د رمضان پنځمه کې تاریخي پيښې

د رمضان پنځمه کې ۳ تاریخي پيښې:

د عبدالرحمن الداخل پيدايښت :

د روژي د میاشتي په پنځمه ورځ په ۱۱۳ هـ کال کي چي د ۷۳۱ میلادي کال د نومبر د میاشتي له ۹ تاریخ سره سمون خوري په اندلس کي د اموي حکومت بنسټ ایښودنکی عبدالرحمن الداخَل چي د قریشو د شاهین په نوم مشهور وو دنیا ته سترګي وغړولي .

د انتطاکي فتحه او د صلیبیانو د امارت ختمیدل :

د روژي په پنځه ورځ په ۶۶۶ هـ  کال  کي چي د ۱۲۷۸ میلادي کال د مي د میاشتي له ۱۹ تاریخ سره سمون خوري مسلمانان د الله تعالی په مرسته د اسلام د اتل سپهسالار ظاهر بیبرس په مشري وتوانیدل چي د انتطاکي ښار وروسته له ۱۷۰ کلونو یو ځل بیا د صلیبیانو له پنجي څخه ازاد کړي ، د انطاکيي ښار د صلیبیانو دوهم امارت وو چي د الرها تر امارت وروسته يي په ۴۹۱ هـ کال کي جوړ کړی وو .

په اللد ښار کي د اسرائیلو وحشیانه عامه وژنه !

د روژي په ۵ ورځ په ۱۳۶۷ هـ کال چي د ۱۹۴۸ کال د جولای د میاشتي له ۱۱ تاریخ سره سمون خوري د اسرائیلو وحشي کمانډویانو د جنرال موشیه دیان په مشري د شپي له لوري په اللد ښارحمله وکړله ټول ښار يي د توپخاني او الوتکو تر برید لاندي ونیو ، ۴۲۶ مسلمانان يي په شهادت ورسول او په سلګونو نور ټپیان شول ، د اللد ښار له نیول کیدلو څخه وروسته يي ټول اوسیدونکي اسټوډیم ته را ټول کړل ځوانان يي بندیان کړل او خلګو ته يي نیم ساعت وخت ورکړ چي په پښو دي له خوراک او څښاک اخستلو څخه پرته له ښار څخه ووزي ، د اللد له ښار څخه د هجرت په مهال ډیرو وګړي په لاره کي د خوراک او څښاک د نه شتون له امله مړه شول .

شفیق احمد ریان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب