د رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارکه څېره او لباس

د رسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره

درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځي سره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خوله يې څه ناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو ,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيره يې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږو هډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړ وو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډير لږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .

 درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس

په نبوي لباس كې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايت راغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي .
ډيرى مهال به يې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خولۍ برسيره تړله ,خولۍ به يې ساده اوټيټه وه ,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوه بدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله .
يمني څادر يې ډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,په رنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه .
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډير استعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومې دڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې ,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې .
نبوي بستر يوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.
د(محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاس په ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خول او زغره هم استعمالوله , داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب