کمښت پيدا کوي، ځکه په روژې سره هغه پړسوبونه چې د سرطان له امله منځ ته راغلي، د هغه فعاليت او نمو کموي، او حق هغه دی چې دښمنان پرې اعتراف وکړي.

همدارنګه روژه انساني بدن له فالج او دلاسونو او  بدن رپېدو څخه ژغورري، د نشه کوونکي لپاره ښه علاج دی او داس نورې ناروغۍ له منځه وړي.

ژباړه : عماد الدين سعيد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب