د رسول اللهﷺ ښکلی اخلاق

یو سپین ږیري مات شوي بادام د رسول اللهﷺ مخې ته کیښودل، رسول اللهﷺ به د هر بادام په خوړلو سره یو ځل سپین ږیري ته وخندل او د سپین ږیري پر خوله به سپین بریت موسکي شول، رسول اللهﷺ ته اصحاب کرام په تمه وه چې، اوس به دوۍ ته هم ووایي چې، راشئ بادام وخورئ؛ خو داسې ونه شول. سپین ږیری ولاړ او اصحاب کرامو وپوښتل چې، یا رسول اللهﷺ مخکې به دې هر شی موږ سره شریکوه؛ خو نن دې غږ ونکړ! خبر یاست چې، رسول اللهﷺ څه وفرمایل؟ رسول اللهﷺ ورته وویل: -بادام بېخي ترخه وه، که له تاسې څخه یوه هم تریخ بادام تو کړی وای؛ نو د اخلاصمن سپین ږیري خندا به په غم بدله شوې وای. ګرانو وروڼو! زمونږ ستر لارښود حضرت محمدﷺ مونږ ته داسې درس او تعلیم راپرېښی دی چې، د ژوند تېرولو لپاره ډېره بهترینه لاره ده او دُنيا او آخرت بریالیتوب هم په همدې کې نغښتی دی؛ خو متاسفانه چې، مونږ د رسول اللهﷺ له سیرت څخه ناخبره یو؛ ځکه په ستونزو او مشکلاتو کې راګير یو. راځئ چې د رسول اللهﷺ سیرت مطالعه کړو او پخپل ژوند کې یې عملي کړو چې، له ژوند څخه خوند واخلو او د آخرت د ښکلا سبب مو هم وګرځي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

YouTube video

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب