سیرت النبي لیکنې

د رسول الله ص پلار، د عبدالله د ذبح کیسه

ابن اسحاق روايت کوي : کله چي عبدالمطلب دزم زم څاه کندئ نو دقريشو ديولړ مخالفتونو سره مخ سو نو ده  پر ځان نذر ايښي وو چي که ده ته الله جل جلاله  لس زامن ورکړه او ټول لوى او بالغ سوه دى به  يو زوى په مکة کي دالله جل جلاله  درضا لپاره حلالوي (ذبح کوي) همدا سي وسوه الله جل جلاله  ده ته لس زامن ورکړه ، ټول ځوانان او بالغانو سوه چي نومونه يې دادي : حارث ، زبير ، ابوطالب چي اصلي نوم يې عبدمناف وو ، عبدالله ، حمزة رضی الله عنه   ، ابولهب چي اصلي نوم يې عبدالعزى وو ، ضرار ، مقوم ، حجلا او عباس رضی الله عنه   .عبدالمطلب ددغه نذر دپوره والى لپاره دخپلو زامنو سره  مشوره وکړه او زامن يې وهڅول چي ددې نذر دپوره والي لپاره ځان وسپاري. زامنو يې غاړه کښېښوده او وې ويل : چي قره کشي وکړه دهر ورور نوم چي وختى هم هغه کس ذبحه کړه . عبدالمطلب ورسره خوښه کړه کله چي يې قره کشي وکړه د عبدالله نوم وخاتى عبدالمطلب هم دپرېکړي سره سم چاړه را واخيسته عبدالله يې دځان سره روان کړئ تر څو په مکة کي يې حلال کړي کله چي مکې ته ورسېدئ ځينو خلګو پکښي لانجې واچولې تر داسي بريده چي عبدالطلب له دوى څخه وپوښتل چي زه دخپل نذر پوره نو څنګه وکړم ؟ هغوئ ديولړ مشورو وروسته عبدالمطلب په دې موافق کړئ چي دعبدالله او لس اوښانو ترمنځ دي قرعه واچوي که دلس اوښانو نوم راووتئ لس اوښان دي دده پر ځاى حلال کړل سي او که دعبدالله نوم راووتئ بيا دي لس اوښان پر زيات سي يعني ددوهم ځل لپاره دي دعبدالله اوشلو اوښانو ترمنځ قرعه واچول سي په ورته ډول کړنه دي وسي يعني په هرځل که دعبدالله نوم راووتئ لس اوښان دي پر زياتيږي بيا دده نوم ورسره ولويږي تر هغه بريده چي داوښانو نوم دحلالېدو لپاره را وزي . عبدالمطلب همداسي وکړه دلومړى ځل لپاره چي يې دعبدالله اولسو اوښانو قرعه واچول دعبدالله نوم راووتئ بيا يې لس اوښان ورزيات کړه دشلو اوښانو او عبدالله په نامه يې قرعه واچول بيا دعبدالله نوم راوختئ لنډه داچي عبدالمطلب داغه لړۍ روانه وساتل آن تردې چي خبره سلو اوښانو ته ورسېده دسلو اوښانو سره چي يې دعبدالله نوم په قرعه کي واچوئ داوښانو نوم را وختئ او عبدالمطلب سل اوښان حلال کړه او په هغه ځاى کي يې پرېښوده  ټولو ته اجازه وه چي خوراک ځني وکړي نه کوم حيوان ته منعه ځني وه او نه انسان ته .په همدې ترتيب عبدالله له حلالېدو څخه خلاص سو او دعبدالمطلب نذر داوښانو په حلالېدو سره پوره سو. له همدې امله عبدالله په ذبيح سره مشهور وو.( فَخَرَجُوا حَتّى قَدِمُوا مَكّةَ ، فَلَمّا أَجَمَعُوا عَلَى ذَلِكَ مِنْ الْأَمْرِ قَامَ عَبْدُ الْمُطّلِبِ يَدْعُو اللّهَ ثُمّ قَرّبُوا عَبْدَ اللّهِ وَعَشْرًا مِنْ الْإِبِلِ ….. وَعَبْدُ الْمُطّلِبِ قَائِمٌ يَدْعُو اللّهَ فَضَرَبُوا ، فَخَرَجَ الْقِدْحُ عَلَى الْإِبِلِ فَنُحِرَتْ ثُمّ تُرِكَتْ لَا يُصَدّ عَنْهَا إنْسَانٌ وَلَا يُمْنَعُ . قَالَ ابْنُ هِشَامٍ : وَيُقَالُ إنْسَانٌ وَلَا سَبُعٌ . ابن هشام – السيرة ١ ١٥٤ .)
همدا وجه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ابن ذبيحتين ويل کيږي يعني ددوو وذبيحينو زوى چي يو اسماعيل علیه السلام  وو او بل دده خپل پلار عبدالله وو.
صافی بنسټ خبرتیا Safi Foundation Ads Donation

wasiweb.com

wasiweb.com Publisher Team publish your sent articles. you can send your articles to publish, also you can be author with us. Share the website and articles with your friends

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
وسیع ویب
error: