احکام او مسایلروژه

د روژې اړوند بېلابېلې مسئلې او احکام – درېيمه برخه

۱- د روژې کفاره

که څوک په لوی لاس، له کوم عذر، سفر، اويا ناروغۍ پرته روژه ماته کړي هغه به کفاره ورکوي او هم به د همدې ورځې قضايي راګرځوي، کفاره دا ده چې يا به دوه مياشتې پرلپسې روژې نيسي، که د کمزورتيا يا ناروغۍ له امله روژې نشي نيولای بيا دې شپېتو غريبانو ته دوه وخته په مړه خېټه خواړه ورکړي – کولای شي په دوه ورځو کې يې دوه ځله ورکړي او يا يوه غريب ته شپېته ورځې هره ورځ دوه وخته خواړه ورکړي، يا دا چې شپېتو مسکينانو ته يو وخت ډوډۍ او د دوهم وخت په بدل کې هر يوه ته د سرسايې په ارزښت نغدې روپۍ ورکړي- په دې ټولو صورتونو کې کفاره ادا کيږي. ([1])

شپېتو مسکينانو ته خواړه ورکول د هغه چا لپاره دي چې دوه مياشتې مسلسل روژې نشي نيولای او که څوک وس لري چې دوه مياشتي پرلپسې روژې ونيسي، هغه ته روا نه دي چې مسکينانو ته خواړه ورکړي.

او که څوک د شپېتو مسکينانو خواړه يا يې (د سرسايې برابر) قيمت  په يوځای دوو مسکينانو ته ورکړي، کفاره يې نه صحيح کيږي؛ بلکې اته پنځوس نورو ته به يې هم ورکوي؛ البته هر يوه ته د يوې سرسايې برابر. ([2])

د کفارې په روژو کې شپېته ورځې پوره کول ضرور نه دي؛ بلکې د سپوږميزو مياشتو دوه مياشتي روژې به نيسي هغه که هره مياشت هر څو ورځې راغله؛ خو دا په هغه صورت کې چې که څوک د سپوږميزې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه روژې پيل کړي، او که څوک د سپوږميزو مياشتو له منځ څخه د کفارې روژې پيل کړي هغه به شپېته ورځې پوره کوي. ([3])

۲- د روژې قضاء

که د يو عذر له امله روژه قضاشي؛ نو د عذر له منځه تللو سمدستي وروسته يې قضا راوړل غوره دي البته له رمضان وروسته، په قضايي روژو کې اختيار دی، که ټولي يوځای نيسي او که په جلاجلاورځو کې يې نيسي.

۳- پېشمنی

له نيمې شپې وروسته د صبح صادق له را ختلو تر وړاندې پورې د پېشمني وخت دی، په دغه وخت کې څه ناڅه خوراک کول سنت دی او غوره دا ده چې پېشمنی د شپې په ترټولو وروستۍ برخه کې وشي خو دومره ناوخته نه، چې پېشمنی په شک کې شي.

که مؤذن له صبح صادق راختلو وړاندې اذان وکړ، پېشمنی نه بنديږي ترڅو چې صبح صادق نه وي راختلی.

اذان بايد له صبح صادق را ختلو وروسته وشي، او خلک بايد په دې پوه شي چې د اذان په وخت کې هم خوراک کول ممنوع دی.

د پېشمني له پای ته رسولو وروسته په زړه کې نيت کول بسنه کوي او که په ژبه دا توري ووايي، غوره ده: بِصَوْمِ غَدٍ نَوَيْتُ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ.

ژباړه: د رمضان سبانۍ ورځې روژې نيت کوم.

۴- روژه ماتی

کله چې د لمر په پرېوتو باور راشي، بيا روژه ماتی وروسته کول مکروه دی؛ خو که کله هوا ګردجنه وه او د لمر په پرېوتو کې شک و، بيا روژه ماتی دوه – څلور دقيقې وروسته کول غوره دی، او عموماً په روژه ماتي کې درې دقيقې احتياط غوره دی. ([4])

۵- تراويح

په رمضان کې د ماخوستن له فرض او سنتو وروسته شل رکعته لمونځ سنت مؤکد دی.

په تراوو کې د ټول قرآنکريم ختم کول سنت دی.

د روژې اړوند بېلابېلې مسئلې

په هغه سيمو کې د روژې حکم چې شپه يا ورځ يې ډېره اوږده وي

په کومو سيمو کې چې ورځ دومره اوږده وي چې روژه نيول پکښې د انسان له وس څخه بهر وي، (لکه په ناروې هېواد کې کله تر دوه وېشت ساعته هم اوږده ورځ وي) دداسې سيمو د روژې حکم دادی چې څنګه د لمانځه وختونه له نږدې هغو سيمو سره برابروي چې شپه او ورځ پکې د معمول مطابق وي، همدغه راز دې روژه هم د هغوی له مهالوېش سره سم نيسي او ماتوي دې.([5])

او که ورځ اتلس ساعته وه، بيا دې پوره ورځ روژه نيسي.([6])

 يو دېرشمه روژه

د يو شمېر هېوادونو تر منځ د وختونو او مطالعو توپير وي؛ نو ځينې وخت يو سړي په يوه هېواد کې دېرش روژې پوره کړي وي خو چې بل هېواد ته ورشي هلته هغه ورځ دېرشمه وي؛ نو داچې رمضان تر دېرشو ورځو نه زياتيږي، ښايي دا سړی د نوور خلکو د روژو د احترام له امله په هغه ورځ د روژې عادت وکړي.([7])

جراحي عمليات

له دماغ يا خيټې پرته د انسان د بدن د نورو غړو په عمليات کولو سره روژه نه ماتيږي. ([8])

دغه راز د هغه اندامونو په اپرېشن سره هم روژه نه ماتيږي چې معدې يا دماغ ته قدرتي سوري (منفذونه) ونه لري. ([9])

او که د دماغ يا معدې عمليات يې په داسې ډول وکړل چې يواځې څه يې ورڅخه ووېستل او څه يې ور داخل نه کړل، بيا هم روژه نه ماتيږي. ([10])

او که د عمليات په وخت کې په دماغو يا معده کې دننه درمل وکاروي او يا مصنوعي غړی ولګوي، روژه پرې ماتيږي. ([11])

دغه راز که د معدې د عمليات پر وخت د معدې کومه برخه بهر را ووېستل شي او بېرته په خپل ځای ولګول شي، روژه پرې فاسديږي. ([12])

که څوک په نس کې په مرمۍ ولګيږي او مرمۍ هلته پاتې شي، روژه يې ماتيږي او يوازې قضا به يې راګرځوي. ([13])

له بدن څخه وينه وېستل

په روژه کې د پېچکارۍ له لارې له بدن نه په وينه وېستلو روژه نه ماتيږي، البته دومره وينه وېستل مکروه دي چې د روژه نيونکي بدن ورسره کمزوری شي چې بيا د روژې پوره کولو وس نه لري. ([14])

دغه راز که په روژه کې څوک ناروغ شو او وينې ته يې اړتيا شوه، هغه کولای شي خپل بدن ته د چا وينه تېره کړي، روژه يې نه فاسديږي. ([15])

په روژه کې غاښ وېستل

د ډېرې اړتيا له امله په روژه کې غاښ ويستل روا دی او که ډېره اړتيا نه وي بيا مکروه دی، او که د غاښ وېستلو پر وخت دوا يا وينه خيټې ته ولاړه شي؛ نو که وينه تر ناړو زياته يا برابره وه او يا يې خوند څرګند و، روژه ورسره ماتېږي. ([16])

 په پوزه کې دوا کارول

که په پوزه کې دوا کارول؛ نو که دوا حلق ته ورسيږي روژه پرې ماتيږي او که ونه رسيږي، نه ماتيږي. ([17])

په روژه کې شونډې سرې کول

مېرمنې کولای شي په روژه کې شونډي سرې کړي او که دا وېره وه چې سرخي به يې خولې ته لاړه شي، بيا مکروه دي.([18])

مېرمن د ورځې په منځ کې له حيض څخه پاکېدل

که يوه مېرمن د ورځې په منځ کې له حيض څخه پاکه شي، هغه دې  په همدې ورځ د نورو روژه نيونکو په شان خوراک او څښاک نه کوي، او د همدې ورځې قضا به هم را ګرځوي. ([19])

په غوږ کې اوبه يا تېل ننوتل

که  په خطاسره په غوږ کې اوبه لاړي شي، روژه نه ماتوي، او که دوا يا تېل په غوږ کې واچوي روژه ماتيږي. ([20])

نابالغ چې روژه ماته کړي قضا پرې نشته

نابالغ هلک يا نجلۍ که پخپله روژه ماته کړي يا يې پلار د رحم له امله پرې ماته کړي، قضا يې نشته. ([21])

د روژې مستحبات

۱- په روژه ماتي کې تلوار کول.

حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: “خلک (مسلمانان) به تر هغو په خير کې وي چې په روژه ماتي کې تلوار کوي” ([22])

ابوعطيه رحمه الله وايي: يوه ورځ زه او مسروق رحمه الله حضرت عائشې رضي الله عنها ته ورغلو ورته ومو ويل: اې د مسلمانانو مورې ! د رسول الله صلی الله عليه وسلم دوه صحابه دي، يو يې په روژه ماتي او لمانځه کې تلوار کوي او بل په روژه ماتي او لمانځه کې وروسته والی کوي؛ نو موږ څنګه وکړو؟ راته يې وويل: هغه کوم يو دی چې په روژه ماتي او لمانځه کې تلوار کوي؟ موږ ورته وويل: عبدالله يعنې ابن مسعود رضي الله عنه راته يې وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم به همداسې کول.([23])

خو دا په دې معنا نه چې دومره تلوار وشي چې د لمر په لوېدو کې شک پيدا شي؛ بلکې د لمر په لوېدو کې له يقين وروسته تلوار کول مستحب دي.

۲- په  تازه  کجورو روژه ماتول

حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په لندو کجورو روژه ماتوله، که به هغه نه وې بيا به يې په وچو کجورو او که به هغه هم نه وې بيا به يې د اوبو څو غړپه وکړل. ([24])

۳- د روژه ماتي دعا ويل

د روژه ماتې پر وخت دا دعا ويل مستحب ده : اللهم اني لک صمت، وبک امنت، وعليک توکلت، وعلی رزقک افطرت.

ژباړه: خدايه ! تاته مې روژه ونيوله، پر تا مې ايمان راوړی، پرتامې توکل کړی، او ستا په (راکړي) رزق مې روژه ماته کړه.

۴- له روژه ماتي وروسته دعا

ابن عمر رضي الله عنهما وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به روژه ماته کړه داسې دعا به يې کوله : ” تنده ماته شوه، رګونه لانده شول او اجر وټاکل شو انشاءالله”.([25])

۵- د پېشمني پر وخت يو څه خوړل، اګر که د اوبو يو غړپ هم وي.

۶- پېشمنی دومره نه ناوخته کول چې روژه په شک کې شي.

۷- خپلوانو، نېستمنو او اړو خلکو سره مرستې کول، مسلمان بايد تل د نېکيو کارونه وکړي؛ خو په روژه کې ښايي له نورو مياشتو څخه په دې لاره کې ډېر زيار وباسي.

وروستۍ يادونه: له تېرو خبرو څخه څرګنده شوه چې روژه يوازې د خوراک او څښاک او جماع نه کولو ته نه وايي؛ بلکې په روژه کې بايد مسلمان له هر ډول ناوړه کارونو څخه روژه ونيسي او وښيي چې روژې څومره اغيز ورباندې کړی دی، په همدې ډول هغه ټول ثوابونه او انعامونه ترلاسه کولای شي چې الله يې په بدل کې وعده کړې ده او که نه، يوازې له خوراک او څښاک څخه لاس واخلي؛ خو نورې بد اخلاقۍ کوي بيا له روژې څخه هيڅ ګټه نشي پورته کولای او تش لاس به ورڅخه تيرېږي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: داسې روژه نيونکي شته چې لوږې او تندې تيري کړي؛ خو هيڅ په لاس ور نشي، او داسې د شپې ولاړېدونکي او عبادت کوونکي هم شته چې له بې خوبۍ پرته نور هيڅ په لاس نه ورځي، څوک چې روژه ونيسي؛ خو ناوړه کارونه پرې نږدي الله جل جلاله د هغوی د خوراک او څښاک د پرېښودلو هيڅ پروا نه لري.([26])

الله دې وکړي چې ټول د روژې له سترو نعمتونو څخه برخمن شو.  آمين.



[1] : حديث ابي هريرة في صحيح البخاري ۱/۲۵۹، ۲۶۰، كتاب الصوم،ط: قديمي. ردالمحتار على الدرالمختار: ۲/۴۱۱، ۴۱۲

[2] : الفتاوى العالمكيرية، كتاب الطلاق، الباب العاشرفي الكفارة: ۱/۵۱۳، ط: رشيدية

[3] : مسائل رفعت قاسمي، دوهم ټوک، مسائل روزه.

[4] : جواهرالفقه، للشيخ المفتي محمدشفيع رحمه الله۳/۵۲۲

([5])  فتاوی شامي: ۱/۳۳ ، كتاب الصلوة مطلب في طلوع الشمس من مغربها، وايضا ۱/۳۶۵، مطلب في فاقد وقت العشاء كاهل بلغار، كتاب الصلوة.

([6]) مجموعة الفتاوی۱/۶۹۶، ط: سعيد

([7]) جديد فقهي مسائل: ۱۰۰

[8] : رد المحتار۲/۳۹۵، ط: سعيد

[9] : شامي ۲/۴۰۲، ط: سعيد

[10] : ردالمحتار ۲/۴۱۴، ط: سعيد

[11] : شامي، ۲/۴۰۲ ط: سعيد

[12] : الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۴، ط: رشيدية

([13]) الدرالمختار ۳/۴۲۳ ط: دارالمعرفة

[14] : احسن الفتاوى ۴/۴۳۵

[15] : البحرالرائق ۲/۴۷۶، ط: سعيد

[16] : احسن الفتاوى ۴/۴۳۶، د ردالمحتار په حواله.

[17] : الفتاوى الشامي. ماخذه: فتاوى محموديه ۱۰/۱۳۸

[18] : احسن الفتاوى ۴/۴۳۴

[19] : حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح، ص: ۶۷۸

[20] : احسن الفتاوى،۴/۴۳۱ د ردالمحتار په حواله .

[21] : احسن الفتاوى ۴/۴۴۰ د ردالمحتار په حواله.

[22] : صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب تعجيل الإفطار، حديث رقم (1957).

[23] : صحيح مسلم، كتاب الصوم، باب فضل السحور وتأكيد استحبابه..، حديث رقم (2554).

[24] : سنن أبي داود، كتاب الصوم، باب ما يفطر عليه، حديث رقم (2356).

[25] : سنن أبي داود، كتاب الصوم، باب ما يفطر عليه، حديث رقم (2357).

[26] : سنن ابن ماجه، كتاب الصيام، باب ما جاء في الغيبة والرفث للصائم، حديث رقم (1690).

safi foundation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: