روژه

د رمضان دنیوي او اخروي فائدې

هر روژه دار ته په کار ده چي د روژې مبارکي روحي او بدني حکمتونه ګټي او فائدې و پېژني، او په خپل ذهن کي یې حاضري ولري، او د روژې د هر جهت مربوط ټول شرعي امور مراعت کړي تر څو د روژې له ټولو برکاتو او فائدو څخه برخورداره سي د مثال په توګه یو لدې جهتو څخه د روژې پېشلمۍ کول دي، په دې باره کي مسلمان باید د شرعې مقرراتو خیال وساتي چي په دې اړه و دغو توصیو ته ځیر سي:

اوله – توصیه دا ده چي ځیني خلګ داسي عادت لري چي یا خو یوازي د ماښام په خوراک اکتفاء کوي پېشلمۍ نکوي، او یا ناست وي نه ویده کېږي چي د پېشلمې وخت قریب سي نو ډوډۍ وخوري د ېشلیمې په نیت دا دواړه کارونه ناسم او نا مناسبه دي ښه کار دا دی چي یوه اندازه قدر سړی بېده سي بیا د پېشلمې د پاره را پور ته سي او پېشلمۍ وکړي هو! که یو څوک بیده نسي تر پېشلمې پوري په عبادت مشغول وي نو دا افضل کار دی خو په دې شرط چي د سهار و لمانځه او جماعت ته دا کار په ضرر تمام نسي.

روژه نیونکی د پېشلمې کولو باید پوره خیال وساتي په دې اړه د اسلام د پیغمبر صلی الله علیه وسلم و هدایت ته وګورئ “عن انس رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: تسحروا فإن في السحور بركة” [رواه البخاري ومسلم] ژباړه: له حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي بېشکه نبي صلی الله علیه وسلم ویلي دي: چي پېشلمۍ کوئ تاسي ځکه چي په پېشلمې کي برکت دی. ددې حدیث مبارک روایت بخاري او مسلم کړی دی متفق علیه حدیث دی. (قال القاضي عياض: قد تكون هذه البركة أخروية وهي ما يتيسر من ذكر أو صلاة، أو دنيوية وهي التقوي على الصيام بقليل من الزاد والماء. ژباړه: قاضی عیاض رحمه الله ویلي دي چي دغه برکت چي په پېشلمې کي دی دوه قسمه دی:

① یو اخروي برکت دی کوم چي عبارت دی له ذکر کولو او لمونځ کولو وغیره څخه یعني د پېشلمې له برکتو څخه یو قسم برکت دا دی انسان چي کله و پېشلمې ته را پور ته سي نو ذکر وکړي تهجد وکړي و هکذا.

②او دوهم قسم یې دنیوي برکت دی لکه قوي کیدل پر نیولو د روژې په لږ څه سره له ( آذوغي) او اوبو څخه دغه آذوغي لفظ سه ګوره څه مطلب دی هسی یو رقم ور سم کړه.

عن أبي سعيد الخدري أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “السحور بركة فلا تدعوه ولو أن يجرع أحدكم جرعة ماء فإن الله وملائكته يصلون على المتسحرين” [رواه أحمد، قال الهيثمي: رجاله رجال الصحيح إلا أبو رفاعة، ولم يجد من وثقه أو من خرّجه .] ژباړه: له حضرت ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی چي بېشکه نبي علیه السلام ویلي دي چي پېشلمی کول برکت دی نو پېشلمی مه پرېږدئ که څه هم په یوه اینده یا غوړپ اوبو سره وي ځکه چي بېشکه الله پاک او ملایکې دده درود وایي پر هغه خلګو باندي چي دوی پېشلمی کوي. ددغه حدیث روایت احمد په مسند خپل کي کړی دی.

یادونه: له دغه حدیث څخه د پېشلمي په باره کي متعدد شیان ثابتېږې:

اول – شی دا دی چي په پېشلمې کي په اعلا درجه برکت ددین او د دنیا موجود دی لکه چي حمل د برکت پر «السحور» باندي شوی دی، او اطلاق د برکت په حدیث کي ددې خبرې شاهد دی.
دوهم – شی دا دی چي پېشلمی له هغو کارو څخه دی چي شریعت د هغوی په کولو سره امرکړی دی.
دریم – شی دا دی چي پېشلمی په دې کي حصر ندی چي خامخا به سړی په عادي ډول خوراک کوي بلکي که صرف د پېشلمي پر مهال یو غوړپ د ابو وکړل سي نو دا هم پېشلمی دی.
څلورم – شی دا دی چي د پېشلمي په سبب الله پاک پر پېشلمي کونکي باندي درود او رحمت نازلوي.
پنځم – شی دا دی چي پر پېشلمي کونکی باندي ملائکه درود وایي.

(لا تنم عقب وجبة السحور مباشرة فإن ذلك قد يعرضك لاضطرابات هضمية وما يتبعها من اضطراب في النوم، ويخطئ من يطيل السهر في رمضان ثم يجعل سحوره آخر سهرته ثم ينام معرضاً نفسه للتخمة والوهن واضطراب الهضم.) [طب جامع] . ژباړه: د پېشلمي په باب دوهمه – توصیه داده چي روژه دار داسي باید ونکړي چي د شپې له خوا بیدار وي د پېشلمې تر وخته پوري بیا له پېشلمي کولو څخه وروسته فی الحاله بیده سي ځکه چي له دې څخه د غذا د هضمولو په ارتباط قسم قسم اضطرابات پیدا کږي چي په اخیر کي د خوب کولو په باره کي هم مشکلات پیدا کېږي.
دریمه – توصیه د پېشلمي په باب دا ده چي څونه چي ممکن وي نو پېشلمی باید وځنډېږي او په اخیر دشپې کي وکړل سي لکه چي په کار ده چي افطار او د روژې ماتول په اول وخت کي او په تلوار سره وسي. روى الطبراني في الكبير بسند صحيح عن ابن عباس، سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول: “إنّا معشر الأنبياء أمرنا بتعجيل فطرنا وتأخير سحورنا ” [الزرقاني] ژباړه: طبراني په صحیح سند سره له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چي ماله نبي صلی الله علیه وسلم څخه واو رېدل چي ویل یې: بېشکه موږ د انبیاؤ ډله امر سوي یو په دې سره چي روژه مات به په تلوار کوو او پېشلمی به ځنډه وو.

لیکوال: علامه معین الدین ابوالفضل
رالیږونکی: فیض الحق حقپال

donate

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
error: