د رمضان څلورمه کې تاریخي پيښې

د رمضان څلورمه کې ۲ تاریخي پيښې:

د بلګراد ښار فتحه:

د روژي د میاشتي په څلورمه ورځ په ۹۲۷ هـ  کال کي چي د ۱۵۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتي له ۸ تاریخ سره سمون خوري د عثماني خلافت زړور مجاهدین وتوانیدل چي چي د بلګراد ښار فتحه کړي ، بلګراد ښار له پراخ استراتيژک اهمیت څخه برخمن وو او د اروپا د دروازي په نوم یادیدلو ، د ښار په نیولو سره يي اوسیدونکو چي په کلونو يي د زورواکو بادشاهانو او د کلیسا د پاپانو تر ستم لاندي  شپي سبا کولي د الله تعالی بنده ګي ته دعوت شول ، د یادولو وړ ده چي دا ښار په ۱۴۴۱ م ، ۱۴۵۶ م او ۱۴۹۲ کي څو ځله د عثماني خلافت د فوځيانو له لوري محاصره شوی وو خو په نیول کیدلو يي نه وو توانیدلي ، بالاخره د سلطان قانوني د واکمني په مهال په بشپړ ډول ونیول شو .

د عثماني خلافت له لوري د آلمان په خلاف د جګړي اعلان :

د روژي په څلورمه ورځ په کال ۱۰۷۳ کي چي د ۱۶۶۳میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۱۲ تاریخ سره سمون خوري عثماني خلافت وروسته له ۷۶ کلونو د آلمان په خلاف جګړه اعلان کړه ، د عثماني خلافت او المان تر منځ د سیتفاتوروک په نوم معاهده شوي وه ، د جنګ لامل دا وو چي المان د معاهدي خلاف کړني ترسره کړلي او د عثماني خلافت سرحدونو ته يي فوځونه نیږدي کړي وو .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب