روژه

د روژې احکام- د الفبا په ترتيب (الف)

استنجا

په استنجا کې ښايي احتياط وشي، که په پاکي کې دومره مبالغه وشي چې اوبه له مقعده دننه ولاړې شي، روژه ماتيږي.

له استنجا وروسته ځانګړی ځای ښه وچول اړين نه دي، استنجا پر روژې هيڅ اغېز نه کوي، البته که په استنجا کې دومره مبالغه وشي چې اوبه له مقعد څخه دننه دحقنې ځای ته ورسيږي، بيا روژه ماتيږي.([1])

احتلام

که نر يا ښځه په روژه کې د ورځې ويده وي او احتلام ورته وشي، روژه يې نه فاسديږي. ([2])

داسې تن بايد ژر ترژره غسل وکړي، څو يې د روژې ډېره برخه پاکوالي کې تېره شي.

او که يو چا له احتلام وروسته د ناخبرۍ په صورت کې په دې فکر قصدا خوراک يا څښاک وکړ چې له احتلام سره يې روژه ماته شوې ده، روژه يې فاسده شوه، قضا به يې را ګرځوي، کفاره پرې نشته.([3])

استحاضه

له حيض او نفاس پرته چې نوره وينه راځي، هغې ته استحاضه يا ناروغي وايي، د استحاضه په ورځو کې به مېرمن لمونځ هم کوي او روژې به هم نيسي. ([4])

اسوېلی

که څوک په روژه کې اسوېلی وکړي او په دغه وخت کې يې ستوني ته له کومې خوا د اوبو يو څاڅکی ننوځي، روژه يې فاسده ده، دغه راز که د اسوېلي پر وخت د چا ستوني ته د باران څاڅکی یا واوره  ننوځي هم يې روژه ماتېږي، يوازې قضا به يې را ګرځوي . ([5])

  روژه او د هضمې نظام 
  د روژې ډولونه او د ماتېدو سببونه
  د روژې حکمونه ۱

اوښکې

که د روژه نيوونکي خولې ته يو-دوه څاڅکي اوښکې ننوځي، پروا نه کوي؛ خو که ډېرې اوښکې يې په خوله کې جمع شي او تېرې يې کړي، روژه يې فاسديږي. ([6])

اکراه

اکراه، اړايستلو يا مجبوره کولو ته وايي .

که يو څوک اړايستل شو او په مرګ وګواښل شو چې روژه به ماتوي؛ داسې سړي ته روژه ماتول جائز او نه ماتول ورته بهتر دي، که د نه ماتولو په صورت کې ووژل شو، الله ورته ډېر اجر ورکوي؛ خو که روژه نيوونکی ناروغ يا مسافر و، بيا ورته ماتول واجب دي، يوازې قضا به يې راوړي ، کفاره پرې نشته . ([7])

امام ته سرسايه ورکول

امام ته  سرسايه د اجرت او تنخوا په ډول ورکول روا نه دي . ([8])

او که امام نېستمن او د زکات مستحق وي بيا ورته له کوم شرط پرته سرسايه ورکول جائز ده؛ خو که د ټاکنې پر وخت د سرسايې شرط ټاکل شوی و، بيا امام ته سرسايه ورکول ناروا ده . ([9])

امتحان له امله روژه نه نيول

د ازموينې له امله روژه نه نيول يا يې ماتول جائز نه دي؛ بلکې په داسې وخت کې روژه نيول د ښې بريا لامل ګرځي .([10])

د اوږدې ورځې روژه

روژه کله د سخت اوړي په اوږدو ورځو کې وي، په اوږدو ورځو کې هم د رمضان روژه نيول فرض دي . ([11])

خو که يو څوک د بوډاوالي يا اوږدې ناروغۍ له امله روژه نشي نيولای او په راتلونکي کې يې د روغېدو تمه هم نه وي، هغه کولای شي روژه وخوري او پر ځای يې فديه ورکړي؛ خو که له فديې وروسته هم بېرته روغ او تکړه شو، قضا شوي روژې به راګرځوي او فديه يې له منځه ځي.([12])

د اوږدو ورځو روژه

روژه د سهار له سپېدو څخه پيل او په لمر لوېدو پای ته رسيږي، که  د موسم د بدلون له امله کله روژه اوږده يا لنډه شي، د مثال په توګه په ګرمۍ کې کله ناکله ورځ شپاړس-اوولس ساعتونو ته اوږدېږي، په داسې ورځو کې هم روژه نيول لازم دي، په دې ورځو کې که څوک له سپېدو حساب ونيسي او دولس ساعته وروسته روژه ماته کړي، روژه يې فاسده شوه، قضا او کفاره به دواړه راوړي .

 او که ورځ له معمول خلاف ډېره اوږده شي، مثلا اتلس- شل ساعته شي او څلور-شپږ ساعته شپه شي، هم يې روژه نيول لازم دي .

البته  په ځينو سيمو کې کله ناکله ورځ دومره اوږده شي چې روژه نيول پکې د انسان له وس څخه بهر وي، په ځانګړې توګه د زيات عمر لرونکو او کمزورو انسانانو لپاره په داسې سيمو کې دومره اوږده روژه نيول ناشونې وي؛ نو داسې خلک کولای شي په دغو ورځو کې روژه ونه نيسي او بيا چې ورځې خپل معمول ته را وګرځي، قضا دې را وګرځوي .

او ځينې داسې سيمې هم شته چې شپږ مياشتې پکې ورځ او شپږ مياشتې شپه وي (لکه په ناورې يا بلغاريه کې ) د داسې سيمو خلک لکه څنګه چې د لمانځه وختونه له نږدې هغو سيمو سره برابروي چې شپه او ورځ پکې د معمول مطابق وي، دغه راز کولای شي روژه هم د همداسې سيمو له مهالوېش سره سم ونيسي او ماته يې کړي . ([13])

انزال کېدل

که په شهوت سره د مېرمنې يا بل چا په لمس کولو يا مچ اخيستلو سره د چا انزال وشو، روژه يې فاسديږي، قضايې ضرور ده، کفاره پرې نشته، او که انزال يې ونه شي روژه يې نه فاسديږي؛ خو روژه په خوله داسې کول مکروه دي ، بايد احتياط وشي . ([14])

که مېرمنې ته يوازې د شهوت په نظر کتلو سره د چا انزال وشي، روژه يې نه فاسديږي .

دغه راز که  يوازې يو شهوتي شي ته په کتلو يا فکر کولو له امله د چا انزال وشي، روژه يې نه فاسديږي؛ خو په روژه کې ښايي له داسې کتلو يا فکر کولو څخه په جدي توګه ځان وژغورل شي. ([15])

که په پورتنيو دوو صورتونو کې چا له انزال کېدلو وروسته په دې موخه قصدا روژه ماته کړه چې په انزال کېدلو به يې روژه ماته شوې وي، روژه يې فاسده شوه، يوازې قضا به يې راوړي . ([16])

که د خوب په حالت کې  له چا څخه مني ووځي، روژه يې نه ماتيږي . ([17])

که څوک مېرمنې ته ورغاړيوت يا ورسره کښېناست او د کمزورۍ له امله يې انزال وشو، روژه يې فاسده ده، قضا پرې لازمه ده، او همدا ورځ به  هم تر ماښامه خوراک څښاک نه کوي . ([18])

که څوک مېرمن په جامو د پاسه لمس کړي او انزال يې وشي؛ نو که د هغې د بدن ګرموالی يې محسوس کړی و، روژه يې فاسده ده او که يې ګرموالی نه و محسوس کړی، نه فاسديږي. ([19])

اولاد له لورې سرسايه ورکول

شتمن سړي باندې چې څنګه خپله سرسايه ورکول واجب ده، دغه راز د خپلو نېستمنو نابالغو اولادونو سرسايه ورکول هم پرې واجب ده. ([20])

او که نابالغ اولادونه يې شتمن وي، بيا دې د هغوی له شتمنۍ څخه د هغوی سرسايه ورکړي. ([21])

پر پلار واجب نه ده چې د بالغو اولادونو او مېرمنې سرسايه ورکړي؛ خو که وريې کړه، روا ده او پر هغوی به يې لورينه وي، او که بالغ اولادونه يې د نصاب څښتنان نه وي او نېستمن وي بيا دې د هغوی سرسايه هم ورکړي . ([22])

که د چا بالغ اولاد لېونی وي، پلار دې يې پر ځای سرسايه ورکړي. ([23])

که پلار مړ شي، نيکه د پلار ځای نيسي؛ نو که نابالغه لمسيان نېستمن وي بيا دې نيکه له خپلې شتمنۍ څخه د هغوی سرسايه هم ورکړي . ([24])

که يو کمکی د نصاب څښتن وي او ولي يې سرسايه ورنه کړي، له بلوغ وروسته پرې واجب ده چې خپله سرسايه ورکړي . ([25])

  دروژې مهم مسائل
  دټکس يا مالياتو شرعي حيثيت
  روژه په خرما ماته كړئ

اختر په ورځ روژه

د اختر ورځ  له برکتونو ډکه ده، په دې ورځ ټول مسلمانان د الله جل جلاله مېلمانه وي، په دې ورځ روژه نيول حرام دي؛ ځکه چې  الله جل جلاله  مسلمانانو ته په دې ورځ مېلمستيا وکړه او د خوراک-څښاک امر يې ورته وکړ؛ نو مسلمان ته هيڅکله نه ښايي چې د الله له مېلمستيا څخه مخ وګرځوي، دا لويه بې قدري ده.([26])

که د اختر په ورځ چا نفلي روژه نيولې وه او نيت يې هم کړی و، بيا دې هم هرومرو ماته کړي او د دې ورځې قضا هم پرې نشته.([27])

د اختر ورځې روژې نذر نيول

که چا د اختر ورځې روژې نيولو نذر ونيو، نذر يې سهي دی؛ خو دا چې د اختر په ورځ روژه نيول ناروا دي؛ نو بله ورځ دې ونيسي.([28])

ايام بيض

د هجري قمري هرې مياشتې ديارلسمې، څوارلسمې او پنځلسمې ته “ايام بيض” وايي، د دغو درو  ورځو روژې نيول د ټول کال روژو ثواب لري، ځکه چې د هرې نيکۍ بدله الله جل جلاله لس چنده ورکوي؛ نو دولس مياشتې درې درې روژې نيولو سره د درې سوه شپېته ورځو (پوره کال) روژو ثواب الله ورکوي . ([29])

ابوهريره رضي الله عنه وايي: زما نژدې دوست محمدصلی الله عليه وسلم راته درې وصيتونه وکړل: د هرې مياشتې درې ورځې روژه نيول، د څاښت دوه رکعته لمونځ کول او دا چې له ويده کېدلو وړاندې وتر وکړم. ([30])

جرير بن عبدالله رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خولې وايي: صيام ثلاثة أيّام من كلّ شهر صيام الدّهر، وأيّام البيض صبيحة ثلاث عشرة، وأربع عشرة، وخمس عشرة.

ژباړه: د هرې مياشتې درې ورځې روژه د ټول عمر روژې برابر ده، او ايام بيض د ديارلسمې له سهاره، څوارلسمه او پنځلسمه ده.([31])

اختر په ورځ روژه

د کمکي او لوی اختر، دغه راز ايام تشريق، يعنې د ذو الحجي يولسمې، دولسمې او ديارلسمې ورځو کې د روژې نيت کول سهي نه دی، که چا په دې ورځو کې نفلي روژه ونيوله پوره کول پرې ضرور نه دي او د ماتولو په صورت کې يې قضا هم نشته؛ بلکې داسې روژه فاسدول لازم دي، البته که په دې ورځ يې نذر روژه ونيوله او بيا يې ماته کړه قضا راګرځول يې لازم دي.([32])

اوبه څښل

که چا په روژه کې قصدا اوبه وڅښلې روژه يې فاسده شوه، قضا به يې هم راګرځوي او کفاره به هم ورکوي.([33])

او که په ناپامۍ سره يې اوبه وڅښلې روژه يې نه ماتېږي.([34])

که چا د ورځې په خوب کې اوبه وڅښلې روژه يې ماته شوه، قضا به يې راګرځوي خو کفاره پرې نشته .([35])

اوبو کې باد وېستلو سره روژه نه فاسديږي خو داسې کول مکروه دي، او که له باد وتلو سره يې مقعد ته دننه اوبه ننوتلې روژه يې فاسديږي، قضا به يې را ګرځوي، کفاره پرې نشته . ([36])

  شوال میاشت روژه- ۶ نورې روژې د کال او عمر ثواب
  روژه او نوی ساينسي څېړنې
  ليلة القدر کومه شپه ده؟


([1] ) ولو بالغ في الاستنجاء حتى بلغ موضع الحقنة فسد. درالمختار۲/۳۹۷.

([2] ) قوله او احتلم او انزل بنظر اي لا يفطر. (البحرالرائق ۲/۲۷۲)

([3] ) او اكل او جامع ناسيا او احتلم….. فظن انه افطر فاكل عمدا لشبهة  و قضى في الصور كلها. (الفتاوى الشامي ۲/۴۰۱-۴۰۶)

([4] ) اشترط الحنفية لصحة الصوم شروطا ثلاثة. هي النية والخلو عما ينافي الصوم من حيض ونفاس و عما يفسده. (الفقه الاسلام و ادلته ۲/۶۱۶)

([5] ) ولو تثائب فرفع رأسه فوقع في حلقه قطرة ماء انصب من ميزاب فسد صومه…. والمطر والثلج اذا دخل حلقه يفسد صومه وهو الصحيح. (عالمكيرية: 1/203).

([6] ) الدُّمُوعُ إذَا دَخَلَتْ فَمَ الصَّائِمِ إنْ كان قَلِيلًا كَالْقَطْرَةِ وَالْقَطْرَتَيْنِ أو نَحْوِهَا لَا يُفْسِدُ صَوْمَهُ وَإِنْ كان كَثِيرًا حتى وَجَدَ مُلُوحَتَهُ في جَمِيعِ فَمِهِ وَاجْتَمَعَ شَيْءٌ كَثِيرٌ فَابْتَلَعَهُ يُفْسِدُ صَوْمَهُ. (الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۳).

([7] ) و اكره على اكل و شرب فعليه القضاء دون الكفارة (مبسوط للسرخسي ۳/۹۸).

ايضا: و اما الاكراه على افطار صوم شهر رمضان بالقتل في حق الصحيح المقيم فمرخص و الصوم افضل… (بدائع الصنائع ۲/۹۶).

([8] ) و مصرف هذه الصدقة ما هو مصرف الزكاة (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۴).

([9] ) باب المصرف…… هو فقير…. و مسكين ….. و هو مصرف ايضا لصدقة الفطر والكفارة والنذر وغير ذلك من الصدقات الواجبة. (الفتاوى الشامي ۲/۳۹۳).

([10]) فتاوى رحيميه ۷/۲۵۶.

([11] ) كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم.(سورة البقرة: 183)

([12] ) فالشيخ الفاني الذي لايقدر على الصيام يفطر ويطعم لكل يوم مسكينا كما يطعم في الكفارة والعجوز مثله كذا في البحرالرائق, ولو قدر على الصيام بعد ما فدى بطل حكم الفداء الذي فداه حتى يجب عليه الصوم(عالمكيري: 1/207)

([13])  لم أر من تعرض عندنا لحكم صومهم فيما إذا كا ن يطلع الفجر عندهم كما تغيب الشمس أو بعده بزمان لا يقدر فيها لصائم على أكل ما يقيم بنيته ولا يمكن أن يقال بوجوب موالاة الصوم عليهم لأنه يؤدي إلى الهلاك , فإن قلنا بوجوب الصوم يلزم القول بالتقدير وهل يقدر ليلهم بأقرب البلاد إليهم كما قاله الشافعية هنا أيضا أم يقدر لهم بما يسع الأكل والشرب أم يجب عليهم القضاء فقط دون الأداء كل محتمل فليتأمل. فتاوى شامي: ۱/۳۳ ، كتاب الصلوة مطلب في طلوع الشمس من مغربها، وايضا ۱/۳۶۵، مطلب في فاقد وقت العشاء كاهل بلغار، كتاب الصلوة.

ايضا: (قوله العاجز عن الصوم) اي عجزا مستمرا كمايأتي, أما لو لم يقدر عليه لشدة الحر كان له أن يفطر ويقضيه في الشتاء. (شامي: 2/427)

([14] ) و اذا قبل امراته و انزل فسد صومه من غير كفارة….. وان مسها فامنى يفسد صومه (تاتارخانية ۲/۳۷۱).

([15] ) و اذا نظر الى امراته بشهوة فامنى….او تفكر فامنى لايفسد (تاتارخانية ۲/۳۷۱)

([16] ) كما لو اكل او جامع ناسيا او احتلم او انزل بنظر او ذرعة القئ، فظن انه افطر فاكل عمدا فلاكفارة للشبهة (الفتاوى الشامي ۲/۴۱۱).

([17] ) او تفكر فامنى لايفسد…. و كذا ان احتلم (تاتارخانية ۲/۳۷۱) و في البحرالرائق: لايفطر من قاء و لام من احتلم (البحرالرائق ۲/۲۷۲).

([18] ) و اللمس والمباشرة والمصافحة والمعانقة كالقبلة ولاكفارة عليه. (البحرالرائق ۲/۲۷۲) و في الهندية و اذا قبل امراته و انزل فسد صومه من غير كفارة والمس والمباشرة والمصافحة كالقبلة (الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۴).

([19] ) و لو مس المراة وراء ثيابها فامنى فان وجد حرارة جلدها فسد و الا فلا (الفتاوى العالمكيرية ۱/۲۰۴).

([20] ) و تجب عن نفسه و طفله الفقير (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۲).

([21] ) ثم اذا كان للولد الصغير او المجنون مال فان الاب او وصيه او جدهما او وصيه يخرج صدقة فطر انفسهما و رقيقهما من مالهما (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۲).

([22] ) و لا يؤدي عن زوجته ولاعن اولاده الكبار و ان كانوا في عياله و لو ادى عنهم او عن زوجته بغير امرهم اجزاهم استحسانا (عالمكيري ۱/۱۹۳).

([23] ) و تجب عن نفسه و طفله الفقير (الفتاوى العالمكيرية ۱/۱۹۲).

([24] ) والجد كالاب عند فقده او فقره كما اختاره  في الاختيار (شامي ۲/۳۶۱).

([25] ) فيجب على الولي اوالوصي اخراجها من مال الصبي والمجنون حتى لولم يخرجها وجب الاداء بعدالبلوغ. (البحرالرائق 2/252).

([26]) عن ابي سعيدعن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه نهى عن صوم يوم الفطر ويوم الأضحى.(ابن ماجة, حديث رقم: 1721, حديث صحيح)

عن أبي عبيد قال:-شهدت العيد مع عمر بن الخطاب . فبدأ بالصلاة قبل الخطبة . فقال إن رسول الله صلى الله عليه و سلم نهى عن صيام هذين اليومين يوم الفطر ويوم الأضحى.أما يوم الفطر فيوم فطركم من صيامكم.ويوم الأضحى تأكلون فيه من لحم نسككم.(سنن ابن ماجة,حديث رقم: 1722, حديث صحيح)

([27]) ولاقضاء عليه ان شرع فيها ثم أفطر كذا في الكنز(عالمكيري:1/201)

([28]) ولو قال لله علي صوم هذه السنة افطر يوم الفطر ويوم النحر وايام التشريق وقضاها كذا في الهداية.(عالمكيري:1/201).

([29] ) من جاء بالحسنة فله عشر امثالها (سورة الانعام: ۱۶۱) و يستحب صوم ايام البيض الثالث عشر والرابع عشر والخامس عشر(عالمكيري ۱/۲۰۱).

([30] ) صحيح البخاري، حديث شمېره: ۱۹۸۱

([31] ) سنن النسائي، حديث شمېره: ۲۴۲۰

([32] ) والمكروه تحريما كالعيدين اى وايام التشريق (شامي: ۲/۳۷۵).

و لو نذر صوم ايام المنهية او السنة صح و افطر الايام المنهية وجوبا وقضاها. (شامي: ۲/۴۳۳-۴۳۴).

([33] ) او اكل اوشرب عمدا غذاء او دواء قضى وكفر ككفارة الظهار.(البحرالرائق: 2/276).

([34] ) اذا اكل الصائم او شرب او جامع ناسيا لم يفطر ولا فرق بن الفرض والنفل(الفتاوى العالمكيرية 1/202).

([35] ) النائم اذا شرب فسد صومه وليس هو كالناسي لأن النائم او ذاهب العقل اذا ذبح لم توكل ذبيحته وتوكل ذبيحة من نسي كذا في فتاوي قاضي خان (عالمكيرية 1/202) (فتاوى الشامي: 2/301).

([36] ) لو فسا او ضرط في الماء لايفسد الصوم, ويكره له ذلك. (عالمكيرية 1/199) و اذا خرج دبره وهو صائم ينبغي أن لايقوم من مقامه حتى ينشف ذلك الموضع بخرقة كي لايدخل الماء جوفه ليفسد صومه, ولهذا قالوا لايتنفس في الإستنجاء اذا كان صائما. (الفتاوى العالمكيرية 1/204).

  په سفر کې دروژې نيولو رخصت او د روژې ګټې
  دروژې میاشت د الهي نصرتونو میاشت
  د جنت مياشت (رمضان مبارک)

Tags

wasiweb Team

لیکوونکي : د وسیع ویب لیکوالي ټیم

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error:
Close
Close